پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي

د ننګرهار د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)   د ننګرهار کانال لپاره د طالبانو د ادارې رئیس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، چې په دې ولايت کې د کانال اړوند ښارګوټی چې شل کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره ايښودل شوې او شل سلنه کارونه يې هم تر سره شوي پلان لري چې ډېر ژر يې پاتې کارونه پيل کړي.

دا ښارګوټی چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند حلقوي سړک ترڅنګ دی د ۵۲ بلاکونو لومړنۍ چارې يې تر سره شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا ښارګوټی چې ۱۷۱ جریبه ساحه کې جوړيږي په کې استوګنيز کورونه، مارکيټونه، د تفريح ځايونه، جومات او نور ملحقات په نظر کې نيول شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د ننګرهار د کانال سلګونه جریبه غصب شوې ځمکې بیرته راګرځول شوي او د ځینو رغنیزو پروژو چارې یې پيل شوي، چې خلک پرې خوشاله دي او ننګرهار کانال ته د طالبانو د ادارې په پاملرنې خوشاله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب