یکشنبه, مې 26, 2024
Homeادبنوې تاريخواله | اجمل ښکلى

نوې تاريخواله | اجمل ښکلى

نوي تاريخواله (New historicism) د تاريخ په اړه يو نوى ليدلورى او مېتود دى، چې د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې يې انکشاف وکړ. دا اصطلاح په ۱۹۸۰ کې امريکايي عالم سټيفن ګرينبلټ په خپل اثر Renaissance Self-Fashioning: from More to Shakespeare کې وکاروله. نوې تاريخواله د متن د لوست يو ډول بلل کېږي او ګرينبلټ خپل دې ليدلوري ته د ادب فرهنګي مطالعه وايي. له ګرينبلټ پرته نوې تاريخواله لويي مونټروس او نورو هم پاللې.

په پښتو کې ورته ما د تاريخوالې کلمه ځکه وکاروله، چې تاريخ د نوې مېتودولوژۍ له مخې مطالعه کوي.

نوې تاريخواله، متن له سياسي، ټولنيزې او نورو قرينو سره په تړاو کې مطالعه کوي، ځکه چې هر متن د يوې تاريخي مقطع زېږنده دى. همدا راز د متن او قرينو پر دوه اړخيز اغېز باور لري.

د زوړ او نوي تاريخ توپيرونه: 

۱- زړه تاريخواله د پېښې په اړه معلومات راکوي. نوى راته وايي، چې پېښه څه ډول تفسير شوې او دا تفسيرونه راته د مفسر په اړه څه وايي؟ د نوې تاريخوالې په اند، موږ د تاريخ بېلابېلو پېښو ته مستقيم لاسرسى نه لرو، پېښې په متونو کې لولو او متون هم د تاريخي پېښو زياتره اساسي اړخونه نه راښيي، بلکې د پېښو تفسيرونه دي، چې دا تفسيرونه د ټولنيز فشار په پايله کې رامنځته شوي. د دې تفسيرونو مفسر هم له شعوري ناشعوره پلوه د خپل وخت او پخوانو پېښو له تفسيرونو او معرفت(Episteme) نه اغېزمن وي. په دې توګه، کله چې روښاني متون مطالعه کوو، د روښان پير تصوفي فکر نه، بلکې د هغه وخت په ټولنه کې مسلط تصوفي بهير او نور کولتوري اړخونه يې راسره په پوهاوي کې مرسته کوي، هغه که د دوى منظوم آثار دي او که د حالنامې غوندې منثور کتاب.

۲- زړه تاريخواله تحول ته د مستقيمې کرښې په سترګه ګوري او پېښې د علتونو په زنځير کې مطالعه کوي؛ مثلا: الف پېښه د ب پېښې او ب پېښه د پ پېښې علت ده. په دې ځاى کې پسرغښتوال د تاريخ د خاتمې خبره کوي. د تاريخ د پاى مانا دا نه ده، چې زمانه ودرېده او تاريخ حتم شو، بلکې د تاريخ د سيده کرښې تصور ختم شو. د نوي تاريخ له مخې بدلونونه د سيده کرښې په بڼه د علت و معلوم په زنځير کې پرله پسې نه راځي، بلکې پرې پرې وي. هره دوره د تېرې دورې معلول نه، بلکې تقاطع وي، ځکه چې تحولات ښکاره لاملونه نه لري، بلکې يوازې تفسيرونه يې کېږي.

۳- زړه تاريخواله د واقعيت په اړه کلي او عيني تصور لري. فکر کوي، چې واقعيت د ټولو لپاره يو او عيني دى. ژاک درېدا د ډيکنسټرکشن پر بنسټ د مانا د کثرت(Pluralism) خبره کوي، چې د پسرغښتوالې او له دې لارې د پسنويتابه يوه مهمه ځانګړنه وګرځېده. د درېدا په اند، د (هر ډول) متن پر يوه مانا د ټينګار تر شا د يوه واحد نړۍ ليد د استبداد سياسي موخه پټه ده؛ نو له استبداد نه د ازادۍ يوازنۍ لار دا ده، چې هرې مانا ته پر اهميت قايل شو او د تصادم پر ځاى تساهل ولرو او يو بل وزغمو. له همدې امله په نوي تاريخ کې واقعيت(رښتيا) ذهني او د ځيرونکي(مشاهد) د تفسيرونو زېږنده دى، ځکه چې هر تحول موږ ته د متن په بڼه راپاتې دى او متن د پېښې واقعي راپور نه، بلکې تفسير او تعبير دى. ژاک درېدا وايي، چې هر څه متن دى او له متن بهر څه نشته.

په پوسټ ماډرنيزم کې رسنۍ د ژان بودريار په اند، آن د خبرونو په بڼه هم پخپله پېښې نه، د پېښو تفسيرونه وړاندې کوي، ځکه له يوې خوا ژبه شفافه هېنداره نه ده، چې واقعيت پکې چې څنګه دى، هغسې ووينو او له بلې خوا رسنۍ خپلو مخاطبانو ته د خپلو سياسي موخو پر بنسټ د پېښې د تفسير په بڼه يو ليدلورى وړاندې کوي.

که څه هم پسرغښتواله او په ټوله کې پسنيوتوب د غرب د تاريخي تحول زېږنده ده او موږ ترې په ادبي او علمي خواوو کې هغومره نه يو اغېزمن لکه لويديځ؛ خو په رسنيز ډګر کې ترې ډېر اغېزمن يو. زموږ هره رسنۍ د پسنويتوب پر جوړه کړې ليکه روانه ده، د خپلو سياسي موخو له مخې ډسکورسونه جوړوي او د سوداګريزو اعلانونو  په مټ د پوسټ ماډړنيزم په تقليد د اړتياوو د پيدا کولو تودې هڅې کوي.

۳- د زړې تاريخوالې له مخې تاريخ خپلواک وجود لري؛ خو د نوې هغې په اند، هر متن يو تاريخ لري او پخپله تاريخ يو متن دى، چې د کيسې په بڼه موجود دى. له همدې امله د تاريخ او ادب ترمنځ ډېر نېژدې تړاو دى. که د شرق پخواني تاريخونه وګوروي: يو، يوازې پر سياسي پېښو څرخي او نور فرهنګي بدلونونه يې له پامه غورځولي؛ خو د نوي تاريخ له مخې تاريخ هر څه دى او د فرهنګ هر اړخ په فرهنګي بدلونونو کې نقش لري، ځکه چې يوازې سياسي نه، هر اړخ ځواک(Power) لري او د ځواک د حصول لپاره ترې استفاده کېږي. دوه؛ له همدې امله يو ادبي او بل هر ډول ناسياسي متن هغومره مهم دى، لکه يوه سياسي. د فوکو په اند، د هرې دورې خپل يو معرفت(Episteme) وي، چې هر څه د همدغه معرفت تر څپر لاندې رامنځته کېږي. پر دې بنسټ ماتن حاشيې ته ځي او متن مهم کېږي. بل دا چې هر متن د بل متن په شننه کې مرسته کوي. دلته متن يوازې تر ليکلي کاغذې هغه پورې محدود نه دى، بلکې متن يو ډبرليک هم کېداى شي او يوه ناليکلې ولسي سندره هم. په دې ډول نوې تاريخوالې، تاريخ د زړې تاريخوالې د ليکلي سياسي متن له محدوديت نه راوايست. نوې تاريخواله د تاريخ هره پېښه رااخلي او د شننې لپاره يې د هغه پېر له هر متن نه استفاده کوي.

۴- د تاريخ د زوړ تصور له مخې ادبيات د ټولنې هېنداره ده. لومړى تحولات راځي، بيا ادبيات تحول کوي؛ خو د نوي تصور له مخې ټول متون له يو بل سره اړيکه لري. هر ادبي او بل متن د يوه تحول زېږنده وي؛ خو پخپله د تحول راوستو وړتيا هم لري او له همدې امله هر تحول ته ټولو متونو تړه کړې وي.

۵- د نوې تاريخوالې په اند، مانا يوازې تر متن پورې محدوده نه ده او نه ماتن کوم لورى دى، چې اراده دې يې مهمه شي، بلکې متن د خپل وخت د فرهنګي زمينو زېږنده دى او دا زمينې پخپله د متن هومره د متن په مانا کې ښکېلې دي؛ ځکه نو که غواړو، چې د متن په مانا پوه شو، بايد دا پوښتنې ځواب کړو، چې متن چې د پېښې تفسير دى، کله ليکل شوى؟ کله خپور شوى؟ او کله لوستل کېږي او دا ټولې پوښتنې د مکان له زاويې هم کېږي. له نوې تاريخوالې نه د ادب په برخه کې هم استفاده وشوه، چې نوې تاريخي کره کتنې ورته وايي. د نوې تاريخي کره کتنې له زاويې نه که د کيسه ييزو ادبياتو مطالعه وکړو، هره کيسه د خپل وخت د فرهنګي شرايطو پايله ده. مثلا: د استعمار د وخت غربي ناول د هغه وخت فرهنګي ځانګړنې لري. ښايي په دې کې د آسيا او افريقا پر وړاندې پکې د برترۍ احساس موجود وي، پر نويتابه(ماډرنيټي) پکې وياړ وي او داسې نور.

۶- زاړه تاريخواله چې واقعيتونه عيني بولي، عيني ليدلورى واکمن ګڼل کېږي؛ خو په نوې تاريخواله کې ذهني ليدلورى مهم ګڼل کېږي، ځکه هر متن پخپله هغه واقعه نه، بلکې د ماتن ذهني تفسير او تعبير دى او دا تفسير د يو ډول ټولنيز او علمي فشار پايله ده. لکه مخکې مو چې وويل، متن د يوه ځواک زېږنده او د ځواک څښتن دى. څرنګه چې متن د يوه معرفت زېږنده دى، نو معرفت د ځواک څښتن دى. د هر متن تفسير دا ځواک لري، چې لوستونکى يو عمل ته وهڅوي. موږ په خپل وطن کې د خپلو ديني، سياسي او ادبي متونو د يوې مانا د استبداد بېلګې هره ورځ وينو او دا مانا چې د يوه سياسي يا ټولنيز فشار په پايله کې د مفسر د تفسير زېږنده ده، دا ځواک لري، چې ټولنه په دوو مخالفو لوريو ووېشي او له يو بل سره يې وجنګوي، دا جګړه په لويديځ کې د بحث؛ خو په درېېمه نړۍ کې د توپک او توپ په مټ کېږي، چې لومړۍ بېلګه يې ټولنه له فرهنګي پلوه بډايه کوي او دويمه يې بربادوي.

۷- له لرغوني يونان نه تر هيګل او مارکس پورې، د زړې تاريخوالې په اند، تاريخ د تضادونو زېږنده دى. د داروين د ارتقا په نظريه کې دا تضاد د انسان او طبيعت، په ټولنپوهنه کې د ټولنې او فرد، د هيګل له زاويې د تيسس، انټي تيسس او سينتسس په بڼه او د مارکس په اند، د وحشي، فيوډالي او بورژوايي په بڼه موجود دى. په دې ټولو ليدلورو کې دا اړخ غالب دى، چې تحول د انسان پرمختګ ښيي؛ خو د نوې تاريخوالې له مخې، تاريخ د تضادونو(Conflicts) زېږنده نه دى، بلکې دا شونې ده، چې هممهاله څو مخالف لوري په يوه تاريخي دوره کې موجود وي، ځکه نو تاريخ د تقطبيع په بڼه موجود وي. کله چې موږ په پښتو کې شعر تقطيع کوو، بالعموم څلور څلور څلور څپې و بله بېلوو. تاريخي دورې هم داسې پرې پرې راځي. څرنګه چې د شعر په تقطيع کې ورپسې رکن د مخکني رکن معلول نه وي، همداسي يوه تاريخي دوره هم د تېرې تاريخي دورې معلول نه وي. که د پښتو ادب دورو ته وګورو؛ نو دويمه دوره د لومړۍ دروې معلول نه ده، بلکې د نوي تاريخ له مخې، ناڅاپي ده. پير روښان له کومه راغى او بيا يې د پښتو ادب په پاراډايم کې بدلون راوست. دې ته توماس کوهن په خپل اثر “د علمي انقلابونو رغښت” کې Paradigm Shift وايي. د نوموړي په اند، پاراډايم د باورونو، ارزښتونو او تخنيکونه ټولګه ده. همداسې دويمه دوره، د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د رامنځته شوې درېيمي ادبي دورې علت نه وه، بلکې له اتلسمې پېړۍ نه تر شلمې پېړۍ پورې پښتو ادب يوه نيمه پېړۍ له ولاړ حالت سره مخ و، په سيمه کې پرله پسې سياسي جګړو، په تېره د پښتو ادب په لويو مرکزونو کې اړودوړ او د پښتني جغرافيې وېشلي حالت پښتانه پرېنښودل، چې پښتو ادب هغسې وپالي، لکه مخکې يې چې پاله، له همدې امله په شلمه پېړۍ کي پښتو ادب له نوي سره پيل وکړ او داسې ځانګړنې يې ورخپلې کړې، چې په پخواني ادب کې نه وې. په پايله کې ويلاى شو، چې ادبيات پخپله له ټولنې سره په تعامل کې بدلون کوي. ټولنه د ادب ايجاد ته لار پرانيزي، چې ادبياتو خپاره شي، ټولنه يې هضم کړي او تر هضم وروسته ټولنه بيا نويو متونو ته اړه شي . د فورماليستي ليدلوري پرخلاف د نوي تاريخ له مخې ادبيات له خپلې فرهنګي او زماني مقطع هاخوا بې مانا دي او يا يې په مانا کې بدلون راځي.

۸- نو زوړ تاريخ پر هند  د احمد شاه بابا د يوه بريد په اړه راته وايي، چې احمد شاه بابا پر دغه نېټه پر هند بريد وکړ، د پاني پت پر ډګر يې دومره مرهټيانو ته ماتې ورکړه؛ خو نوى تاريخ دا وايي، چې پر هند د احمد شاه بابا دا بريد چا رانقل کړى؟ پر مورخ کوم ډول تعصب حاکم و؟ د دې بريد په اړه د هنديانو نظر څه وايي؟ د دوى نظر خو مختلف نه دى؟ او دا چې مورخ د دې بريد کوم اړخونه نه دي رااخيستي او ولې؟ د چرچل په اند، تاريخ تل فاتحانو ليکلى. د نوي تاريخوالې له مخې، تاريخ د ځواک کيسه ده، څه چې ظل الله غوښتي، هغه يې ليکلي، نور يې نه دي ليکلي.

۹- نو که تاريخي تحولات د ټولنيزو بدلونونو زېږنده وي، بيا د ځينو سترو کسانو نقش څه شو؟ زړه تاريخواله د بېلابېلو دورو په راوستو کې ځينې خلکو ته ستر نقش ورکوي. د نوې تاريخوالې په اند، تاريخ متن دى، چې يو ماتن لري. دا ماتن يوه کس ته پر نورو مهم اهميت ورکوي او څرنګه چې متن يو تفسير دى؛ نو د بهر زمينو د فشار په پايله کې له اهريمن نه يزدان او يزدان نه اهريمن جوړوي. که دا پوښتنه د ادب په اړه وکړو، چې په پښتو ادب کې نو بيا د روښان او خوشال نقش څه شو؟ او که داسې وي، نو بيا خو د ټولنې او فرهنګ په بډاينه کې د انسان/فرد نقش تر پوښتنې لاندې راځي. نوې تاريخي کره کتنه په يوه ادبي دوره کې د ځينو اشخاصو نقش نه ردوي؛ خو تر ټولنيزو او فرهنګي بدلونونو وروسته دويم مقام ورکوي. فرهنګ يو متن ته لار پرانيزي او برعکس متن په ټولنه کې بدلون راولي. د نوي تاريخوالې له مخې يوه دوره د يوه نه، ګڼو خلکو د هڅو پايله وي او چې کله وايو ګڼ خلک، نو ټولې ته ورنېژدې کېږو، ځکه ټولنه هم له يوې زاويې نه د خلکو ټولګه ده.

که خپل ادبي تاريخ د نوې تاريخوالې له زاويې نه مطالعه کړو، ډېر نوي څه به پکې ومومو.

3 COMMENTS

  1. دغه نومونه یوڅه څیړنې ته اړتیا لري ، په دې مانا چې ددغو نومونو له پاره یوبا صلاحیته کومیټه ، هغه هم چې له تاریخي مطالعاتوسره تړاو ولری اړینه ده . دویمه تاریخواله ، د ژبني اوعلمي اساساتو له مخې لږغرابت لري ، لږباید دتاریخ دمیتودلوژۍ اوڅیړنې سره څنګ ولګوی ، که څه هم دغه څه چې تاسو اشاره ورته کړي دادتاریخ څیړنې نوی میتولوژۍ بلل شوې اوتریوه حده منل شوې هم ده ، خو بیا هم که ډیریې پښتو هغې ته لیوال یاست کیدای شي ( دتاریخ څیړنې نوې تګلاره ) یا پردغه مزاج برابر نومونه ورته وکارول شي چې لږترلږه دعلميت څرګندونه خو یې وشي . درنښت
    رشید .

  2. زه فکر کوم؛ هره نوې نومونه په سر کې غريبه ښکاري؛ خو وروسته ورسره خلک اشنا شي. دويم دا چې دا نيوهسټروسيزم ژباړه ده او تر د تاريخ څېړنې نوې ميتودولوژۍ لنډ دى. په فارسي کې هم همداسې تاريخړګرايي نوين دى. درېيم دا چې موږ سملاسي په ژباړو او څېړنو کې له نويو اصطلاحاتو سره مخېږو او اړ يو چې و يې ژباړو؛ نو کمېټه چې کېني کېني؛ پر موږ به خاورې ولاړې وي او پښتو به په پرديو اصطلاحاتو کې ورکه وي. که کمېټه کېني؛ چا يې مخه نيولې؛ کې دي ني او بيا دې پر دې جوړو کړيو اصطلاحاتو وغږېږي. که سم نه وو؛ نور دې ورته جوړ کړي؛ خو د کمېټې په تمه کېناستل راته معقول کار نه ښکاري.
    بښنه
    ا. ښکلى

  3. دا مطلب مو دهمدغې یادونې په خاطر لکه چې بیا را غبرګ کړ، ښه خبره ده، داسې ښکاري چې له ژباړې پرته بل کمال لکه چې په ادبي څیړنو کې نشته اویا نه درته ښکاري ؟ داسې فکرمه کوئ ، همداده چې اوس دادبي څیړنو څخه په پښتوکې مسخره څیړنې جوړې شوې دي. زما یادونه داده چې اوس په نړیوالو څیړنو کې هڅه کیږي چې هرڅه په ډله ییزه توګه ترسره شي ، ان چې تاسو وګورئ ، دیوې علمي موضوع په اړه دری اوڅلورلیکوال سره یوکیږي اویو رښتینې تحقیق په ګډه د بري ترپولې پورې رسوي.دوی غلا نه کوي اونه هم په زړو ببولوباندې علمی او اکادمیکي موسسې او پوهنتونونه غولوي. دابه دانصاف وړ نه وي چې په څیړنیزو برخو کې د ډله ییز څیړن دود په وړاندې د (معقول ) په نامه نا معقول ته ترجیح ورکړو اورڼا ورځې ته توره شپه ووایو. د غلطې ترجمې ناوړه ادراک داهم دی چې باید په پردئ غړکه ملاووهل شي ، مهرباني وکړه دغه ستا تاریخواله کاپی شوې خبره د نولسمۍ پیړي په انتقادي څیړنو کې یوځانګړي بحث او څپرکی و، چې هغه ته ( تاریخی نظر اچونه ) نومونه کارول کیده چې د ادبي کره کتنې په فرعي اصولو کې راځي نه په اصلي . دا اصطلاح جې کله په ادبی اوادبي څیړنوکې کاروئ ، دا بیا له تاریخپوهنې سره توپیرلري ، پوهان په هرعلم کې فرعي اړخونو ته نومونې نه جوړوي ، هیله ده چې په دغه برخه کې زیات په خپله اردو لیوالتیاکې ځان ور ډوب نه کړئ اولږ داردو له دایرې هغې خواته هم وګورئ. اوله کمیټوڅخه چې په هغوکې په رښتیاهم مسلک والا کسان اوپوهان برخه واخلئ داسې کمیټو ته دمعقول او نامعقول ترمنځ مه حیرانیږئ. اومه داسې لنډ حکم ته ترجیح ورکوئ …
    بس همدومره
    رشید نهرو پوهنتو ن هند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب