سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+پښتو متون ســمېدل غواړي (۱۱برخه) استاد معصوم هوتک

پښتو متون ســمېدل غواړي (۱۱برخه) استاد معصوم هوتک

دننه، درونه:

خوشحال خان وایي:

خپل ژوندون د دوی د مخ دپاره غواړم

له دننه مې خـــــــــــــــــــــــــبر دي ښایسته

(۳۰۰مخ)

مرتب لیکي چي په ټولو قلمي نسخو کي د ” له دننه” پر ځای “له درونه” کښل سوی دئ.

+++++

ډک، پُر (پور):

نورو حریــــــفانو واړو ډکې پیالې نوش کړې

ښه چې د خوشحال پیاله ئې ډکه په بَکس کړه

(۲۶۸مخ)

په قلمي نسخو (دریمه، څلورمه) کي د دوهمي مسرۍ (ډکه) د (پور) په شکل ثبت ده.

یا:

لکه ډک په ښو گلونو په هــر کال و

د دې باغ هغه گلونه سږکال نشته

(۲۸۴مخ)

دې بیت ته هم په حاشیه کي زیاته سوې ده چي په قلمي نسخو کي (پور) د (ډک) پر ځای راغلی دئ.

++++++

ډول ډول، لون لون:

د خوشحال خان د دېوان چاپوونکو د (لون لون = رنگارنگ) کلمه په (ډول ډول) اړولې ده.

چې په ښاخ ئې ډول ډول میوې زانگي

لا به کله د وصــــــــــــــــال د ونې بر خورم

(۱۴۰مخ)

په حاشیه کې ورته کښلي دي “په قلمي نسخو کې د (ډول ډول) په ځای (لون لون) دی”.

عبدالقادرخان ویلي دي:

په بیاض کې مې د شعر لون لون

شگفته دي تر دابه هزارهزار گل

( ۴۲۶مخ)

په حاشیه کي ئې ورته کښلي دي چي په (ک) نسخه کي د “لون لون” پر ځای “ډول ډول” ثبت دي.

+++++++

زړه ازاره، دل آزاره:

خوشحال خان وایي:

په زړه سنگه، شوخه شنگه

جــــــــــــــــفاخویه، زړه ازاره

(۲۱۱مخ)

په حاشیه کې ورته کښلي دي چي په لومړۍ، دوهمه، دریمه او څلورمه خطي نسخه کي “… دل ازاره” ده. (زړه ازاره) ترکیب د چاپي دېوان د ترتیبوونکو لاسوهنه ده.

++++++++

زړه سنگو، سنگدل:

خوشحال خان ویلي دي:

چې ئې مینه د زړه سنگو روزي نه شوه

په قـــــــــــیامت به د هغو تله وي سپکه

(۲۲۹مخ)

دا کلمه هم ما ته د (سنگدل) ترجمه ايسي او د خان خپل ایجاد ئې نه بولم. خوشحال خان د (سنگ دل) کلمه په خپله اصلي بڼه بل ځای راوړې ده.

بل ځای:

ستا د زړه سختي مې ســــــــــــــــــــر تر پایه ولیدله

سنگ به سینه ووړ کړي ستا له هسي سنگه دله

(۲۳۵مخ)

ځای ځای ئې د “دل سنگ” په شکل هم کار کړی دئ:

په محشر به مینه وړمه د دل سنگو

که په دا درنیږي تَله د اعـــــــــــــمال

(ارمغان ۱۰مخ)

سنگدل صفت د هغه وخت په ادب کي مروجه اصطلاح وه. رحمان بابا ویلي دي:

ډېر عـــــزیز دي موم دلان تر سنگدلانو

ته یو څاڅکی شه د اوښو گوهر مه شه

(۱۵۹مخ)

عبدالقادرخان وایي:

په خوارۍ مونده شي کام له سنگدلانو

په محنت سره ســــــــره زر خیږي له گاړه

( ۱۹۴مخ)

کامگار خټک وایي:

ولې سنگدلې کړې مانوې مې زړه دلبره

زړه زما هــــــرگوره ډیر نازک دی تر زجاج

(۳۰مخ)

+++++

ږمنځ، شانه:

عبدالقادرخان وایي:

عمر مې په کم شي که یـــــو تار د زلفو کم شي

فهم کړه اې ډمې! ږمنځ پرې ورو ورو چلوه

(۲۴۲مخ)

په حاشیه کې لیکلي دي چي په الف نسخه کي د “ږمنځ” پر ځای “شانه” راغلې ده. ما ته د الف ثبت د قادرخان خپل اصل ثبت ښکاري.

++++++

سینه، ټټر:

خوشحال خان وایي:

وچ ککړ ټټر داغ داغ په منځ کې هیڅ نه

چې نارې د جـــــــــــــداییه وهي نای دی

(۳۱۲مخ)

په ټولو قلمي نسخو کي د “ټټر” پر ځای”سینه” ثبت ده.

+++++++

شهر، ښهر (ښار):

خوشحال ویلي دي:

بندیوان ئې اورنگ زېب لره روان کړم

ننداره مې په هــــــر ښهر، په هر سرای ده

(۲۷۵مخ)

++++++++++

صاحب، څښتن:

خوشحال وایي:

لکه سپی د خپل څښتن جـــــــــــور و جفا وړي

خوار عاشق تر معشوقې پورې بې ننگ دی

(۳۱۱مخ)

په لومړۍ خطي نسخه کي د (څښتن) پر ځای (صاحب) ثبت دئ.

یا:

که مې یاد، که مې نایاد کاندي مخدوم دی

د چاکـــــــــــــــــر مې له څښتنه حجت کوم دی

(۳۳۷مخ)

د دې مخ په دوهمه حاشیه کي لیکل سوي دي چي په ټولو قلمي نسخو کي د (څښتن) پر ځای (صاحب) ثبت دئ.

+++++++++

کر او کوره:

کوڼ او کوره :

د دنیا د سود دپاره کوڼ او کوره

څه خــــو شرم مروت وته وگوره

(۲۸۳مخ)

د کلیات ترتیبوونکي ورته کښلي دي چي دا کلمات په “لومړۍ، دریمه، څلورمه” خطي نسخه کي “کر و کوره” دي.

+++++++++

لیدن ، دیدن:

خوشحال وایي:

عاشــــــــــــقانو دي ارزو وکړه لیدن ته

چې د کښلي مخ صفت دې شنفته شو

(۱۸۰مخ)

د دغه مخ نهمه حاشیه وایي چي په ټولو قلمي نسخو کي د (لیدن) پر ځای (دیدن) راغلی دئ.

یا:

زه ئې قتل په لیدل یم

دارانه ده پــــــرواداره

(۲۱۱مخ)

دلته ئې هم په حاشیه کي کښلي دي چي په ټولو قلمي نسخو کي د (لیدل) پر ځای (دیدن) لیکل سوی دئ.

یا:

تر لیدلو نه ئې نه لیدل بــــــــهتر دي

چې و مخ ته ئې نظر کیږي په کرکه

(۲۲۹مخ)

د دغه مخ په دریمه حاشیه کي لومړۍ مسرۍ په خطي نسخو کي داسي ښوول سوې ده: “تر دیدنه نه ئې نه دیدن بهتر دی”.

قادرخان خټک ویلي دي:

یو دیدن د ښکلیو کـــــــــــــــــړم ښه آواز آورم

خدای مې وبخښه اقرار په خپل تقصیر یم

(۱۱۷مخ)

د دغه بیت “دیدن”په (ک) کي په “لیدل” اوښتی دئ.

د دیدن کلمه په کلاسیک ادب کي په پراخه توگه کار سوې ده. کامگار خټک وایي:

چې ئې منع کــــړ کامگار ستا له دیدنه

په تیره توره دې سر شي د دربان غوڅ

(۳۲مخ)

1 COMMENT

  1. ګرانو تاندوالو, سلامونه
    که د پښتو متون لیکني ته یو یادښت ولیکئ چي دا لړۍ تاسي له خپل ارشیف څخه را اخلئ او خپروئ یې, خوښ به سم.
    م. هوتک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب