یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبرېښناشرکت: له ازبکستانه ۱۰۰۰مېګا واټه برېښنا واردېږي

برېښناشرکت: له ازبکستانه ۱۰۰۰مېګا واټه برېښنا واردېږي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي له ازبکستان څخه ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هېواد ته راواردېږي.

توحیدي ویلي، په دې پروژې ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي.

د نوموړي په خبره، د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا لګښت هم زياتېږي او همدا لامل دی، چې د برېښنا پرچاوي هم زیاتیږي.

توحیدي زیاتوي، چې اوسمهال د بریښنا ستونزه یوڅه حل ده او دوی له ازبکستان هېواد نه شاوخوا ۲۹۰ مېګاواټه برېښنا کابل ته نښلولې ده.

عام خلک بیا نیوکه کوي او وایي افغانستان په پرېمانه کچه اوبه او سيندونه لري خو وایي حکومت یې غمه نه کوي.

دوی زیاتوي که پانګونه پرې وشي ښایي په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

د یادولو ده، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هم له ازبکستان هېواد سره د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ پر لېږدلو سربېره له دغه هېواده د برېښنا لېږد پر۱۰ کلن تړون خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب