دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتو رله افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د تحقیقاتو...

امریکايي سناتو رله افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۸ مه) د امریکا د جمهوریپال ګوند یوه سناتور له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د تحقیفاتو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د متحدو ایالتونو په سنا جرګه کې د میسوري استازي جاش هاولې وویل:«باید په دې برخه کې حقیقي محاسبه وي.»

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، هاولې پرون (چهارشنبه) د سناجرګې په غونډه کې یوه لایحه وړاندې کړه چې پر اساس یې د جرګې ۲۰ غړي د استخباراتي معلوماتو د ارزولو، له امریکايي چارواکو سره د مرکو او عامو خلکو ته د حقایقو د څرګندولو دنده ولري.

ده زیاته کړه:«تراوسه پورې سپینه ماڼۍ نه غواړي چې هیڅ پوښتنې ته ځواب ووايي. دوی به خلکو په جار څه ونه وايي او نه به ورسره مشوره وکړي.»

د امریکا پخواني جمهوریپال ولسمشر دونالډ ترمپ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې باید امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ په مې کې وتلي وای خو ولسمشر بایډن د ټرمپ له پرېکړې سره سم یو څه په ځنډ ځواکونه وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب