Homeخبرونهد اتلانو اتلولۍ په لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلنډ کوربه پاکستان ته ماته...

د اتلانو اتلولۍ په لومړۍ سیالۍ کې نیوزیلنډ کوربه پاکستان ته ماته ورکړه

د اتلاتو اتلولۍ/ چمپینز ټرافي په لومړۍ سیالي کې نن- د فبروري ۱۹مه نیوزیلنډ په (۶۰) پاکستان ته ماته ورکړه.

د دې سیالۍ پچه پاکستان وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی توپ اچونه/ باولینګ وکړي.

د نیوزیلنډ لوبډلې، د ۶ لوبغاړو په تاوان ۳۲۰ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ لپاره پیلګر لوبغاړي ویل یونګ ۱۰۷ منډې وکړې. همداراز ټام لاتم ۱۱۸ ناسوځوېدلي منډې وکړې. ګلین فلیپس ۶۱ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ خوشل شاه وکړ. ده په (۴۹) توپونو (۶۹) منډې وکړې. همداراز بابراعظږ په ۹۰ توپونو ۶۴ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

افغانستان په دې لړۍ کې په لومړي ځل په مستقیم ډول په ۸ غوره ټیمونو کې شامل شوی دی. د افغانستان لوبډله د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان دوهمه لوبه به د فبرورۍ په ۲۶مه له انګلستان او درېیمه د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...