پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغانستان د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې...

افغانستان د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  د ایران په کوربه توب په تهران ښار کې د کب میاشتې له (۱۰ـ۱۲) نېټې پورې د افغانستان، عراق، ليبیا، پاکستان، کردستان او د څلورو ایرانیو لوبډلو ترمنځ د  سو کیوکوشین کراټې سبک اووم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د افغانستان د سو کیوکشین کراټې د ملي لوبډلې شپږ ورزشکارانو د استاذ عبدالحق عمري تر روزنې لاندې او د افغانستان د سوکیوکشن سبک د رئیس غلام محبوب رحیمي په مشرۍ ګډون وکړ.

همدارنګه په ایران کې د افغان  مهاجرینو ۱۵ کسیزه لوبډله هم د استاذ شېر محمد نظري تر روزنې لاندې د افغانستان له لوبډلې سره په یادو لوبو کې یو ځای شوه.

د ملي المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، د سیالیو په پایله کې د افغانستان لوبډله وتوانېده، چې دوه د سرو زرو، څلور د نقرې او یو د برنزو مډال ترلاسه کړي او د یادو سیالیو درېیم مقام په خپل نوم ثبت کړي.

د یادو سیالیو لومړی مقام ایران او دویم عراق وګاټه.

له افغانستان څخه په تللې لوبډله کې زمري نیازي په ۷۵ کیلو وزن کې دويم مقام،  ګلاب شاه جمشېدي په ۹۰ کیلو وزن کې درېیم مقام او ګل محمد حیدري په ۶۰ کیلو وزن کې هم دویم مقام ترلاسه کړ.

د ایران د مهاجرینو د ورزشکارانو لهډلې څخه نور اقا عربزاده په ۶۰ کیلو وزن کې لومړی مقام،  محمد سردار حیدري په ۵۵ کیلو وزن کې لومړی مقام، میلاد محمدي په ۶۵ کیلو وزن کې دویم مقام او امېد تاجک په ۵۵ کیلو وزن کې دویم مقام خپل کړ.

همدارنګه د هیواد تکړه او پخوانی روزونکی استاذ زمری نیازی وتوانېده، چې د منځنی اسیا د سوکیوکوشین کراټې له رئیس استاذ وحید بهرما څخه د ” چاپان دان ۵ نړیوال ” کمربند ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب