عبدالرازق د ډيران له صندوقه نژدې پنځوس متره لرې له بوټیو سره په جګو پښو ناست و. د پاڼو تر شا یې صندوق ته سترګې نیولې وې. د لارې له پورې غاړې بوډۍ له غبرګو کڅوړو سره راښکاره شوه.
دی ځای پرځای وخوځیده راوخوځیده. د ټیټ ازغن بوټي څانګه یې پورته ونیوله. په بوډۍ پسې برګه پیشو پالي پالي روانه وه.
څرپا شوه. عبدالرازق د بوټي د بیخ خواته ځان وڅکاوه. د څرپي خواته یې مزغی کوږ کړ دوې نجلۍ وې منډې یې وهلې. ده د ښي لاس د منځوۍ ګوتې نوک په غاښ مات کړ، د ژبې پر څوکه یې بهر ته تو کړ، د بوټيو له منځه راووت. ډیران ته ورغی. وار له واره یې تور صندوق ته سر ورننویست، پیشو د صندوق له منځه راټوپ کړل. دی ترهیدلی په شا شو، پیشو ته یې کلکه لته ورخطا کړه خو پیشو ملا نرۍ کړه، ونه لګیده په منډه مخامخ دیوال ته وخته.
عبدالرازق د صندوق بیخ ته لاس ورننویست کڅوړې یې راوایستې، دواړه کڅوړې شکیدلې وې. ده ته داسې څه نه شول ښکاره چې ویې خورې. د پیشو غوندې یې ژبه راوایسته پر شونډو یې تیره کړه. پیشو د دیوال پر سر جګه ناسته وه، لکۍ یې تر ځان لاندې کړې وه، میو میو یې وکړ. عبدالرازق د جمپر خولۍ پر سر کش کړه. د ځنګله په خوا د پولیسو له ویرې او په دې تمه ژر ژر رهي شو چې ماښام ته به یې ښایي قاچاق وړونکی چې پیسې یې لا په ترکیې کې ترې اخیستې وې راښکاره شي له یونانه به یې مسدونیا ته وباسي.
پراګ