Homeخبرونهد سوداګریزو توکو پر مخ د سپین بولدک- چمن دروازې پرانیستل کېدل

د سوداګریزو توکو پر مخ د سپین بولدک- چمن دروازې پرانیستل کېدل

تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د پاکستان تر واک لاندې د بلوچستان د چمن سیمې اعتراض کوونکو له ۵ میاشتني ځنډ وروسته د سپين بولدک-چمن لاره د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانیسته.

د چمن د پرلت کوونکو ویاند صادق اڅکزی وايي چې دا پرېکړه د روژې د میاشتې را رسېدو له امله شوې ده.

اڅکزی زیاتوي: “موږ دا پرېکړه ځکه وکړه چې روژه را روانه ده، خو زموږ پرلت روان دی، موږ د هر ډول ټرانسپورټ، کانټینرونو، وارداتو او صادراتو لپاره لارې خلاصې کړې، ټولو ته اجازه ورکړل شوه.”

په چمن کې روان پرلت د تېر ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې دوام لري چې زرګونه کسانو په‌کې ګډون کړی او دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د کرښې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو لپاره د پاسپورټ او وېزې لرلو شرط لغوه کړي.

پرلت کوونکو د خپلو اعتراضونو په ترڅ کې د چمن-سپين بولدک دروازه هم د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې وه.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره به د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو له پرېکړې په شا نه شي.

په کابل کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم ویلي، چې دوی د ډیورنډ فرضي کرښې په ګډون پر دې کرښې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو خلاف دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...