Home+د مازغو د سرطان د درملنې لور ته مهم پرمختګ

د مازغو د سرطان د درملنې لور ته مهم پرمختګ

تاند- په بریتانیا کې د طبي علومو څېړونکي توانېدلي چې د مازغو د سرطان د درملنې په برخه کې مهم پرمختګ وکړي.

دوی وايي، د مازغو د سرطان د درملنې لپاره یې یوه نوې طریقه ازمویلې چې پایلې یې خورا هیله بخښونکې دي.

د مازغو سرطان یو له ډېرو وژونکو سرطانونو څخه دی چې درملنه یې خورا سخته ده.

ډاکترانو د لندن په رایل مرسډن روغتون کې پر دوو تنو، چې په مازغو کې یې سرطاني دانه یا تومور درلود له نوې طریقې څخه، چې د بیوکیمي (بایوکیمیکل) او ایمونوتراپي درملو ترکیب و، کار واخیست او مثبته نتیجه یې ترلاسه کړه.

دوی وايي چې د دې طریقې له کارولو وروسته د یوه ناروغ د مازغو تومور بیخي ختم شوی دی.

څېړونکي وايي، لا هم د دوی څېړنې په ابتدايي پړاو کې دي خو د مازغو د سرطان د درملنې لپاره یې هیلې تر بل هر وخت زیاتې غوړېدلې دي.

هغه ناروغ، چې د مازغو تومور یې بیخي له منځه تللی، همیش میکورا نومېږي، د بریتانیا د ویسټ ساکس اوسېدونکی دی او ۵۹ کلن دی. دی د ۲۰۱۸ په اګست کې په سرطان اخته شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...