پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د افغان ښځو انلاين ادبي بهیر / راپور (۳۹) / لېمه مصور

د افغان ښځو انلاين ادبي بهیر / راپور (۳۹) / لېمه مصور

ځای : انلاین

نېټه: د فبروري ۱۸مه،۲۰۲۴ 

د ګډونوالو شمېر : ۲۲

وړاندې کوونکې : خديجه نسا

راپور لیکونکې: لېمه مصور

د غونډې په پیل کې د‌ پښتو د ستر شاعر حمزه شینواري ۳۰م تلین یاد شو. د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې یادونه او په اهمیت یې هم خبرې وشوې. د افغان ښځو د انلاین ادبي بهير په دې غوڼده کې کره کتنې نوې بڼه لرله. لومړۍ شاعرې ځولۍ لمن د خپل نظم په هکله خبرې وکړې او د لیکلو تجربه یې شریکه کړه وروسته بیا ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل. 

 هیلې پسرلی وويل: د حمزه بابا له ژوند نه زغم او د بېل نظر د اورېدلو هنر زده کولی شو. مثلا، حمزه بابا له جعفر اڅکزي سره ډېر بحثونه لیکلي او تبادله کړي ول. همدا رنګه حمزه صاحب یو له هغو کسانو و چې د سینما د هنر په ارزښت او اهمیت پوهېده د‌وی ډېرو  پښتو فلمونو ته سندرې جوړې دي. د حمزه بابا د شاعرۍ د محبوبیت یو علت دا دی چې د دوی بیتونه په اسانۍ په حافظه کې پاتېږي او موږ یې وینو چې ځینې بیتونه یې بیخي لکه متلونو غوندې استعمالېږي. 

نعیمه غنی: حمزه بابا یو عالي شاعر او د تصوف لارې پیرو و. دا څومره عالي تصادف دی چې موږ د مورنۍ ژبې ورځ او بابا په یوې غونډه کې یادوو ځکه چې دوی د مورنۍ ژبې لپاره ډېر څه کړې دي. بابا په کمو شرایطو کې خپل فکر تر ډېرو پښتنو ورساوه. 

اغلې غني زیاته کړه، د مورنۍ ژبې پالل او کار ورته کول د هر چا مسوولیت دی. او دا ډېره اړینه ده چې هر انسان په خپلې مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ښه مناسبت دی چې ځان وپوښتو چې موږ په تېر یو کال کې څه کړي؟ څه باید وکړو؟ 

ګلالۍ مومند د حمزه بابا د شاعري او د هغوی د کارونو ستاینه وکړه. دې وویل؛ چې د داسې ادیبانو قدر باید ځکه وشي چې په حقیقت کې همدا دوی دي چې ژبه یې ساتلې  ده. حمزه بابا نه یوازې شاعري وکړه بلکې داسې شاعري یې وکړه چې په پښتو غزل یې خپل اغېز پرېښوده.

 اغلې مومند خپله تجربه شریکه کړه او ویې ویل؛ زه له وطن نه لیرې رالویه شوې یم، درس او زده کړې مې په مورنۍ ژبه نه دي کړي خو د خپل شوق او علاقې له مخې او همدا راز د کورنۍ زیار و چې پښتو لیک او لوست مې زده کړ. نو د کورنۍ تاثیر د مورنۍ ژبې په ساتلو کې خورا مهم دی. مورنۍ ژبه د فرد د هویت یوه مهمه برخه ده او د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره باید ډېر کار وکړو.

میمونې کامران هم د مورنۍ ژبې په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په موږ ډېر حق لري او باید ډېر کار ورته وکړو. په پښتو کې باید ډېر نوي اثار وپنځوو او خپل اولادونه هم وهڅو چې پښتو زده کړي او وده ورکړي. که هر ماشوم پخپله مورنۍ ژبه زده کړې کولې ډېر به ښه و بخصوص که په کابل کې پښتنو ماشومانو ته پخپله ژبه د درس امکانات برابر وای او برابر شي ځکه په خپله ژبه زده کړه او درس ویل اسانه وي.

هیلې پسرلی د نورو د خبرو په ادامه وویل چې په مورنۍ ژبه زده کړې مخصوصا ابتدايي زده کړې د هر ماشوم حق دی. په خپله ژبه ابتدايي زده کړې د ماشوم په جرات او تخیل ډېره مثبته اغېزه کوي. 

 هغه افغانان چې له وطن نه بهر ژوند کوي ماشومانو لپاره یې ستونزمنه ده چې پښتو لیک او لوست زده کړي خو د دې لپاره چې دا ستونزه حل شي موږ هر یو باید خپل مسولیت ومنو او کار وکړو له انلاین کورسونو رانیولې تر خواله رسنیو او د فلومونو تر ژباړې او ډېر نور داسې کارونه. 

په بهر کې ژوند بوخت دی خو که په اوونۍ کې یوه ورځ هم خپلې مورنۍ ژبې ته ورکړو بدلون به رامنځ ته کړو. 

ځولۍ لمن:  هم د مورنۍ ژبې په اهمیت وغږیده، دې زیاته کړه چې موږ ټول باید په ګډه د مورنۍ ژبې پرمختګ لپاره کار وکړو. دې هم خپله شخصي تجربه شریکه کړه چې ځینو افغانانو په یوه اروپايي هیواد افغان ښوونځی جوړ کړ چې نتیجه یې ډېره مثبته وه. په لسګونو ماشومانو په پښتو او دري لیک او لوست زده کړ.  

د غونډې دوېمه برخه کره کتنه وه چې ځولۍ لمن خپل نظم ولوست او خبرې یې پرې وکړې. 

احساسات 

راسره له ماشومتوب دي

دوه اوږې مې پرې درن

هغه پنډه پنډه کاني 

ژوبل شوي احساسات مې 

په شېبه شېبه ډېریږي

نه کميږي،نه ورکيږي

نه رژيږي ، نه څڅيږي

په یو بل کې ګډ، وډ شوي

زه يې فرق کولی نه شم

چې هغه دروند کاڼی کوم دی

چې وړم وم د دوزخ له سرو لمبو به ويريدمه 

لړمان به مې په خپل وجود کې حس کړل

ښامارانو او مارانو به خوړمه 

د جنت پر نعمتونو 

به مې زړه تسکینېده نه

په ویالو ویالو ګبینو 

به مې روح ارامېده نه

د کوثر سپینو اوبو ته

به مې هیڅ هم زړه کېده نه

که جامې وې د وږېښمو 

که باوو د سرو غمیو

که فضا وه معطره 

که فضا وه عمبرینه

ماته ښه رالګېدل نه 

ځکه وېره د بېلتون وه

له ادکې له بابکه

زه یې فرق کولی نه شم 

هفه دورند کاڼی به کوم وي

چې ایله لږه رالوی شم

په ټټر مې زورېدمه

پېغلتوب مې شرم شرم

په وجود مې ملامته 

خجالت به پر ځان شوم

له خپل ځان مې کېده کرکه

له هر کس به وېرېدمه

له خپل سیوري به مې هم زه

وېرېدمه ږېږدېدمه

زه یې فرق کولې نشم

هغه دورند کاڼی به کوم وي 

چې مې سرې شاهینې سترګې

فوارې وې فوارې وې

د لالي یې په نکاح شوه

د مړه ورور پېغله ورېنداره

هۍ نو څه وو،خوټکېدلې کلايي وه

په سپېره تندي مې تويه

خوله مې چوپ، خو زړه مې څه په زور دربیږي

په تندي مې اور بليږي

او زه هيڅ ویلی نشم

ژوبل ژوبل احساسات مې

پر هغه پنډ اضافه شول 

چې یې وړمه دېر کالونه

چې شېبه شېبه ډېریږي، نه کميږي ،نه څڅيږي

د کودړي په ګلدان کې 

له ما دغه *ببری ښه دي 

چې تازه وي خوشبويي يې

آن تر واټ پورې رسيږي

او هر درد یې په وجود کې مالوميږي

چې خفه شي مړاوې شي ټوکیږي

احساسات یې له هیچا هم نه پټيږي

زه د غره د صبر ونه

چې سور لمر یې مسلسل په سر لګيږي

نه ژېړیږي،نه وچیږي، نه غورځيږي

نه یې باد له مينځه وړی شي

نه په واورو کې توريږي او ورکيږي

چې د کال څلور موسمه

ښه تمثیل د تازه ګۍ کړي

په شنو پاڼو يې پټ کړي

ګوزارونه د تبرونو

او په جرړو یې نښتي 

غيږې غيږې لوی بارونه

یو نیم غړی یې بې وسه 

که ژړیږي، ترې نه لويږي

لیدل کيږي باک یې نه وي 

چاته هيڅ نه محسوسيږي 

ځولۍ لمن وویل نظم یا شعر په پلان نه لیکل کېږي. هغه نجونې چې څه احساسوي همهغه لیکي هغوی ډیرې بختورې دي ځکه ماته ډېره سخته وي چې خپل احساسات ولیکم. لیکل مې اراموي، سکون راکوي. 

دا نظم مې له یوې ملګرې سره له خبرو وروسته ولیکه. ملګرې مې د یوې نوې مور په روحي او فزیکي ستونزو راته غږېده. د یوې ښځې بدن د دې د ژوند په اوږدو او مختلفو مراحلو کې ډېر زیات بدلېږي خو زموږ په ټولنه کې خبرې پرې نه کېږي. په دې نظم کې مې هم غوښتل چې یو ډول د یوې ښځې د ژوند بېل مراحل بیان کړم. 

د نظم لومړۍ برخه مې د ماشومتوب له دورې پیل کړې ده. کله چې مې  دا نظم لیکه د ماشومتوب دورې ته لاړم. علت یې دا دی چې په ماشومتوب کې زه تر نورو حساسه وم. ذهن کې به مې ډېرې پوښتنې وې. نظم بله برخه کې د نجۍ د پیغلتوب دوره یاده شوې ده چې د نجونو لپاره ډیره سخته وي. بدبختانه زموږ ټولنه کې د دې دورې په اړه عامه پوهاوی نشته او دا شرم ګڼل کیږي نو ومې غوښتل دې مسلې ته هم اشاره وکړم. په پای کې د صبر یادونه شوې او دا د ښځو  او نجونو ذهني او فزیکي نازکتوب ته اشاره کوي. ښځې په ذهینې ډول ډیره نازک جوړې شوې ده خو تل ترې تمه کیږي چې باید قوي ووسي. د هغوي درد او غم څوک نه ګوري او که وهم ګوري توجو نه ورته کوي .نو ځکه افغان میرمنې او نجونې ډیر غم او مشکلات له امله د صبر ونې جوړې شوي دي. 

وروسته نورور ګډونوال خپل نظریات شریک کړل. 

نعیمه غنی د ښکلې نظم مبارکي ورکړه او ویې ویل چې یو روان نظم دی. د نجونو رواني حالت او ستونزې یې په ډېر هنر بیان کړې دي. زموږ په ټولنه کې له  ښځو تمه کېږي چې تل باید قوي ووسي، خو ښځې ډېر درک ته اړتیا لري ځکه کله داسې پېښېږي چې دوی نه غواړي لکه د صبر ونې غوندې قوي ووسې غواړې د بابري ګل غوندې نازکې ووسې. دې زیاته کړه چې زموږ د ماشومتوب تجربي تقریبا ورته دي، ټول له یوې ویرې راتیر شوې یوو، چې خواخوږۍ او درک ته اړتیا لري. د ا افغانو نجونو ژوند  په دې شعر کې ډېر ښه بیان شوی دا چې کله کله انسان نه غواړي قوي ووسي. د شعر عمومي تصویر دومره روښانه او ښکلی دی چې هرڅوک خپل ځان پکې ویني. یو بل څه چې د دې نظم له کامیابۍ سره یې مرسته کړې ده هغه عالي تسلسل دی. 

ګلالۍ مومند هم د شعر مبارکي ورکړه او ویې ویل چې  د ښځو د ژوند هغو موضوعاتو ته چې باید پام ورته وشي په دې شعر کې عالي بیان شوي دي. 

د غونډې وروستۍ برخه مشاعره وه چې خدیجې نسا د حمزه شینواري په شعر پیل کړه. وروسته نعیمې غنی، ګلالۍ مومند،ځولۍ لمن، امنه فنا، جمیلې مصور او خوږې د حمزه بابا شعرونه ولوستل او پای کې میمونه کامران هم لنډۍ وویلې.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب