تاند (د چهارشنبې ورځ، د کب/ حوت لومړۍ) په اسلامآباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت نن (چهارشنبې، د کب/ حوت لومړۍ) اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغان کډوال به وباسي.
سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې په لنډ وخت کې به د ټولو افغان کډوالو ایستل “قطعي” وي.
د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې، د ACC او PoR کارت لرونکي افغانان به هم شړل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تأیید کړه چې دله اسلامآباد، راولپنډۍ، او د ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان په نژدې راتلونکي کې قطعي او وروستی دی.”
د سفارت په وینا، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ACC او PoR کارت لرونکو په شمول ټول افغان کډوال، له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه سمدلاسه وباسي او په نژدې راتلونکي کې به دا پروسه د ټول پاکستان لپاره عملي کړي.
د دې خبرپاڼې له مخې، یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزه لري، کولای شي په اسلامآباد او راولپنډۍ کې پاتې شي.
په پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي چې دوی د ټولو افغان کډوالو د ایستلو او د پاکستان د یو اړخیزې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره شریکه کړې ده.
همداراز، سفارت ویلي چې دا موضوع یې له خپل حکومت سره هم شریکه کړې ده، څو د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
د طالبانو سفارت ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې افغان اتباع، چې په اسلامآباد او راولپنډۍ کې اوسېدل، د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي، تفتیش شوي، او د دې ښارونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
دا سفارت زیاتوي چې د پاکستان حکومت دوی ته په دې اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم له روان وضعیت څخه ناخبره ده.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، نن (چهارشنبې) د افغانستان د شارژدافیر دا خبره رزد کړه چې په پاکستان کې له افغان اتباعو سره ناوړه چلند شوی دی.
له بلې خوا، پاکستان د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو یا بل هېواد ته د لېږدولو ژمنې پوره کړي، او همداراز د هغو هېوادونو ستونزې هوارې کړي چې دا کډوال یې منلي دي.
قسم کوم چې پاکستان به ټول کډوال را ونه باسي. په دې یې ډیره ګټه ده. د کډوالو په نوم مرستې د دوئ په لکونو خلکو ته ورکول کیدې، بل په کډوالو کې ښه او ارزانه کرایه یی ځوانان موندلی شي، پرون مې له ځوان سره خبرې کولې ویل يي د کنړ ولایت یم، خو زیږیدلی په پاکستان کې یم، سر او مال مې تر پاکستان او عمران خان جار، نو داسې ځوانان لږ نه دي. په زرګونو دي. دغسې ځوانان د پاکستان د هرې موخې له پاره ډیر ارزانه کاریدای شي.