له یوه داسې ځوان سره مې بحث و چې په کیسو کې یې د ٬٬ اضافي،، له موضوع سره خاصه دلچسپي لرله، ومې پوښت که د څو سوو کلماتو په کیسه کې اضافي خبرې وینې د بهرنیو په شل زره کلمو کیسه کې به څه کوې؟ باور یې دا و چې د بهرنیانو کیسې، هغه چې دوی لوستې وې، ښې دي اضافي خبرې نه لري. زه ګومان کوم موږ په دې برخه کې افراط کوو. له افراط ور هاخوا مو ډېر کله په دې هم سر نه وي خلاص چې په لنډه کیسه کې څه شی او ولې اضافه بللی شو. د همدې وضاحت نشتوالی په ځانګړي ډول نوي کیسه لیکوال سربداله کوي. د ٬٬ اضافي خبرو،، د ټاپې له ډاره د پښتو اکثره لنډې کیسې په فلش فېکشن بدلې شوې دي. زموږ کیسې فرعي کرېکټرونه پرېږده چې اصلي څېرې هم نه سپړي، د زمان او مکان په اړه ډېر څه نه راښيي، په پلات کې مو د څو غوټو پر ځای یوازې یوه غوره بللې وي، د یوه کرېکټر د بدلېدا لپاره په یوې پېښې یا خبرې اکتفا کوو، د زمینه سازۍ کار اضافه بولو.
خو په رښتیا څه شی اضافي بللی شو؟ له دې خبرې انکار نه دی پکار چې د لنډې کیسې هره کلمه، هره صحنه، هره خبره باید پر ځای کارېدلې وي او د اصلي تیم یا موضوع په چوپړ کې وي. هغه برخې چې د کرېکټر په راپېژندلو یا له لویه سره په اصلي موضوع څه نه زیاتوي، اضافي بللی شو. مثلآ: که کیسه د یوه داسې سړي وي چې په تنهایۍ کې خوښ دی، د ده د خونې انځورول باید دا راوښيي چې د ده یوازیتوب پکې ووینو. شاید دا خبرې پر ځای وي چې ووایو: په مېز یې د دوو ورځو ناولي لوښي پراته دي، په توشکې یې ګونځې ګونځې جامې خورې ورې دي، په غالۍ یې پیاله اوښتې د چایو پاڼې وچې شوې. برعکس د دې خونې د دېوالونو رنګ، د المارۍ اندازه، د غالۍ بڼه، د کړکۍ د پردو ډیزاین شاید د ده د تنهایۍ په راښوولو کې ډېره مرسته ونه کړي. نو هغه تشریحات یا هغه انځورونه چې د کیسې له اصلي تیم سره مرسته نه کوي اضافي یې بللی شو.
ځینې مکالمې چې په کیسې څه نه ورزیاتوي، چې د کرېکټر په راپېژندلو کې رول نه لري، چې د پلاټ په پرمخ بېولو کې ونډه نه لري، اضافي بللی شو، مثلآ:
- اسلام علکیم
- وعلیکم
- ښه یې
- مننه تاسو څرنګه یاست؟
دغه روغبړ زموږ په ورځني ژوند کې عادي او طبیعي دی خو کیسه له الفه تر یا هر څه نه راته وايي، که راته ویې وایي زړه تنګوونکې به وي، پښه نیولې به روانه وي، او دغه برخې به یې اضافي راښکاري. غوره دا ده چې مکالمې وارله واره د مطلب خبره راته وکړي، داسې خبره چې یا د پلاټ به غوړولو کې کومک وکړي یا د کرېکټر په پېژندلو کې رول ولري.
لنډه کیسه عمومآ لږ کرېکټرونه لري ناول ګڼې څېرې لرلی شي. هغه لنډې کیسې چې ګڼ کریکټرونه لري ډېر کله بې ځایه اوږدې ښکاري، اصلي موضوع له لوستونکي ورکېږي، غوره دغه ده چې هغومره څېرې دي وي چې د کیسې له تیم سره مرسته کوي.
د تیم یا موضوع یادونه چې وشوه نو په ځینو کیسو کې لیکوال یا لیکواله په بیا بیا رایادوي چې خبره څه ده. دا حالت هم ښه نه دی شاید اضافي یې وبولو، په لوستونکي شاید بده ولګېږي، چې د هغه یا هغې په پوهې مو شک کړی، د ماشوم په سترګه مو ورته کتلي چې ګواکې په اسانه یې سر نه خلاصېږي.
په ځینو کیسو کې لیکوال یا لیکواله یوه خبره په څو بڼو کوي، کله کله دغه حالت خوندور وي، نثر یې موسیقي مومي خو په بیا بیا دغه کار په کیسې بوج شي. اضافي وي. مثلآ: چیغه یې کړه، غږ یې لوړ شو، په خونه کې یې د غږ څپو انګازې جوړې کړې. د غه جمله شاید لنډه شي او ووایو، چیغې یې په خونه کې انګازې وکړې.
یوه بله خبره چې په کیسه کې شاید اضافي وي له اصلي موضوع ور هاخوا خبرې دي. که مو کیسه د کابل د میرویس میدان په ګڼې ګوڼې ده او د کمپنۍ خوا ته د غځېدلي لوی سړک خبرې په دې کوو چې ګواکې ګڼه ګوڼه د سړک په پلنوالي کمېدی شي، دا د کیسې له اصلي موضوع اوښتې خبره ده، کیسه د ګڼې ګوڼې په حل لارو نه بلکې د ګڼې ګوڼې په ستونزې خبرې کوي، حل لاره یې اضافي ده، منم چې ځینو ته به تړلې ښکاري خو هر شی شل نور اړخونه هم لري، ګڼې خواوې یې که یادوو له اصلي تیمه د لوستونکي پام اړوو. لنډه کیسه د یوه انسان له زېږېدو تر مړینې ټول ژوند نه راښيي بلکې د ژوند یوه شېبه، یوه پېښه، یوه حالت یې رایادوي.
غوره دا ده چې کیسه له لیکلو وروسته له ځان سره ولولو، له ځانه وپوښتو چې خبره مې رسولې که نه، د کیسه کولو بهیر پڅ روان دی که سم. څه ترې کمېدلی شي یا څه پرې زیاتېدلی شي. د کمېدو په برخه کې باید افراط ونه کړو، تلې ته مو پام وي چې که هر لور کږه شوه خرابېدی شي، که اوږده وه، زړه تنګوونکې ده که ډېره کنډو شوه شاید پوهېدل پرې ګران شي.