یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهکرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره...

کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۰) د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې یې ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.

دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوختې دي.

دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.

کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.

د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي.

د دوی په خبره ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب