پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپر بېلابېلو موضوعاتو د ترکمنستان خارجه وزیر سره د ملا متقي خبرې...

پر بېلابېلو موضوعاتو د ترکمنستان خارجه وزیر سره د ملا متقي خبرې اترې

تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د وزیرانو شورا له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف سره وکتل.

د ملا متقي دفتر وایي، په دې کاري ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لارې احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.

ملا متقي په دغه کتنه کې وويل چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته راشي.

هغه له ترکمن لوري څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتې شي.

متقي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه مالومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه، چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي چارې پرانیزي.

طالب وزیر په دغه کتنه کې د هرات نورالجهاد سبسټېشن کې د کارونو د پرمختګ، هرات ولایت کې د برېښنا زیاتوالي او د ټاپ پروژې په اړه د افغان لوري د چمتووالي ډاډ ورکړ.

 د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په دغه کتنه کې پر ټولو اړوندو مسایلو له خپله اړخه رڼا واچوله.
هغه وویل، افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي، چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې راشي.

مُرَدوف تیاری وښود، چې افغان محصلینو ته د برېښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.

 ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او د دواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي ترڅو په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي.

مُرَدوف زياته کړه، چې د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.

هغه همدارنګه وویل، تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې وشوې او هوکړه وشوه، چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پنځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.

2 COMMENTS

  1. مونږ په بېلابېلو موضوعاتو د تاند د تازه خبرونو او هر اړخیزو راپورونو له امله مننه کوو. یوه لنډه یاده چې غواړم وکړم دا دی چې دغه مخفف لفظ «ټاپي» نه، «تاپي» دی. د تاپي ت له ترکمنستان الف له افغانستان… څخه اخیستل شوي دي. ګورئ مونږ ترکمنستان وایو، ټرکمنستان خو نه وایو چې هغه دې ټاپي وبولو.
    مننه

  2. ټاپي د پښتو په ویلو او لوستلو کې اسانه بریښي، او ټاپي د انګریزي مخففاتو (TAPI) څخه اخیستل شوی دی.
    خو ستا خبره سمه ده، چې د عربي/ پښتو کلیمو څخه بیا تاپي جوړیږي نه ټاپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب