تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د اروپايي هیواد آیرلنډ محکمه وايي، یوه پاکستانی سړي د جعلي افغان پاسپورټ په کارولو د آیرلنډ د کډوالۍ چارواکي غولولي او په درغلۍ یې ۴۳,۰۰۰ یورو ڼږلنیزه مرسته ترلاسه کړې ده.
قاضي جان کینګ پرون (چهارشنبې) وویل چې ۶۰ کلن فیصل اکبر آیرلنډ ته له راتګ لس کاله وروسته پر خپل اصلي هویت له دې امله، اعتراف وکړ چې وېره یې درلوده چې که مړ شي، کورنۍ به یې خبره نه شي.
اکبر، چې د پلازمېنې ډبلین په بینبرب واټ کې اوسېده، په جنورۍ کې د ۱۲ موردونو غلا او د ۲ جعلي اسنادو د غیرقانوني استعمال له امله تورن شو. دا اسناد د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د هغه له خوا کارول شوي وو، چې یو یې افغان پاسپورټ و.
هغه د چهارشنبې په ورځ د ډبلین د ناحیوي محکمې (District Court) قاضي کینګ ته حاضر شو.
د عمومي څارنوالۍ رئیس (DPP) پرېکړه وکړه چې که اکبر د جرم اعتراف وکړي، نو قضیه به د همدې ناحیوي محکمې له لارې پای ته ورسېږي.
د ګاردا سارجنټ ډېرک سپېن وویل، تورن کس، چې په ۲۰۰۸ کال کې آیرلنډ ته راغلی، د پاکستان اوسېدونکی و.
نوموړي ځان د یو افغان په توګه معرفي کړ، جعلي نوم یې وښود، او د پناه غوښتنه یې وکړه چې ومنل شوه.
محکمې ته وویل شول چې هغه له ګاردا سره د خپل جعلي هویت د تصدیق لپاره د ML10 فورمه وکاروله او د بانک حساب یې خلاص کړ.
په ۲۰۱۳ کال کې، هغه د ټولنیزو مرستو څانګې ته جعلي افغان پاسپورټ وړاندې کړ، او تر ۲۰۱۹ کال پورې، د هغه بانکي حساب ته ۴۳,۷۱۵ یورو مرسته ورکړل شوې ده.
محکمې ته وویل شول چې دا قضیه هغه وخت افشا شوه، کله چې هغه غوښتنه وکړه چې د خپل بانکي حساب نوم بدل کړي، خو بانک ګاردا ته خبر ورکړ.
د دفاع وکیل، اوون او’سلیوان قاضي ته وویل چې موکل یې د جرم د اعتراف اراده لري.
په وروستیو څو لسیزو کې زرګونو پاکستانیانو او ایرانیانو د جخلي اسنادو په جوړولو په اروپا، امریکا. کاناډا او استرالیا کې د افغانانو په نومونو پناه اخیستې ده.
هغه لسگونه زره مهاجر چې سويډن، ناروې، ډنمارک او فنلند ته دَ افغانانو په نوم راغلي، پناه يي اخیستي او حتا د دغو سکاندیناوي هیوادونو تابعیت او پاسپورتونه يي ترلاسه کړيدي ٨٠% فیصده يي پاکستاني پښتانه او دَ پاکستان دَ بلوچستان هزاره ګان دي.
پدي جعل، تقلب او خیانت افغان پښتانه ژباړونکي او پاکستاني پښتانه ترجمانان شریک دي.
په اروپایی هیوادونو، کاناډا، امریکا او آسترالیا اصلي او سوچه افغانان چي دَ خپل وطن او غریبو، دربدره افغانانو درد او رنځ احساسوي باید همدغه پاکستانیان تشخیص او معلوم کړي او له پولیسو، استخباراتو، دَ مهاجرينو ادارو او محلي ادارو سره په تماس کي شي او لازم معلومات ورکړي تر څو د مظلومو افغانانو حقوق تلف او ضایع نشي.
په آسترالیا او فنلند کې ټول پاکستاني هزاره ګان ځانونه افغانان معرفی کوي ، کله چې هلته قبول شي او کاروبار یې ښه شي ، بیا د افغان له پاسپورت او افغاني هویت نه منکر شي .
ښه مثال یې همدا اوس په آسترالیا کې د همدغو متعصبو خلکو نفرت د افغان له نوم نه دی. دا هغه منافقین دي چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې له افغانستان نه کوټې ته تښتېدلي او د پنجاب په پوج کې د لوی درستیز تر چوکیو رسیدلي او خدمت هغوی ته کوي ، خو قبولي بیا د افغان په نوم اخلي .
دوی غواړي ، افغان هزاره ورونه د خپل دولت او خلکو په مقابل کې استعمال کړي .
یادونه : هزاره ګان له افغانستان نه علاوه د ایران په مشهد او دپنجاب د مستعمرې په کوټه کې هم اوسیږي .
که دوی ګټه کوي او یا کوم د ویاړ کار کوي ، بیا ځانونه پاکستاني معرفي کوي او که کوم جرم یا جنایت کوي ، بیا ټوله ملامتي پر افغانستان او افغانانو اچوي .