جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه مصر کې تاریخي کشف؛ له ۳۵۰۰ کلونو وروسته د فرعون ورکه...

په مصر کې تاریخي کشف؛ له ۳۵۰۰ کلونو وروسته د فرعون ورکه مقبره وموندل شوه

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲ مه) مصري چارواکو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د فرعون تحوتموس دوهم ورکه مقبره، چې د لرغوني مصر د اتلسمې سلسلې وروستۍ ناموندل شوې سلطنتي مقبره ګڼل کېده، وموندل شوه.

د مصر د اتلسمې سلسلې تاریخ
دا سلسله له شاوخوا ۱۵۵۰ میلادمخکې څخه تر ۱۲۹۲ میلادمخکې پورې، څه باندې دوې پېړۍ پر مصر واکمنه وه. له ۱۹۲۲ کال راهیسې، کله چې د فرعون توت عنخ‌آمون مقبره کشف شوه، دا لومړۍ سلطنتي مقبره ده چې لرغون‌پوهانو وموندله.

د مقبرې موندنه
دا مقبره د مصر او بریتانیا د لرغونپوهانو ګډې ډلې د لوېدیځ اقصر او د «پاچهانو درې» ته نژدې د تبس په سیمه کې کشف کړه.

د اکتشاف بهیر

  • د مقبرې اصلي دروازه او دهلیز په ۲۰۲۲ کال کې کشف شو.
  • له هغه وخت راهیسې، د مقبرې داخلي برخې سپړل کېدې.
په مصر کې موندل شوې مقبره

د لرغونپوهانو څېړنې
د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا سرمنشي ډاکټر محمد اسماعیل خالد، وویل چې په لومړي سر کې ګومان کېده چې دا مقبره د یوې ملکې وي. ځکه چې دا د درېیم تحوتموس د مېرمنې او د ملکه حتشپسوت مقبرې ته نژدې موقعیت لري.

  • دا مقبره اصلاً د پاچا د ماندینو د مقبرې په توګه د حتشپسوت لپاره جوړه شوې وه. خو کله چې هغه په خپله واک ته ورسېده، نو د پاچهانو په درې کې ښخه کړل شوه.

د تحوتموس د دوهمې مقبرې نوي شواهد
د کیندنو په دوام کې، نوې شواهد وموندل شول چې ثابته یې کړه دا مقبره په دوهم فرعون تحوتموس پورې تړاو لري. موندنې دا هم ښیي چې د هغه د تدفین مراسم د ملکې حتشپسوت (چې هم یې خور وه او هم مېرمن) تر سرپرستۍ لاندې ترسره شوي وو.

  • د ملکې حتشپسوت نوم هم په کتیبه کې لیدل شوی، چې د مقبرې اصلي هویت تاییدوي.

د دې کشف ارزښت
ډاکټر خالد دا کشف «د وروستیو کلونو تر ټولو د لرغونپوهنې تر ټولو مهم کشف» وباله او ویې ویل، چې دا موندنه د دوهم تحوتموس د واکمنۍ او د تبس د سیمې د تاریخ په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.

د دوهم فرعون تحوتموس مومیایي د نولسمې پېړۍ په جریان کې، په بله سیمه، «دیر البحري» کې کشف شوی و.

د مومیایي انتقال
لرغونپوهان باور لري چې دا مومیایی جسد له پېړیو وروسته، د اصلي مقبرې له لوټ کېدو وروسته دې ځای ته انتقال شوی و. اوس‌مهال، د دې لرغوني مصري فرعون مومیایی د مصر د تمدن په ملي موزیم کې، د نورو سلطنتي مومیاییو ترڅنګ نندارې ته ایښودل شوی دی.

دوهم تحوتموس مومیايي او تابوت

د مقبرې اوسنی وضعیت
د مصري د سپړونکې ډلې مشر، ډاکټر محمد عبدالبدیع، وویل چې دا مقبره د دوهم تحوتموس له مړینې وروسته، د سیلونو له امله سخته زیانمن شوې او په خراب حالت کې ده.

نوي موندنې

  • د لومړنیو مطالعاتو له مخې، د مقبرې زیاتره اصلي توکي له دې لرغونو سیلابونو وروسته بل ځای ته انتقال شوي دي.
  • د څېړنیزې ډلې غړو د مقبرې پر دیوالونو د تزییناتو پاتې شوني موندلي، چې ژېړ ستوري او شین رنګه لیکنې لري.

د تدفین مذهبي متن

  • د مقبرې دننه د «ایمي‌دوات» کتاب یوه برخه موندل شوې، په دې کتاب کې د لرغوني مصر تر ټولو مهم تدفیني متون شامل دي، چې د مړو د ارواوو د اخروي سفر لارښوونه پکې لیکل شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا چه د فرعونو دوره په مصر او د کاسیانو سلطه په بابل یا نني عراق کې او په نني افغانستان کې ۳۲۰۰ کاله مخ کې آرامي دوره ختمه او نړۍ کی د غربیان په لاس اور بل شو؛ دا لاندې تحقیقي نسبتاً نوی کتاب چه په ډېرو ژبو ترجمه شوی، ؤوایاست چه پوه شئ چه موږ د غرب نانځکي یو! او هم د اسکندر خبیث دوره چه څرنګه تفرقه اچول یې آسیا کې هم ګډ کړ!
    Buchtrailer „1177 v. Chr. Der erste Untergang der Zivilisation …

    YouTube · Literaturfilm
    2K+ views · 9 years ago

    0:43
    1177 vor Christus: Geheimnisvolle Seevölker greifen Ramses III. an, und es beginnt der unaufhaltsame Zerfall der Imperien der Bronzezeit.

    Alexander the Great

    Wikipedia
    https://en.wikipedia.org › wiki › Alexander_the_Great

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...