Homeخبرونهکور ته پسې تللي وو؛ عمران خان د پولیسو لاس ته ورنغی

کور ته پسې تللي وو؛ عمران خان د پولیسو لاس ته ورنغی

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  د پاکستان پولیس پرون په لاهور ښار کې د دغه  هېواد د مخکیني صدراعظم عمران خان د نیولو لپاره د نوموړي کور ته ورغلل، خو په لاس ورنغی.

د پولیسو چارواکو ویلي وو، چې عمران خان یې په کور کې نه دی موندلی.

عمران خان څو ځله د ځینو تورونو د سپينولو لپاره د پاکستان محکمو ورغوښتی و، خو هغه نه و حاضر شوی.

د عمران خان پلویانو د هغه د نیول کیدو د پریکړې خلاف لاریون کړی، خو نه یې دي ویلي چې هغه چېرته و او ولې نه دی حاضر شوی، چې پولیسو سره محکمې ته د ځواب ویلو لپاره لاړشي.

عمران خان کور ته یې د پولیسو له ورتلو یوه ورځ مخکې په یوه ویډیويي پيغام کې په حیرانونکي ډول ویلي و، چې خپلو سیاسي مخالفانو سره د جوړجاړي لپاره خبرو ته چمتو دی.

د پاکستان واکمن حکومت، چې د عمران خان له مخالفو ګوندونو جوړ شوی، پر هغه د قانون د عملي کیدو ټینګار کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...