تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲مه) سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته د ورغلو افغان کډوالو د دوسیو بیا ارزونه پیل شوې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوِت د یوه افغان له خوا د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو له پېښې وروسته اعلان وکړ چې د هغو افغان وګړو د دوسیو د بشپړې ارزونې پروسه پیل شوې، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته متحدوایالتونو ته رسېدلي دي.
هغې وویل، هر هغه څوک چې په دې ارزونه کې امنیتي ګواښ وپېژندل شي، له امریکا څخه به ایستل کېږي.
لیوِت زیاته کړه چې له هغو هېوادونو څخه د پناهغوښتونکو د راوستلو بهیر، چې د امریکا له لوري «لوړ خطر» ګڼل شوي، درول شوی دی، او د کډوالو د منلو معیارونه هم له سره ارزول کېږي.
هغې اعتراف وکړ چې زرګونه افغانان په ۲۰۲۱ کال کې له بشپړې ارزونې پرته امریکا ته داخل شوي، او دا وضعیت د امریکا په سیسټم کې د څو کلونو ګډوډۍ پایله ده.
“د بایدن تاریخي ناکامي لا هم امریکا ځوروي”
د سپینې ماڼۍ ویاندې په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د جو بایدن «تاریخي ناکامي» لا هم د امریکا او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره ستونزې جوړوي.
هغې وویل:
«دې ناکامۍ په کابل کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل، او اوس د ملي ګارد ځواکونه دلته د امریکا په خاوره کې د همدې ډول دښمن له خوا په نښه کېږي. موږ د جو بایدن د مشرتابه له مهلکو پایلو سره ژوند کوو.»
ډونالډ ټرمپ، چې په امریکا کې له کډوالو، په تېره بیا د درېیمې نړۍ له غیرسپین پوستو کډوالو سره مخالف دی، هڅه کوي چې له هرې وړې ستونزې د کډوالو او هممهاله د بایډن د حکومت پر ضد کار واخلي.
“د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «سلو زره افغانان بې له ارزونې امریکا ته پرېښودل شوي دي.”
لیوِت ټینګار وکړ چې نژدې سل زره کسان «د متحدانو د هرکلي عملیاتو» په نوم امریکا ته راوستل شوي وو، خو د بایدن حکومت الوتکو تر سپرېدو مخکې د هغوی لازمه ارزونه ونه کړه.
ټرمپ د ټولو دوسیو د بیا کتنې غوښتنه کړې
د واشنګټن له پېښې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټولو افغان پناهغوښتونکو د مهاجرتي دوسیو د بیا څېړنې غوښتنه کړې ده.