سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان امریکا سره د ترهګرۍ ضدو مسایلو په اړه د ګډې غونډې...

پاکستان امریکا سره د ترهګرۍ ضدو مسایلو په اړه د ګډې غونډې کوربه دی

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  پاکستان نن په  خپله پلازمېنه کې له امریکا سره د ترهګرۍ ضدو مسایلو په اړه په اسلام اباد کې د دوه ورځينۍ غونډې کوربه دی.

د امریکا له لوري په دې غونډه کې د برخه اخیستونکي پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد څانګې د مشر کرېسټوفر لنډبرګ کوي.

له دې غونډې مخکې، د پاکستان مختلفو ترهګرۍ ضدو ادارو په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتیدو ادعاوې کړي او په دې برخه کې یې د بریدونو او تلفاتو د لوړو ارقامو ادعاوې کړي دي.

د پاکستان دغو ارقامو ته ځینې شنونکي د شک په سترګه ګوري او باور لري، چې پاکستان د خپل سقوط سره مخامخ اقتصاد د خوندیتوب لپاره په دې اړه ډرامه بازۍ کوي څو له امریکا او نورو هېوادونو څخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم پیسې ترلاسه کړي.

1 COMMENT

  1. کله چې همدا پاکستاني نظامی او استخباراتی چارواکي کابل ته راغلل او امریکا هم څو ځلی ورته وویل چې پاکستان کولي شی چې په افغانستان کې عملیات وکړی یعنی امریکا غواړی چې پآکستان له طالبانو سره لاس او ګریوان کړی پداسی حال کې چې ګلاب منګل ویلی چې د داعش مشر منګل باغ لومړی پاکستان کې پیدا شو او بیایی فعالیتونو په افغانستان کی شروع کړل اوس امریکا غواړی چې پدی جنګې ډلو باندی د طالبانو، ایران او چین او روسیی په وړاندی د افزارو په شکل کار واخلی، او روسیه، ایران او چین هم همدی قضیه کې د افغانستان له لوری شامل کړی او هغه دریمه نړیواله جګړه چې شاید د اکراین له لوری په اروپا، برتانیی او امریکا بد اغیز وکړی غواړی ددې جګړې مسیر د آسیا له لوری شروع او هند هم شامل کړی، چې کیدای شی په داسی حال کې جاپان، تایوان، دواړه کوریاګانې او مرکزی آسیا هیوادونه هم شامل شي.
    مګر طالبان باید له فکر کار واخلي او پاکستان پوه کړی چې بیا د ۲۰۰۱ کال قضیه تکرار نکړی کچیری پاکستان بیا داسی ګام پورته کوی نو طالبان ورته پوره چمتوالی ونیسی ترڅو اوسنی امنیتی فضا په جنګې حالت بدل نشی
    فرض محال که پاکستان دا ډول ګام پورته کړی باید قوی څپیړه ورکړی ترڅو ددی کړوسیان (لمسیان) یی هم په یاد وساتی او احمد شاه بابا تاریخ ورته را ژوندی کړی ځکه زموږ ولس د دوی له لاسه پدی ۴۵ کلنه جګړه سوځي. او زموږ د وینو پر سر لا امریکا، روسیی، چین او نورو اروپایی هیوادونو ډالر اخلی مګر پښتانه افغانان باید هوښیار شو ځکه تنها موږ له پاکستان سرحد کې واقع یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب