د جېل شااوخوا د سوزنده لمر زرينې وړانګې خورې شوې وې. تېره شپه د ښار يوې سترې برخې اور اخيستى و. دود يې كرار_كرار د لمر مخه پوښله. د لمر وړانګې يې توربخونې او اسمان يې تياره كړى و. هوا توده وه. د جېل ديوالونه سوربخونه تور ښكارېدل او د فرش تورو پلنو ډبرو ځوروونكې تودخه خوروله. هره خوا شنې وړې – وړې ماشې الوتې چې كله به په توده ځمكه كېناستې او كله به بيا بېرته والوتې. د دوى ننداره ډېره ستړې كوونكې وه؛ خو بله هېڅ بوختیا نه وه. په ټول جېل كې كراره كراري وه، قيديان ډله- ډله په سيورو كې پنډ شوي وو. ځينې ويده وو، ځينې په فکرونو كې ډوب او ځينو بيا ورو – ورو او په ډېره لټۍ يو له بل سره خبرې كولې . تر جېل هاخوا ښار د لمر په سوزنده وړانګو كې د يوه ناروغ په څېر پروت و او د جېل د مدير له كور څخه سندرې اورېدل كېدې. ميشي زيمنين، په نري رنځ اخته قيدي سر وخوځاوه، خپل ډنګر سپېره مخ يې چې وړې – وړې تور داغونه يې درلودل اسمان ته ونيوه، شونډې يې ځوړندې شوې او د مخامخ كړكيو په ننداره او د پيانو د خواږه اواز په اورېدو بوخت شو. د زندان باشي (كرناشف) چې زما څنګ ته ناست و، ما ته وكتل او ورو يې وويل:
— زه ډېر سودايي سړى او تل په چرتونو كې ډوب يم. ځينې خلك مست او جدي دي. په داسې حال كې چې زه غلى، نرم او حليم سړى يم.
ومې ويل:
— مطلب دې دا دى چې ته زړه سواندى سړى يې ؟!…
_ دواړه يوه خبره ده … حليم يا زړه سواندى … دا نو پوښتنه نه غواړي.
خپل سګرت يې په ځمكه وغورزاوه او وې ويل:
— زما له پاره دا دواړه خبرې يوه معنا لري؛ خو ستا خپله خوښه … زما عقيده د وسپنې په شان پخه ده او نه بدلېږي او ستا له عقيدې سره هم چې وايې انسان ازادۍ ته اړتيا لري موافق نه يم. دا هېڅ امكان نه لري! دا خلك چې دلته وينې، يوه ورځ ټول ازاد وو … او اوس يې په دې پنډغالي كې ټول كړي دي. ځينې ان په ځنځيرونو او زولنو كې ښكېل دي. سرکوزی هم ازاد دى؛ خو د هغه ازادي څه ګټه لري؟!… په دې نړۍ كې داسې څوك شته چې سرکوزی ته درناوی ولري؟ … هغه خلكو چې خپلو كړو – وړو او احساساتو ته ازادي وركړې او له چوكاټه وتلي دي، سرکوزی ته ورته ( مشابه) شوي دي.
كرناشف خپله وسپنيزه خولۍ له سره لرې كړه، خپل سپېره ويښته يې سم كړل او خپلو اوږدو – اوږدو ګوتو ته ځير شو.
له ډېرې مودې راهيسې په دې هڅه كې وم چی د دی باشي د ژوندانه په كيسه چې، د حضرت مسيح د انځور په شان چوپ او ارام و، پوه شم. باشي تېزې، ژېړې او ژورې سترګې درلودې، هر چا او هرشي ته به يې تيز او په ځير كتل او ويل به يې چې، زه سودايي؛ خو نرم سړى يم !
داخبرې يې هومره ډیری او پرله پسې تكرار كړې وې چې چا به نه منلې. په ملګرو يې ګران نه و او ټول ځينې وېرېدل. په قيديانو هم ګران نه و او سره له دې چې له ده څخه به نه وېرېدل؛ خو د نورو باشيانو د غالمغال او اوامرو په ځاى يې، د ده لنډې او ورو خبرې منلې او داسې ښكارېده چې كرناشف تر خپلو مشرانو، قيديانو ته نژدې و؛ خو ځان يې تر نورو لوړ باله. نورو ته يي په سپكه سترګه كتل او له دوى سره يې له نژدېوالي كركه څرګندوله. دى نه پنځوس كلن؛خو غښتلى او چابك سړى و. په دهلېزونو او حويلۍ كې به چوپ او ګړندى روان و، رنګ يې سپين و او تل يې ښكلې جامې اغوستې. لنډه توره ږيره يې درلوده؛ خو پېرړې شونډې يې په هغه سپين ښكلي مخ كې هومره بدې ښكارېدې، چې تا به ويل ګوندې د بل چا دي. د كرناشف يوه روحي ځانګړتيا دا وه چې تل به بې پروا او غلى و؛ خو سره له دې مې څو ځلې په هيجاني حالت كې وليد او زما ورپام شو. يوه شپه مې د خپلې خونې د دروازې له وسپنيزو پنجرو څخه مخامخ دهليز ته كتل، كرناشف د ماشومانو د ځانګړي خونې په درشل دريدلى و، د ډیدی د ژېړبخونو وړانګو په پلوشو كې يې مخ د هغه چا په شان چې ناڅاپي په درد اخته شي او وغواړي چې چيغې وكړي؛ خو خوله پټه ونيسي، ډاروونكى او غمځپلى ښكارېده. د ده غمځپلى، هيجانى؛ خو غلى صورت هومره ډارونكى و چې يو ګام په شا ولاړم او سترګې مې پټې شوې. لږ ځنډ وروسته مې سترګې پرانستلې، هملته ولاړ و او قيدي ماشومانو ته يې په ځيره كتل. غږ مې پر وكړ:
— پاول استپانوويچ !
هيجانى شو او پوښتنه يې وكړه:
— څوك يې ؟
_ زه يم…، له شپږمې خونې….
_ته يې…. تر اوسه نه يې ويده شوى؟
_. نه! نه يم ويده شوى. ته ولې ولاړ يې ؟
_ پروردګاره! ټول ويده دي … ته ولې ؟ … ولې داسې يې، كرناشف ؟ … څه شوي؟
_هېڅ! په فكر كې ډوب وم.
تر دې لنډې خبرو وروسته، ورو روان شو او لرې ولاړ. تر دې د مخه مې څو ځلې ځينې غوښتي و چې ما د خپل ژوند په كيسه پوه كړي ! … خو هغه راته ويل چې ته زما د ژوند كيسې ته څه اړه لرې ؟
_ زه ځوان يم. بايد ستاسو له تجربو څخه كار واخلم ! … خو ده به ځواب راكړ چې : زه له دې دنيوي خبرو څخه پاك يو غلى سړى يم چې ټول سودايي ژوند مې په كراره تېر كړى دى. ده به له هرې خوا نه په مينه – مينه خبرې كولې؛ خو د خپل ژوند په برخه كې بيا چوپ و او هېڅ يې نه ويل؛ خو يوه ورځ يې په ډاګه وويل:
— داستانونه انسان نه شي روزلاى. يوازې د مسايلو درك او تفكر دى چې خلك په ډېرو شيانو پوهولاى شي. انسان كولاى شي چې له هرې پېښې څخه يو داستان جوړ كړي او هم كولاى شي چې له يوې رښتيا سره پنځه درواغه يو ځاى كړي؛ خو د مسايلو درك او انساني تفكر له درواغو سره نه جوړېږي. دا شاسی انسان د اعدادو او ارقامو تر تاثير لاندې دى او ارقام درواغ نه وايي.
كرناشف ما ته ډېر پام کاوه و او له م اسره يې هومره مينه درلوده چې له هڅې سره – سره يې نه شواى پټولاى. يوه شپه يې د وسپنيزې كړكۍ د پنجرو څخه له ما سره خبرې كولې.
_اورېدلي مې دي چې په ليكوالۍ كې دې ښايسته ډېرې پيسې ګټلي او ښه ارام ژوند لرې، سمه ده ؟
_هو!
_ شراب خورې ؟
_ نه !
_ جواري كوې ؟
_ نه! دا كار هم نه كوم .
_ عجيبه ده! زه هېڅ نه پوهېږم چې بيا ولې …؟
_ د بېوزلو پاڅون خو عقلي دليل لري، د دې مورمړو روڼ اندو پاڅون ته اریان یم! دا د ماشومانو كار ته ورته يو كار دى.
_ هو !… . ما هڅه وكړه چې دى په موضوع پوه كړم. ډېرې خبرې مې ورته وكړې، ده هم غوږ نيولى و؛ خو ناڅاپه يې وويل چې، هر څوك په خپل كار ښه پوهېږي! او ولاړ.
د يوې تودې ورځې په سهار مې هوډ وکړ چې د كرناشف د ژوندانه په اسرارو پوه شم او له يوې لنډې پوښتنې وروسته په دې كار بريالى شوم. كرناشف په ډېراحتياط خپل شا او خوا وكتل او بيا يې خبرې پيل كړې. د دغه هېواد منځنۍ طبقه چې ژورې ريښې نه لري، هېڅ په درد نه خوري او د ژوندانه وضع يې هم د نورو په پرتله ګډه وډه او نامنظمه ده. ټول سودايي دي! لكه زما پلار په بالچوك كې زاړه شيان پلورل؛ خو ما له اته كلنۍ څخه د الوتونكو ښكار پيل كړ، په لس كلنۍ كې يې د کار او زده كړې له پاره يوه پوستين ګنډونكي ته تسليم كړم. د (زده كړې ) كلمه اصلاً يوه بې مانا او بې مفهومه كلمه ده؛ ځكه له بشر څخه تر شرابو، مستۍ، نڅا او وخت ضايع كولو پرته څه زده كېداى شي؟ … له نېكه مرغه د ناروغۍ په وجه په شرابو عادت نه شوم او تر شپږ ويشت كلنۍ يعنې د واده تر ماښامه پورې مې ښځه هم ونه ليده. كه څه هم چې په اولس كلنۍ كې يو ځل له يوې ښځې سره مخامخ شوم؛ خو زه ګرم(ملامت) نه وم. زما پوستين ګنډونكي استاد يوه بې ادبه، سپين سترګې او شرابي ښځه درلوده، دا ښځه په ما پسې شوه، يوه شپه زما خونې ته راغله، زه هم ځوان وم، لږ نرم شوم او …، خو نه پوهېږم چې ولې مې له هغه شېبې څخه وروسته له دې كار څخه زړه تور شو او كركه مې ورځنې راغله.
كرناشف بلې خوا ته وكتل، لاړې يې تو كړې، خپل سګرت يې ولګاوه او په داسې حال كې چې كوړۍ- كوړۍ لوګي تر خوله ايستل، خبرو ته دوام وركړ: پلار مې په سوداګرۍ كې ما ته وخوړه، كار او كسب يې پرېښود. په غلا يې لاس پورې كړ او لنډه موده وروسته په جېل كې مړ شو. ښه شو چې مړ شو! ځكه چې هغه د شپې غل و او ما ته يې ډېره ژوبله پېښوله. يو سوړ اسويلى يې وكېښ او وې ويل: دا زما د ترخه ژوندانه كيسه ده؛ خو څه كولاى شم؟ يو وخت له يوه سړي څخه چې (سبزويف) نومېده ډېر وبېرېدم. ارواښاد كستانتين وسيلويچ سبزويف … ډېر عياش، رذيل؛ خو شتمن سړى و. ښه كور … ښه باغ … او لنډه دا چې ښه ژوند يې درلود او يو له هغو كسانو څخه و چې هر چا يې، د شتو له كبله درناوی او عزت كاوه. يوه ورځ يې پرته له كوم دليل څخه زما په وهلو لاس پورې كړ. ما ويل چې ژر به ستړى شي او وهل به بس كړي؛ خو ده دوام وركړ او زما ويښته يې تار په تار كړل. ما يې سترګو ته په ځير وكتل، ځكه اورېدلي مې و كه څوك د سپي سترګو ته په ځير وګوري، سپى له داړلو ډډه كوي؛ خو ده لا هم سوكونه، څپېړې او لغتې هلې. ډېر عصبي و او سترګې يې د وينو د جامونو په څېر تكې سرې اوښتې وې. تر يوه پښه يې ونيوم او په ځمكه یی كش کړم، زه هېڅ نه پوهېدم چې چېرې مې وړي. له ډېر ځنډ وروسته خلك راغلل او زه يې ترې خلاص كړم. خپل لاس او مخ مې پرېولل او د كور په لور وخوځېدم …، په لار كې مې ناڅاپه بيا په كستانتين سبزويف سترګې ولګېدې چې يو بل څوك يې هم څنګ ته ولاړ و. زه يې تر مټو ونيوم او له ښاره يې ويستم. دا مهال پوه شوم چې اخرت ته مې ليږي؛ ځكه مې چيغې پيل كړې او په زاريو او عذر مې خوله ستړې كړه … ، ده وويل:
— … اخر تسليم شوى؟ ! … وې خندل، درې روبله يې راكړل او وې ويل: په دې پيسو دارو درمل وكړه … او پام كوه! چې نور له ماسره ونه جنګېږې … او مبارزه ونه كړې. …
اربان شوم چې كومه مبارزه !؟ … زما مبارزه خو دا وه چې د ده وهل ټكول مې وزغمل. كرناشف بيا سوړ اسويلى وكېښ او وې ويل: ياره دا (زغم) څومره خطرناك شى دى! د (زغم) په مفهوم كې هسې يو غرور پټ دى چې هېڅ قدرت يې له منځه نه شي وړاى. درې كاله د مخه همدلته يو هلك و چې خپل پلندر يې وژلى و…، ډېر شيطان هلك و، ظاهراً ډېر مودبه و او هېچا يوه ترخه خبره هم نه شواى ځنې اورېدلى. پوښتنه مې وكړه: په ګناه يې اعتراف كړى و؟
— ولې ؟ … په كور كې يې ويلي و چې دا جنايت ده كړى؛ خو په رسمي څیړنو كې يې يوه خبره هم ونه كړه. وې واهه، بندي يې كړ؛ خو هېڅ ګټه يې ونه كړه … پټه خوله به ناست و. نه يې ګېلې كولې او نه زاري! د وېرې هېڅ نښه نښانه يې په څېره كې نه ښكارېده او سر به يې هسك نيولى و. د ده دا وضع هوموه ځورونكې وه چې ما غوندې نرم سړي ونه زغمله او ښه په خوند مې وواهه؛ خو ده په ډېره بې پروايي او ان په موسكا زما سترګو ته كتل، لكه هېڅ خبره چې نه وي پېښه شوې. هلك به مو وواهه؛ خو په دې ښه پوهېدو چې دا كار هېڅ ګټه نه لري. د محاكمې تر ورځې پورې يې مقاومت وكړ او هيچا ته يې سر ټيټ نه كړ… بيا ناڅاپه مړ شو ! … څه مو كړي واى؟ هغه هم د مبارزې طرفدار و ! … كرناشف وخندل، ژړې – ژړې سترګې يې د مخ په ګونځو كې ننوتې او د لومړي ځل له پاره مې د ده موسكا وليده… .
تر پوستين ګنډونكي وروسته له يوه ساعت جوړوونكي سره شاګرد شوم. دا سم سړى نه و او (لاديساوسخانوفسكي ) نومېده. درې كاله مې له ده سره تېر كړل.
په درېيم كاله پوه شوم چې داسړى د سرو زرو جعلي سكې جوړوي؛ خو ما له ځانه سره پرېكړه وكړه چې په ما پورې څه اړه لري؟ په ما كار مه لره ته هر څه چې غواړې هغه كوه؛ خو ساعت جوړونكي زه هم ورګډ كړم او ما هم موضوع پوليسو ته ورسوله. دى ونيول شو او كور يې تلاشي شو. د پوليسو په دفتر كې هغه د پنځو روبلو يوه سكه له جيبه راوېسته او وې ويل :
— زما سکې ستاسو له سکو نه څه توپير لري؟ … دا هم ستاسو د پيسو په شان ځلېږي، شرنګېږي او په بازار كې چلېږي!
ساعت جوړونكى ښه خوشاله او مست سړى و، زما سره يې هم ښه وضع كوله؛ خو ارمان چې په جزا محكوم شو. د محكمې له مجلس نه مخكې د څارنوالۍ رييس وغوښتم او وې ويل: په دې دوسیه هكې ته نه يې، ډاډه اوسه!
لنډه موده وروسته عسكرۍ ته ولاړم او يو كال مې په پياده كنډك كې تېر كړ، دوه كاله مې هم د يوه روغتون د سركاتب په توګه دنده ترسره كړه. كرناشف ناڅاپه پاڅېد، سګرت يې ولګاوه او ورو يې وويل: له مرګه وېرېږئ؟
_نه ! ما هم مخكې تر دې چې روغتون ته ولاړ شم، د مرګ په باره كې څه فكر نه وكړى. نه مې مرګ په ياد و او نه خداى… كليسا ته تلم؛ خو خداى به رانه هېر و. بې له وېرې مې ژوند كاوه. په دې پوهېدم چې خداى شته؛ خو نه وېرېدم. وېره مې اصلاً نه پېژندله. په روغتون كې هر ناروغ له مرګ سره لاس او ګريوان و. نن به يې يو څوك مېلمه كړ او سبا بل… كله ناكله به څلور پنځه ان لس، يوولس … وموسيد او وې ويل: په روغتون كې يو كمپوډر و چې (ليچكوف) نومېده او ښځه يې مړه شوې وه . ليچكوف ډېر تیز يهودي ډوله سړى و. ښځې يې يوه ډېره ښكلې خور درلوده چې كله ناكله به دليچكوف ليدنې ته راتله.
خپلو اوږد موزو ته يې وكتل او غلى شو. ما وويل: هرو مرو مين شوى يې ؟ … كاږه- كاږه يې راته وكتل او په قهر يې وويل: مينتوب لېونتوب دى … دا خو مينه نه ده چې په تنګ شي بيا مين وي ! زه ساده خو هوښيار سړى يم، كه ښاغلى نه يم، ماشوم هم نه يم. هېڅكله نه يم مين شوى، اوس پوه شوې ګرانه؟….
يو نفر به مې ليد چې نن شته سبا نشته، نن به يې يو تن عسكري ته بيوه او سبا بل … تورمونه به يې وهل، اه ! … له دی ږغ څخه می دومره بد راتلل چې ما به ويل په يوه لوى لرګي مې په څټ- څټ وهي، مرګ را په ياد شو. په دې فكر كې ډوب شوم چې اخر به څه راباندې كېږي. په شپو- شپو به نه ويده كېدم. راياد به شول چې ټول مري او زه به هم د نورو په شان مرم. ډېر به وبېرېدم، تل به په همدې چورتونو كې ډوب وم، د يوه عسكر د مړينې ږغ به مې چې واورېد په بيړه به مې ځان ورورساوه.
ليچكوف به خندل او ويل به يې :
— غواړې چې مړينه زده كړې!؟ …. زده كړه! … زده كړه! يوه ورځ به ته هم تر دی ازموينې تېرېږې….
ليكچوف له ناروغانو او مړيو سره بلد شوى و؛ ځكه چې په زرګونو يې هغې بلې نړۍ ته استولي وو؛ خو دا خبرې ما ته بيخي نوې وې او زه يې ځورولم. كرناشف بيا سوړ اسويلى وكېښ، په ښي لاس يې خاورو ته اشاره وكړه او وې ويل: زه دلته له هغې جلۍ، يعنې د ليچكوف د ښځې له خور سره اشنا شوم. يوه ورځ دواړو خبرې كولې، د خبرو په جريان كې ما ورته وويل: راځه له ما سره ژوند وكړه، زما د عسكري د خدمت په پاى كې به دواړه واده وكړو!
په لومړي سر كې يې څه نه او نو وكړل؛ خو په پاى كې يې ومنله. د ګډ ژوند په لومړيو وختو كې، يانې په داسې شرايطو كې چې هر څه د دواړو له پاره نوي وو، دواړه ډېر خوښ وو او ژوند ښه تېرېده … او ټول هغه ناوړه او ځورونكي افكار چې د مرګ له وېرې څخه ما ته پيدا شوي و، له ما نه هېر شول.
_ ښكلې جلۍ وه؟
_ بده نه وه، سپينه خو ډنګره وه. ښكلى لاس! پښې! تيونه! او لنډه دا چې ښه ښكلى اندام يې درلود. ښكلې ښځې ټولې يو بل ته ورته دي! صرف يوه لږ ځوانه وي او بله لږ زړه !….
كـومـه ورځ بـه چـې ليـچكوف دفتر کی و، اطاق ته به ورغلم او له هغې سـره بـه مې شوخي كوله … كله كله بـه چې زه هـلـتـه وم، تونيا به ويده شوه. ما به ورته كتل او له ځانه سره به مې ويل: دابه هم مړه شي!كه لـه دې خوبه ويښه نه شي او مړه شي !!؟ … له ځايه به پاڅېدم اود هغې په زړه به مې لاس كېښود او ترې پوښتنه به مې وكړه:
— تونيا! ته له مرګه وېرېږې؟
تونيا له دې خبرې ځورېده او ويل به يې :
— اه! … ته …. بيا هم.
زه به شله شوم: نه! … تونيا غوږ ونيسه! … ته اوس روغه يې؛ خو ښايي چې سبا ته ناروغه شې او هغې بلې دنيا ته لاړه شې….
د تونيا اعصاب به خراب شول، ما به هڅه كوله چې دا نوره هم وځوروم … د ښځې عقل مې اصلاً نه خوښېږي … د مرغانو د عقل په شان دى. تونيا به مې هومره وځوروله چې په ژړا به شوه او ګېلې به يې پيل كړې :
— ته څنګه سړى يې !!؟ … د قبر كېندونكو په شان يې، يوازې مړي پېژنې او بس.
كله ناكله به تردې هم ډېره وځورېده او و به يې ويل:
— ما پرېږده چې ولاړه شم … .
خو په دې نيمه شپه كې چېرې تللى شوه!؟ … .
ترعسكري وروسته د پوليسو د پاسپورت په څانګه شامل شوم، … دا كار ليچكوف راته پيدا كړى و. ليچكوف د پوليسو په امر ډېر ګران و. له وعدې سره سم مې له تونيا سره واده وكړ. ليچكوف د خپلې ښځې خور ته د درې سوو روبلو جهېز برابر كړ. يو كوچنى كور مو په كرايه ونيو، تر واده وروسته مو ښه ژوند درلود او پریکړه مو وکړه چې تر يوه وخته اولاد و نه لرو. تونيا د يوې هوښيارې ښځې په توګه د كور په چارو بوخته وه؛ خو ډیره به په چورت كې ډوبه وه او كار ته يې زړه نه كېده، يوه ورځ مې ډېره خپه وليده، ورته ومې ويل:
— څه شوي تانيا؟ … څه چورت وهې؟
هغې ځواب راكړ :
— هېڅ !!
زه به د هغې په دې خبره ډېر ځورېدم. تر لاس به مې ونيوه او ورته وبه مې ويل: ګرانې، له ما نه وېرېږې!!؟…، خو دا به پټه خوله ناسته وه او رډ- رډ به يې راته كتل.
كرناشف بيا شا او خوا وكتل او په غوسه يې وويل: زه به شله شوم، تونيا! ته مې ښځه يې او د قانون له مخې حق نه لرې چې خبرې له ما څخه پټې كړې! دې به ځواب راكړ: نه پوهېږم ولې مې زړه تنګ دى!!؟… زه اولاد غواړم. ما به ورته وويل: مېړه دې مخامخ درته ناست دى … ته حق نه لرې چې له ما پرته له بل شي سره مينه وكړې !… لږ صبر وكړه اولاد به هم پيدا كړې !….
زما په عقيده اولاد پنځلس كلن لګښت دى؛ ځكه تر پنځلسو كلو پورې له اولاد څخه هېڅ ګټه نه اخيستل كېږي. سره له دې به مې بيا هم تونيا ته ويل:
— څه سوچ كوې؟ … ګرانې له ما څخه يې مه پټوه! په رښتيا اولاد غواړې ؟
دابه غلې شوه او بلې خوا ته به يې وكتل. ما به ډېره شوخي ورسره كوله، د دې د وېرې له احساس څخه به خوشاله كېدم.
نور نو د پخوا په شان له مرګ څخه نه وېرېدم: مرګ د ټولو د پاره دى … څوك ځينې خلاص شوي چې زه به ځينې خلاص شم!؟ …، خو هڅه مې كوله چې دا ډارونكې خبرې د تانيا مغزو ته ننباسم. څو اونئ وروسته، زما ښځه بلاربه شوه. له ځانه سره مې ويل: چاره نشته! څوك چې ګل غواړي بايد اغزي يې هم وغواړي !
دا مهال ما هڅه كوله چې تانيا تر خوږ ګوته ونيسم او ښه پوره يې وبېروم: پام كوه ښځې! پام كوه چې ښايي بچى دې په خېټه كې مړ شي !… ته به ژوندۍ ګرځې؛ خو په خېټه كې به دې يو مړى پروت وي! … . دا خبرې مې هره ورځ ورته په بيا- بيا ويلې. په شپږمه مياشت كې تونيا ناروغه شوه او اولاد يې نقصان كړ… ما ډېره علاقه درلوده چې خپله ښځه ووهم، اعتراف كوم چې دا ګناه مې كړې ده. كله كله به مې وهله او ژوبلوله، دا به په څيرو – څيرو جامو په ځمكه يا كټ پریوته او ما به يې د جامو له شلېدلو برخو څخه تاوده او ژوندي وجود ته كتل. كرناشف په ورو او نرمه خپلو خبرو ته دوام وركړ: لوڅې او ښكلې پښې به يې ډېرې سپينې ښكارېدې، زما په عقيده په ټوله دنيا كې د ښځې تر وهلو خوندور كار نشته. تر وهلو بيا د هغو شېبو خوند ښه دى چې په كراره ورته ګورې او زړه پری سوزې … اه !… چې څومره خوند لري ! … بېوزله! تر وهلو وروسته به اوږده پرېوته او ما ته به يې په خواشينو سترګو كتل؛ خو ما به هغه ځور، كنځاوې او بدې ورځې په ياد كړې چې نورو به پر ما تحميل كړې وې، زړه به مې وسوزېد… په خداى قسم چې څو ځلې مې د دې په حال وژړل! منې يې!!؟ …. د يوه ماشوم په شان به مې وژړل. هو! په پښو به ورټيټ شوم! څو ځلې به مې ښكل كړې او زاري به مې ورته وكړې! څو ځلې مې بښنه ترې وغوښته: ما وبښه ګرانې!… زه نورو خلكو ډېر ځورولى يم! ما ډېر وهل خوړلي…. عقل به يې زما خبرې ومنلې؛ خو زړه يې نه بښلم. زه يې د سترګو په خواشينۍ پوهېدم چې زړه يې له ما بد دى او ما نه بښې!… .
پـه چـورت كـې به ډوبه شوه او سترګې به يې په يوه ټكي كې خښې كـړې، خـپـلې شونډې به يې وچيچلې او احساسات به يې پټول. مـا فـكـر كـاوه چـې دا له دې ژونده خوښه؛ خو مـغـروره ده. مـا فـكـر كاوه چې دې ته تر وهلو وروسته د غرور احساس پيدا كېږي، كټ مټ د هغه زندانى هلك په شان !! … ما به چې وهله دى به رډ – رډ زما سترګو ته كتل. په زړه كې به مې وويل: نه ، نه ! …. ته ما نه شي وېرولى ! …. زه په دې خبرو ښه پوهېږم!
كرناشف يوه ترخه موسكا وكړه او وې ويل:
— زموږ ناخوالې ورځ په ورځ ډېرېدې، دا پرېل د مياشتې په يوه خواږه سهار كې له لمرختو سره جوخت له خوبه ويښ شوم. هوا ډېره معطره وه … شا او خوا مې وكتل. ښځه نه وه !! … د يوې بدې پېښې په فكر كې ډوب شوم!!؟ … انګړ ته مې منډې كړې!! هلته د لاندی خونی يوه كوچنۍ كړكۍ راوتلې ده … تونيا له دې كړكۍ څخه ځان كښته ځړولى و !!! …د ښي پښې ګوتې يې ښورېدې !! هك پك پاته شوم! نه مې چيغې وهلاى شوې او نه مې كومه چاره كولى شوه !!! بس ولاړ وم او د هغې د مرګ ننداره مې كوله!!!
كرناشف غلى شو. ما وويل: بيا څه وشول!!؟
— څه به كېدل!!؟ … همغه څه چې وشول!!؟ زه په خپله ګناه اعتراف كوم. زما په زړه كې د كسات او قهر زورورې څپې ولاړې شوې، ما ويل چې خپل سپېره مخ او وچه ككرۍ په سوكونو ښه وځپم؛ خو د ده مخ د غم ، غوسې او نهيلۍ له امله هومره وېرونكى شو چې د يوه خوړونكي سپي په شان يې هرې خوا ته كتل او غاښونه يې چيچل !!!
قيدي وروره زما د ژوند خوږې شېبې همدا وې!!! زه شل مياشتې او نهه ورځې ژوندى وم … !!! د تونيا له مړينې وروسته زه هم مړ شوم!!؟ هسې دېخوا اخوا ګرځېدم او يوه ګوله مړۍ مې پيدا كوله!! له هر شي او هر چا څخه مې ځان لرې كړ او يوازې شوم!!!
كرناشف پاڅېد او ولاړ!!! نيمه شپه وه چې تر ګزمې وروسته بيا راغى، له وسپنيزو پنجرو څخه يې راوكتل او پوښتنه يې وكړه:
— نه يې ويده شوى!!؟
– نه!…!!؟
– ولى!!؟
– چورت وهـم او فـكـر كـوم!!! پـه ځـمكه اوږد وغزېد. دى نه ليدل كېده؛ خـو ږغ يـې اورېدل كېده: تـه وايې چې درس ووايه او څه زده كړه !!؟ … له بشر څخه څه زده كيدلاى شي!!؟ زه ستا ګروهه نه منم، ستا انګېرنې د منلو وړ نه دي!!؟
ږغ يې كرار_كرار تت شو! د نورو خبرو تمه می درلوده!!؟ …غوږونه مې د تومانچې د ډز اورېدو ته تياركړي وو!!؟ پـه تـوره شـپـه كـې غـلې شېبې ورو- ورو تېرېدې!!! د ارسطو دا خبره ياد ته راغله: هغه كسان چې له ټولنې ليـرې ژونـد كـوي، د دولت هېڅ جز نه شي بشپړولاى، دا ډول كسان يا خالقين دي يا وحشي ځناور!
د مخامخ كوچنۍ كړكۍ له خيرنې هېندارې څخه راڼه او ځلېدونكي ستوري، د مصنوعي ملغلرو په شان لږ تياره ښكارېدل، پاڅېدم او د كميس په لستوڼي مې د هېندارې په پاكولو پيل وكړ!!!
پای