شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبخط او محبت/ اجمل ښکلى

خط او محبت/ اجمل ښکلى

محمد الله تبسم په پښتو کې شاعري کوي. يو ماښام يې راته په فيسبوک کې وليکل چې خط او محبت قافيه کولى شو که نه؟

په ادب پورې تړلي کوم علوم چې له عربي نه ختيځو ژبو ته راغلي، قواعد ورسره راغلي او هغو خلکو امانت ګڼلي، خيانت يې پکې نه دى کړى، ګنې داسې متاع خو تاراجول پکار دي.

د دې امانت ساتنې يو لامل دا و چې تر هغه وخته په ادب پورې تړلي علوم د پرمختګ رو ته برابر شوي نه وو، ځکه خلکو ته اۤفاقي ښکارېدل او بدلون يې پکې نه شو راوستى يا يې نه شو ننګولى. بل لامل يې مذهبي هم و، ځکه چې دا پوهې له مقدسو مذهبي اۤثارو سره يوځاى راغلې وې، خلکو پکې تحريف ګناه ګڼله.

خو اوس چې خلک تر نقله ډېره اتکا پر عقل کوي، داسې اصول ورته د شګو بندونه ښکاري.

په دې کې يوه قافيه پوهه ده چې يو څپرکى پکې د قافيو پر عيبونو دى، خو که اوس ورته وګورئ، دا عيبونه به درته عيبونه نه، کمالونه ښکاره شي.

يو عيب خو دا و چې که د قافيو اصلي برخه پر وروستاړو ولاړه وي او وروستاړي ترې لرې شي، بيا يې ترمنځ هم اهنګي نه پاتېږي او دا عيب دى، لکه په (ګلونه) او (پرهرونه) کې چې قافيه پر(ونه) ولاړه ده او چې دا ترې لرې کړې، (ګل) او (پرهر) قافيه کېداى نه شي؛ خو وروستاړي په جملو کې د کلمو نه بېلېدونکې برخه وي؛ نو بيت يا مسره هم جملې دي او وروستاړي ترې نه بېلېږي، ځکه چې د جملې په مفهوم کې بدلون راولي.

بله دا چې په (ګلونه) او (پرهرونه) کې د لوستونکو ذهن د (ګل) او (پرهر) نااهنګۍ ته نه اوړي او چې نه اوړي، نو عيب نه دى.

بل عيب د (خط) او (محبت) غوندې کلمو دى. په پخواني ادب کې د (جوس) او (عبث- چې په عبس ليکل کېده)  قافيې وينو. د خوشال بابا دا شعر خو به مو لوستى وي:

پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي

کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

سر يې هورې کندهار بل يې دمغار دى

تر دا منځ پراته همه واړه عبس دي

په عربي کې د (س)، (ث) او (ص) تلفظونه بېخي بېل دي، نو قافيه کول يې سم نه دي. وروسته په نورو ژبو کې هم د دې کلمو  قافيه کول عيب وګڼل شو او قافيه پوهانو وويل چې که د قافيې کلمې په ويلو کې يو راز وي او په کتو کې بېلې وي، عيب دى. لکه د (خط) او (محبت) کلمې، خو قافيې خو ويل کېږي، چې وزن جوړوي، له کتلو سره يې څه دي؟ چې ګنې (ط) او (ت) سره ښې نه ښکاري، قافيه کول يې پکار نه دي. په نورو ژبو کې د (ط) او (ت) د غږونو تلفظونه يو رنګه دى، نو قافيه کول يې ولې عيب شو؟

بل عيب په قافيو کې د يوې کلمې تکرار دى. مثلا: (سهار) که په يوه غزل کې څو ځل تکرار شي، عيب دى.

په علمي ليکنو کې چې کلمې پکې په يوه وضعي مانا کارېږي، د کلمو محسوس تکرار عيب دى؛ خو د شعر ژبه مجازي وي او په مجازي ژبه کې کلمې د يواځنۍ حقيقي مانا پرځاى څو استعاري ماناوې اخلي، نو چې يوه کلمه په يوه بيت کې په يوه قرينه کې او په بل بيت کې په بله قرينه کې وکارېږي، تقريبا د بېلو کلمو حکم لري؛ نو چې بېلې شوې، تکرار يې عيب نه دى. که د يوې کلمې تکرار بېخوندي راوستاى، شاعرانو به د يو بل قافيې بيا بيا نه کارولاى.

پخوا چې د کلمو مجازي ماناوې محدودې وې او (لاله) يواځې د (شونډو)، (نرګس) د (سترګو) او (سروه) د (دنګې) لپاره کارېده؛ نو د قافيې په توګه يې د يوې کلمې تکرار عيب ګاڼه، ځکه چې د بيت مرکزي کلمه قافيه وي، چې ټول مفهوم او د بيت خوند پرې چورلي، ګنې د نورو کلمو تکرار عيب نه و، بلکې د (التزام) په نامه يې ورته صنعت وايه؛ خو اوس په يوه استعاري مانا د کلمو تکرار کم شوى او د کلمو د مشابهت نويو وجهو ته پام کېږي.

د شعر د ارزښت حساب په تخييل کېږي. قافيه هم چې د شعر برخه ده، خوند يې په داسې بېخونده وچو اصولو مه جوټه کوئ، نو قافيه که هر څومره عيبجنه وي، خو چې پرځاى کارېدلي وي او خوند يې پيدا کړى وي، خوځول يې پکار نه دي، ځکه چې د شعر لومړى کار محظوظول دي.

د قافيو دومره ډېر احترام شاعر کمزوى کوي او د شعر له نورو اجزاوو يې پام اړوي.

د قافيه والو شعرونو سينه که لږه هم پراخه واى او څه ناڅه بدلون يې زغملاى، پرضد يې د ازاد شعر علم نه راپورته  کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب