پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهپښتونواله | نورالله زهير

پښتونواله | نورالله زهير

«پښتونواله» د ښاغلي ډاکټر محمد صادق ژړک د p.h.d مقاله يا د دوکتورا ډېزرټېشن دی. «پښتونواله» تاريخي، جغرافيايي، کلتوري، ادبي او عصري څېړنه ده. دا کتاب «پښتو نړيوالي مرکې» د خپرونو په ۱۴ م لړ کي په ۲۰۱۷م کال په ۴۵۲مخونو کي ۱۰۰۰ ټوکه  په ښکلي او ښايسته صحافت چاپ کړی دی.

د دې ضخيم اثر تړون ژړک صاحب د خپلي مور، خپل پلار او خپل ځوانيمرګ ورور په نومونو کړی دی.

ځوانيمرګ شهيد عبدالقديم پتيال، ځوانيمرګ ډاکټر اشفاق وطنيار او ارواښاد ملک امان الله کاسي ته ډالۍ شوی دی.

دا کتاب شپږ بابونه لري، خو د کتاب اصله سکالو/ موضوع پر پنځو بابونو اوډل شوې، چي هر باب بيا دننه پر بېلابيلو سرليکونو وېشل شوی دی. شپږم باب کي محاکمه او کتابيات راغلي دي.

په لومړي باب کي  د پښتو، پښتون او پښتونوالي په اړه  د بېلابيلو مشهورو داخلي او خارجي  ليکوالو او پوهانو  نظرونه د موثقو سرچينو په حواله راغلي دي. د پښتنو خاوره، جغرافيه او  شاليد بيانوي.

دويم باب کي د پښتنو د ژوند، دود او دستور په اړه ډېر څه شته. په مطالعه کولو ئې پښتونواله ښه ترا پېژنو او نړۍ ته د پښتنو ښه انځور ورکولای شو. دا اثر زموږ د پښتني ژوند  رڼه هينداره ده، چي سيمه او نړۍ موږ پکي ليدلای شي. پښتونواله د پښتنو اخلاقي او حقوقي اصول دي. دلته همدا اصول تشريح شوي دي. د پښتنو پر نرخونو او رواجونو  لکه (جرګه، پت، ننګ، ننواتي، تور، بدل، پېغور او نور…) پر هر يوه مفصل بحث شوی دی. همدا ډول  پر پښتونواله او اقتصاد، پښتونواله او اسلام، پښتونواله او مغلواله او پر پښتونواله او جمهوريت خبري شوي دي.

درېيم باب کي پښتونواله په لومړنيو، منځنيو پېړيو او په معاصر دور کي روښانه شوې ده. همدارنګه د پښتونوالي او نوي عصر پر تقاضاوو  او همداسي د پښتونوالي او عدم تشدد پر اړيکو ئې بيان کړی دی.

څلورم باب کي ئې پر پښتونواله د ګلوبلايزېشن/ نړيوالتوب اغېزې او هغه نکات څېړل شوي چي له نړيوالتوبه پښتو  ژبي او پښتني کلتور ته ورپېښ شوي دي.

په پنځم باب کي ئې په پښتو ادب او شاعرۍ (ملي او عروضي نظمونو) کي پښتونواله څېړلې او د بيلابيلو شاعرانو په شاعرۍ کي ئې بېلګي وړاندي کړي دي. د ولسي ادب په کاکړيو غاړو او لنډيو کي ئې د پښتونوالي د ننګ، پت، جرګې، مېلمه پالني او نورو ستنو په اړه مثالونه راوړي دي. په پښتو شاعرۍ کي ئې د پښتونوالي پر ارزښت ښه مفصلي خبري کړي او ورسره ئې د لويو شاعرانو په شاعرۍ کي په بېلګو کي وړاندي کړې ده.

«پښتونواله» لوستونکو ته پښتونواله ورپېژني. د پښتني ژوند، تاريخ، جغرافيې، ادب او کلتور  راڼه او ريښتني انځورونه دي، چي ښاغلي ژړک په کتابي البم کي ځای کړي دي. له دې کتابه  د پښتني ژوند او ژواک اړوند ډېر څه زده کيږي او ډېر څه تر لاسه کولای شو.

د ښاغلي ژړک د لا بريا په هيله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب