جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله شمسي نظامه بهر ته د سفینې په لېږلو کې د انسان...

له شمسي نظامه بهر ته د سفینې په لېږلو کې د انسان بری

تاند- ویېګر یو- (Voyager-1) بې عملې ستوربېړۍ بالاخره د روان سپټمبر په دوولسمه /پنجشنبه/ له شمسي نظامه ووته.

دا فضايي سفینه، چې له ننه ۳۶ کاله پخوا په ۱۹۷۷ میلادي کال وتوغول شوه، په داسي تکنالوژي سمبال ده چې که د نن سبا تکنالوژي په نظر کې ونیسو نو د خندا وړ ده خو په هماغه وخت ډېره پرمختللې تکنالوژي ګڼل کېده.

په دې سفینه کې یو ټېپ او کمپیوټر شته چې حافظه یې  تر اوسنیو موبایل ټېلفونونو ۲۴ زره ځله کمزورې ده.

اوس ویېګر ۱ فضايي بېړۍ له مځکې کابو ۱۹ ملیارد کیلومتره، چې د مځکې او سپوږمۍ د واټن شاوخوا ۲۵ زره برابره کېږي، لېرې شوې او له شمسي نظامه دباندې په هر ساعت کې تقریباً ۶۱ زره کیلومتره حرکت کوي.

د دې سفینې له لوري مځکې ته زیګنال له ۱۷ ساعتونو او ۲۲ دقیقو وروسته رارسېږي. د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې (ناسا) متخصص ایدورډ شي سټون، چې ۷۷ کلن دی او له ۱۹۷۲ څخه پر دې پروژې کار کوي، وايي:

«موږ باید دې نېټې ته خورا ځیر واوسو. دا یوه ډېره حساسه او تاریخي شېبه ده چې یو بشپړ نوی ماموریت ورسره پیلېږي.»

ویېګر یو – بې عملې سفینه تر ۲۰۲۵ میلادي کال د معلوماتو رالېږلو ته دوام ورکولی شي. په هغې کې د برېښنا انرژي، چې مصرف یې د یوه معمولي فریزر د څراغ هومره دی، له یوې ۲۳ واټه اخذې څخه ترلاسه کېږي.

د ویېګر یو- فضايي سفینې د دقیق موقعیت څرګندول پوهانو ته امکان برابروي چې د کهکشان د وړانګو په اړه دقیقې څېړنې وکړای شي.

ساینس پوهان به همداراز له مځکې د خورا لېري ستورو په اړه معلومات ترلاسه کړای شي.

په ۱۹۷۷ میلادي کال د ویېګر ۱ – ستوربېړۍ له استولو سره په یووخت د ویېګر۲ فضايی سفینه هم فضا ته وتوغول شوه. خو ویېګر دوه د ویېګر یو کاملاً مخالف لوري ته روانه شوې وه، تراوسه پوري د هغې په اړه معلومات نشته چې له شمسي نظامه وتلې ده او کنه ده.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، کله چې ویېګر یو فضايي بېړۍ د مشتري (جوپیټر) او زحل له څنګه تېرېده، د دغو سیارو دقیق عکسونه یې مځکې ته ولېږل.

د برېښنا د مصرف د سپمولو په خاطر په ۱۹۹۰ کال د ویېګریو فضايي بېړۍ له لوري د عکسونو د رالېږلو لړۍ ودرول شوه.

له شمسي نظامه د ویېګر یو– فضايي بېړۍ وتلو له دې نظامه ورهاخوا ته د انسان د سفر هیله پوره شوه.

تمه ده چې ۴۰ زره کاله ورووروسته ویېګریو – ستوربېړۍ له شمسي نظامه بهر مځکې ته تر ټولو نژدې ستوري ته نژدې شي.

دا ستوری چې له شمسي نظامه دباندې مځکې ته تر ټولو نژدې ګڼل کېږي (AC+793888) نومول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب