له بله ګيله او شكوه كول، كه دا مانا ولري چې خپله بې وسي او غمجنه، ويرجنه ورځ، د هغوى له كبله وګڼو، نو دا مانا هم شيندي چې موږ خپله بې ګناهي، ټنبلي، د احساس نه دركول، د هغوى شاته پټوو، په تېرو اوږدو انقلابونو كې چې زموږ هرڅه يې د وږي زمري غوندي په خوله كړل، تر ډېره زموږ ناسم پوهاوى وو.
د خداى لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ
ستاسو لپاره خو به ځانله پېغمبر نه راځي
(ارواښاد صابر)
خو په ټولنه كې شاعر تر بل هر چا په داسې مواردو كې حساس وي، هغه تل د دې لپاره بوخت وي چې په ټولنه كې ستونزې څله(ولې) او څنګه را پيدا كېږي، خو د نورو برعكس د ستونزو د پيدا كېدو په لاملونو كې د فلسفيانو غوندي ژوروته ځي او بيا نو د هغو لپاره د حل لارې پيدا كوي، خپل ولس ته پيغامونه وړاندې كوي، تورې څېرې بربنډوي، داسې كسانو ته نه يوازې شاعران ويل كېږي، بلكې هغه څوك چې د باردو او سرو مرميو د جګړې د مخنيوي لپاره هنري مبارزه كوي، دې ډول هنر ته نړيوال كره كتونكي د ورېښمو جګړه يا مبارزه، او لارويانو ته يې د ورېښمو د مبارزې لارويان وايي.
څومره په زړه پورې اصطلاح! د شاعر فكر، خيال او عاطفه د قلم له نازكې څوكې بهېدونكې او دا بيا له لرې واټن وېشتونكو توغنديو سره په مبارزه كې اچول، ښايي ډېرو كرخت فكرو ته نه قياس كېدونكې وي، مګر بې ځايه خو يې نه دي ويلي، چې د تورې ټپ جوړيږي، خو د خولې(له خبرو اخستى پرهر) نه جوړيږي.
زموږ په ټولنه كې ډېرو شاعرانو دا ورېښمنه مبارزه وكړه او لا يې كوي، دا چې څوك پر هغوى نيوكه كوي، ښايي زموږ د شاعرانو د شعرونو روح ته نه وي رسېدلي او يا ممكن دوى له شاعرانو د اجراييه ځواك تمه لري!!! مګر د فكر او پيغام له مخې زموږ ډېرو شاعرانو په جاردا كار كړى دى.
په دې لاره كې زموږ د دور هستي چې په دې لاره كې يې په فكري لحاظ ښه شاعري وكړه، ښايې ډېر يې ومني چې هغه ارواښاد سيف الرحمان سليم و، چې د پښتنو په ناوخوالو كې يې د كمزوري ليډرشيپ ستونزه را پورته كړه، هغه په دې عقيده و چې د پښتنو ستونزې له مشرانو سرچينه اخلي(كنې څه دي د غريب له كوزړۍ):
رهبران يې خرڅوي پر سوداګرو
خداى دې مل شي د وطن او د ملګرو
كله چې رهبر پر خپل ځان واك او ټولنه باور ونه لري، طبيعي خبره ده چې خپل ځان به دنورو پښو ته غورځوي، تېر بلا انقلابونه پر دې ګواهي وركوي او زموږ بدبختي هغه مهال زور واخيست چې د پنجاب توريانو او د ايران افراطي اخوندانو زموږ ليډر شيپ څو ونډې كړ، همدا لامل و او دى چې تراوسه پورې مو ارامه ورځ ونه لېده:
د وړو وړو خدايانو دې بنده كړم
خدايه زه به چا چاته سجده كړم
سيف الرحمان سليم تر ډېره كچې پورې په سياست كې دخيل پاتې شو، ځكه خو هغه ته د نورو په پرتله ښه څرګنده وه چې ستونزه چېرته ده:
منم رهبر په خپله مخكې لاړو
خو قافله خو يې په شار راوسته
په ټوليز ډول چې په تېرو انقلابونو كې زموږ ټولنه د خوشباريو يانې د هر نوي مشر او نوې انقلاب په راتګ له كومو ستونزو سره مخ شوه، زرين چانسونه يې هم له لاسه وركړل، په داسې حال كې چې يو مهال زموږ مشرانو د ملي ګټو ساتلو لپاره په بيت الله شريفه كې سوګند هم واخيست، خو درېغه درېغه د دې پر ځاى چې خداى، هېواد او ولس ته يې كار كړى واى، پر ځاى يې ځان، ګوند او ځواك لپاره هرڅه وكړل!!!!!!، له هماغه مهاله كه مو فرصتونه له لاسه وركړي، نو د پرديو موخوته له بده بخته سرې غاړې هم قرباني شوي يو.
موږ هم عجيبه يو، كه مو كوم مشر ته سر كښته كړ، بيا به نو څوك پيدا شي چې د هغه نيمګړتياوې وغندي، په تېرو ټولو انقلابونو كې ولس داسې برخورد وكړ، لكه شاته چې يې هيڅ هم نوي ليدلي او د نوي انقلاب په راتګ يې داسې محسوسه كړې وي، لكه دا چې لومړى ځل وي په انقلاب كې برخه اخلي، په داسې حال كې چې تېر انقلاب به زموږ هستي ټوله نيستي كړې وه:
لنډ تاریخ تکرار شو خو ولس مې چوپه خوله پاتې
ته وا جوړ کمزورې حافظه د ټولو خلکو ده
(جلال امرخيل)
د نوي انقلاب په اړه به كېداى شي دا هغه خوشباوري وه چې موږ به د نويو مشرانو په غورو كې ليده، خو هرڅه چې وو تاوان يې زموږ ولس او خاورې ته په نه جبرانېدونكو ډول واوښت، مګر د وخت سترګور شاعر دې خاميو ته پوره پام درولود.
خوشحالي مه كوه په دې چې خزانه دې راوړه
لمر دې له ځانه سره وړى و او شپه دې راوړه
(دروېش درانى)
له دې سره به يې له خپلې خوارې سوځېدلې جونګړې دا هم زمزمه كول:
نه په زاړه باور لرو او نه په نوي څراغ
موږ داسې خلك يو كورونه مو دي سوي څراغ
كه څه هم دنورعيب د لمر او خپل عيب د وليو په څېر دى، خو شاعر كه لمر ليدلى نو خپلو وليو ته يې هم ځان رسولى دى، هغه كه په دغسې حالاتو كې چې نوي واكمنان تل د بل تر سيوري لاندې لكه د دېوانو د زمانې خلك را مسلط شوي، نو ترڅنګ يې په ټولنه كې هغه څوك چې د دې مشرانو لپاره يې بې خاره تورې چلولې يا په بله بڼه هغوى يې د بتانو په څېر لمانځلي دي، هم له ياده نه دي ايستلي:
دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه
خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه
(دروېش پرلپسې درې واړه بيتونه)
خو پردي چې كله هم راغلي دوى څه كړي او موږ څنګه پاتې شوي يو؟
څالاكه دښمنان چې يې سر وړي هغه مهال
مشغول لكه ماشوم كړي په چل ورور د پښتانه
پښتون د تاريخ په اوږدو كې داسې نه دى پاتې شوى لكه څنګه چې اوس په بلا ستونزو كې را ګير دى(دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم)، هغوى تل د نړيوالې سولې ږغ اوچت كړى دى، هغه سره له دې چې خپله عقيده او پښتو ساتلې نو د بل خواته يې هم درناوى كړى او د خپلې عقيدې فكر يې له ځانه سره لرلى دى، چې د نورو د اديانو سپكاوى مه كوى، ګنې هغه به ستاسو مقداسات وښكنځي:
د مذهب بنياد پرستو، د انسان خونريزي بند كړئ
لوى مذهب انسانيت دى، محبت لويه سجده ده
(خان غني)
دا بيت چې د نړيوالتوب، مينې ، ورورولۍ، خواخوږۍ او ژورې عاطفې څرګندونه كوي(مينه په مينه كېږي، خو وينه په وينه نه پرېمنځل كېږي) دا د دې ولس د زړه اوواز دى، هېڅكله هم دا عوه څوك نه شي كولى چې دا ولس وينو ته تږى دى، زموږ په لويو ښارونو كې خو هغه مسجدونه او مندرونه تراوسه پورې خوا په خوا كې شته، چې پېړۍ پېړۍ په كې دوو د بېلا بېلو عقيدو څښتنانو، خپل مقدسات ته په كې درناوى كاوه او كوي، خو د يو او بل د وهلو لپاره هيڅكله هم په فكر كې نه شول، زموږ دا ژوندى مثال دا ثابتوي چې د ټولنې له زړه را پورته شوى شاعر چې څه وايي، هغه په ټولنه كې د خپلو مشاهدو او تجربو لنډ غورچاڼ وړاندې كوي، په پورته بيت كې د دې ولس دريځ له ورايه معلوميږي، كه څه هم پوځي ديكتاتور چې په ګاونډ كې پر توره كرسۍ ډډه ووهله، يو بې مانا (ترهګر)تور يې په دې ولس ولګاوه، په داسې حال كې چې د ده په واكمني كې ګڼ پښتانه ځاى پر ځاى و، خو پښتون چې د پښتنۍ احساس ونه لري، دا مانا وركوي چې پښتني هم نه لري، نو ځكه خان بابا په خپل دوران كې چې اورنګ د زمانې په زړه كافر و، د داسې خلكو په اړه ويلي و:
په پردي غشي ټوپك ويشتلى نه يم
كه ويشتلى يم بيا هم په خپل ټوپك يم
د ننني دور د شاعر يوه لويه ښېګڼه دا ده چې هغه كه بهرنى دښمن ترټلى، نو په خپل كور كې دننه يې هم هغه څوك چې خپل هېواد او خلك يې د بل ګټو ته قربان كړي، بې نيوكې نه دي پرېښي او په ټوليزه توګه د روانو ناخوالو د مخنيوي په هڅو كې ناكامۍ ته پوره متوجې شوى دى:
په یو کور کې اوسیږو خو دیو بل نه پردي یو. موږ څومره لیوني یو
لوبیږو د بل لاس کې د اغیارو ګوډاګي یو. موږ څومره لیوني یو
(لايق زاده لايق)
نو د حل لاره څه ده؟ تر څو چې دا احساس مو په خيال، فكر او وينه كې غځوونې ونه كړي، ګرانه به وي چې موږ دې له دې اوږدې جګړې ځان وباسو:
د بل سرنا ته ګډېدونکي پرېږدم
د بل په مزي تاوېدونکي پرېږدم
ځان ته د خپل منزل کاروان جوړوم
ځان ته د ځان غوندي جهان جوړوم
(خټك اجمل)
د بل سرنا لكه ډول له لرې ښه اواز لري، مګر حواس مو هم بې ځايه كړي، په داسې حالاتو كې موږ په دې هم پوى نه شو، چې څوك؟ ولې؟ د څه لپاره مو وژني؟ ځكه كه زموږ په وژنو د هغو زړونه سړېداى يا خپل هدف ته رسېداى، نو څومره قرباني مو وركړه!! او څومره به لا وركوو؟
نه قاتل او نه مقتول په دې خبر دى
چې دا ولې او په څه مري پښتانه
(فيروز)
كه چېرته پښتو شاعري نړيوالو ژبو ته وژباړل شي، تر ډېره د دې امكان شته چې د ورېښمو د مبارزې د لارويانو په ليكه كې په زړه پورې زياتونه وكړي، خو هاى كاش چې دا كار مخكې لا شوى واى، مګر اوس هم اوبه له ورخه نه دي تيرې!
راځئ! د ورېښمو د څو لارويانو سره د زړه خواله وكړو:
ګورې به دا دښتې به هم ګل شي یوه ورځ
رابه شي یو څوک لکه اوبه لکه باران
(حميد ځاځى اريوب)
فكر وكړئ! كوم لښكر به په سيمه كې مينه، خپره كړي؟ پر اسانو سپاره، تورې په وينو سرې لښكرې او كه:
عجیبه نه ده که لښکر د نغمو ځي راپسې
په هره ساه کې مې د شنو بنګړیو شرنګ روان دی
خو دا لښكر د سولې په انقلاب پسې يبلې پښې روان دى:
خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کې
لږه د سپېڅلي انقلاب غوندې راواړوه
(ډاكټر احسان الله درمل)
كله چې له تورو سترګو د مينې د اظهار پر ځاى، د كركې وينه څاڅي، بيا نو د انسان اروايي حالت هم له طبيعت سره جوړ نه راځي:
اوس ګوزاره د زړه په وينه كوو
چې حالات ښه شي بيا به مينه كوو
(؟)
په ناوړه حالاتو كې د پسرلي راتګ او نه راتګ په يوه مانا دي:
پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کا
دلته خلك په خپل غم دي په خپل وير دي
(ډاكټر احسان الله درمل)
خو په اوسنيو حالاتو كې پښتنو شاعرانو ته دوه لاسي سلام، چې ولس يې له خپله او يا له پردي درد اخستى په پوره ميړانه يې وړاندې كړى او روان حالت يې په لوړ استعداد شاعرانه كړي دى او دا يې ثابته كړې، چې په كوم زمان او حالت كې قرار لري او ترڅنګ يې سوچه تاريخ را تلونكي نسلونو ته خوندي كړى دى، مګر دا مهال چې پر چا بد لګېږ نو:
د حاسدانو سپي دې غاپي تر سبا راپسې
د شعر کاروان به مې منزل ته خاماخا رسووم
(جلال امرخېل)
دې شعرونو هغه خبرې هم د باد مخ ته وركړې چې ويل كېدل( په دې حالاتو كې د ګودر شاعري….) خو كه ګودر يا بنګړي يادي شوي وي، نو دا هم د غزل د ژوند ضرورت دى بايد ياد شي، خو په اوسني حالاتو كې كه بيا هم دا شك وجود لري، چې د قام د درد شاعري نه ده شوې، نو ګوا كې د پښتو شعر سمه مطالعه نه ده شوې…….
د دې لړې پاتې ونډې، د ژوند پر وزرو…