جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد طالبانو نه چمتووالي د استانبول کنفرانس برخلیک نامعلوم کړ

د طالبانو نه چمتووالي د استانبول کنفرانس برخلیک نامعلوم کړ

تاند(دوشنبه، د حمل) په قطر کې د طالبانو ویندوی نن وویل چې که د استانبول غونډه روانه اوونۍ دایریږي، دوی پکې ګډون نه شی کولی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و چې د استانبول کنفرانس به په یوه اوونۍ کې جوړ شي او ورسره جوخت ځینو استخباراتي سرچینو ادعا کړې وه چې طالبان غواړي چې دا کنفرانس تر هغو وځنډېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه راورسېږي.

ترکیې د امریکا په غوښتنه د افغانستان د راتلونکې په اړه د یوه مهمې غونډې کوربه توب ته چمتووالی اعلان کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه دیپلوماتان او چارواکي چې په دې موضوع معلومات ورکړل شوي، وايي چې د استانبول غونډه به په لسو ورځو کې جوړه شي. مخکې ویل شوي و چې دا غونډه د روان اپریل په ۱۶ مه جوړېږي. خو لا هم د غونډې د دقیقې نېټې پر سر موافقه نه ده شوې.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمد نعیم په یوه صوتي پیغام کې، چې رسنیو ته یې لیږلی، ویلي «موږ د اپریل په ۱۶ مه د ترکیې په کنفرانس کې ګډون نه شو کولی.»

نعیم د ترکیې په کنفرانس کې د نه ګډون دلیل نه دی ویلی خو یادونه یې کړې چې دوی پر دې موضوع مشورې کوي.

ده په عین حال کې په یوه بل وخت کې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون رد کړی نه دی. خو دا په داسې حال کې ده چې ځینې سرچینې ادعا کوي چې طالبان غواړي لومړی امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي بیا دوی د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له استازو سره خبرو ته کښېني. د دغو سرچینو په باور طالبان غواړي چې په قوي دریځ د افغانستان د دولت له استازو سره خبرې وکړي او که هغوی د دوی غوښتنو ته ځواب نه وایه د جګړې لار به ورته پرانیستې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو ورځو کې سیمې ته په سفر کې هڅه وکړه چې هم د افغانستان دولت او هم طالبان وهڅوي چې د سولې خبرې ژر پیل کړي.

امریکا غواړي چې د دغه هیواد د پوځیانو د وتلو تر نېټې مخکې په افغانستان کې سوله وشي او دا هیواد یو وار بیا په خونړۍ او ویجاړوونکې کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.

خو دې ته په پام چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې ۱۸ ورځې پاتې دي، د جوړجاړي هیڅ امکان نه لیدل کېږي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر بایډن غواړي چې د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه وځنډوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب