Homeخبرونهمریم نواز د پنجاب وزیر اعلی وټاکل شوه

مریم نواز د پنجاب وزیر اعلی وټاکل شوه

تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر نواز شریف لور مریم نواز د هغه د پلرني ټاټوبي پنجاب ایالت وزیر اعلی وټاکل شوه.

له هغې سره د سیمه ییز پارلمان یو بل غړی افتاب احمد خان هم سیالۍ ته ولاړ و، خو وروسته د هغه اړوند ګوند له ټاکنو سره بایکاټ وکړ او مریم نواز د ټولو ۳۷۱ رایو څخه د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو دغه څوکۍ وګټله.

 مریم نواز د اعلی وزیرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل، “دا د پاکستان د هرې خور او مور لپاره د ویاړ خبره ده چې د وزیراعلی پر څوکۍ نن یوه ښځه راغله.”

 په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د نوموړې ټاکل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني ملایان، مفتیان او سیاستوال په خپل هېواد کې ښځو او نجونو ته د داسې ځلیدو فرصتونه برابروي، خو په مدرسو کې یې روزل شوي پر افغانستان واکمن طالبان نجونې لږ تر لږه د زده کړو د فریضې ادا کولو ته نه پریږدي.

د پاکستان یو شمېر چارواکو او مذهبي څېرو په ښکاره په دې اړه د طالبانو بندیزونه توجیه کړي او ویلي، چې له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان په کولتور کې ریښې لري.

2 COMMENTS

  1. دا ځل یوازې د پنجاب ایالت اعلی وزیره وټاکل شوه ، که چانس یاري ورسره وکړي ،بل ځل به د ټول هېواد پنجاب یا چټلستان وزیره اعظمه شي.
    زمونږ ملایان به د خپلې محبوبې اولی الامرې هدایات اوامر پرځای کوي .

  2. مولانا ډیزل زما په هیواد کې د فلسطین له غمه د نجونو د ښوونځیو تړل اړین بولي اوس دي څه ووايي، د فلسطین غم خو به د پاکستان باندې دروندوالي نه وي کړی، ای ذلیله او احمقه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...