د ډاكټر اكرم ملكزي د جرمني ـ پښتو لومړى قاموس چې په ۲۰۰۹ كال كې له چاپه راوتلى و، په هغه وخت كې يې دومره بې سارى هركلى وشو چې د جرمني جمهور رئيس ورته د جرمني ستر نښان ورډالۍ كړو. همدا شان د افغانستان د هغه وخت ولسمشر ورته د ميربچه خان مډال ورمنظور كړو، خو دا منظور شوى مډال ورته تر نن ورځې پورې چا ورنكړو. دا چې ولې، په دې باندې دهغه وخت مسئولين پخپله ښه پوهيږي.
سره له دې چې د لومړى قاموس چاپ ډېر وړوكى نه و، یو زر او شپاړلس (1016) مخه يې درلودل،
پنځه ويشت زره (25000) لغات پكې په پښتو اړول شوي وو او په پنځه څلوېښت زره (45000) جملو كې دا لغات تشريح شوي وو، خو د وخت د ضرورت په اساس ليكوال د دې قاموس د پراخولو لپاره زيار ووېست او له پنځلس كاله زحمت نه وروسته څو مياشتې دمخه د دې قاموس دوهم چاپ خپور شو.
په دوهم چاپ كې د لغاتو شمېره څلوېښت زره (40000) لغاتو ته راپورته شوه او د تشريحي مثالونو شمېره شپېته زرو (60000) ته ورسېدله او کتاب ټول ټال يوزر او څلور سوه او اوه لس (1417) مخه شو.

د دې قاموس د پراخولو يوه وجه دا وه چې كال په كال په جرمني ژبه نوي لغات جوريږي، په تېره بيا په ديجيټلي (digital) برخه كې. د بېلګې په توګه دا شان لغات پكې ورزيات شول:
(Backup,Update, Uplate, Upload, Coronavirus, Lockdown, Whatsapp, )
بل دا چې نه يوازې د قاموس په لومړي چاپ كې بلكې د نورو ژبو په پښتو قاموسونو كې هم د بوټو (نباتاتو)، مرغانو او څارويو لغات ډېر نيمګړي وو. په دې وجه د دې برخو په لسګونو نور لغات په نظر كې ونيول شول.
بل نوښت:
د ځينو لغاتو معادل لغات نه يوازې په پښتو كې بلكې په انګليسي، فرانسوي او ځينو نورو ژبو كې هم ليكل شوېدى. د بېلګې په توګه:
Ạdamsapfel, der; -”
غـرندى، د مرۍ غوټه، غرنده، د مرۍ ګنډه
په نورو ژبو كې ورته لانديني لغات ليكل شوي دي:
لاتين: Prominentia laryngia
فرانسوي: pomme d’Adam
انګليسي: Adam’s apple
سويډني : adamsäpple
ايټالوي : pomo d’Adamo
Apriko̱se, die; -n
زردآلو، مندته، زېړغنجى، خوبانۍ
عربي : مشمش
انګليسي: apricot
روسي: абрикос
چينايي: (杏 (xìng)
تركي: kayısı
هسپانوي: albaricoque
په دې نوي چاپ كې د ځينو جرمني اصطلاحاتو تر څنګ انګليسي اصطلاحات هم ليكل شويدي، د بېلګې په توګه:
Alles auf einmal haben wollen
په هـره لاره چې وي د پيسـو لاس ته راوړلو ته هڅه كول, ولو كه ناجايزه لاره هم وي
په انګليسي كې ورته دا لاندې جمله ويل شوېده:
to have the egg and also the halfpenny that you buy it with,
” (Crescent:American Notes and Queries, 1874”
له دې انګليسي اصطلاح نه مطلب دا دى چې:
ته په نيم سنټ Cent باندې يوه هګۍ په بيه واخله او بيا همغه نيم سنټ Cent ورنه بېرته واخله
ځينې پښتو لغات چې لوستونكو ته مبهم ښكاري، د لغت شاته ځاى په ځاى د هغوى منبع ليكل شوې ده. خو بيا هم ګڼ شمېر لغات په پښتو كې شته چې لا تر اوسه د پښتنو په خوله كې دي، خو قاموسونو ته ندي رسول شوي. نو د داسې لغاتو د ثبوت منبع له بده مرغه په اختيار كې نشته. د هغوى د تصديق لپاره ليكل شوي دي چې دا د كومې سيمې لغت دى. د لومري چاپ په پرتله په دوهم چاپ كې د پښتونخوا د سوات سيمې لغات ورزيات شويدي چې په پښتو ـ پښتو قاموسونو كې نشته.
د بېلګې په توګه ((Schmetterling چې په انګليسي كې ورته (butterfly) او په فارسي كې ورته (پروانه) وايي. دا لغت په ډېرو قاموسونو كې په ناسم ډول ترجمه شوى دى. انګليسي ـ پښتو قاموس ورته (پتنګ) ليكلي دي، په داسې حال كې چې پتنګ هغه څه ته ويل كيږي چې د شپې له مخې رڼا ته ورځي او حتى په شمعې سوځيږي. په جرمني ژبه كې ورته (Falter) او په انګليسي كې ورته (moth) وايي.
د پتنګ په برخه كې ملنګ جان ويلي دي:
پتنګ د بلې شمعې يار دى بلبل د ګلو خريدار دى
د ليلى دوه سترګې مجنون پېژني د ازادۍ قيمت پښتون پېژني
د دې لغت لپاره په سوات كې (د جنت مرغۍ) وايي. دا لغت له بده مرغه په هېڅ پښتو ـ پښتو قاموس كې نشته.
يو لږ څه مآيوسوونكى معلومات:
دا كتاب له بده مرغه هېڅ چېرته په پلورنځيو كې لاس ته راتلى نشي، نه په جرمني كې او نه په افغانستان كې. علت دا دى چې دا كتاب د (افغانيك) خېريه ټولنې له خوا په افغانستان كې چاپ شوى دى او په وړيا توګه د افغانستان پوهنتونونو او په پېښور کې باچاخان پوهنتون ته په اختيار كې ايښودل شوى دى.
د جرمني ځينې مطبعې د دې كتاب چاپولو ته لېوالتيا لري، خو يوه تخنيكي ستونځه په مخ كې ده او هغه دا ده چې دا ډكشنري په (Word 10) ليكل شوى ده چې دا پروګرام ډېر زوړ دى او جرمني مطبعې له دې پروګرام نه كار اخيستلى نشي. ليكوال ته ويل شوي دى چې هر وخت چې دا كتاب په يو نوي پروګرام وليكل شي، نو په جرمني كې د چاپ دروازه ورته پرانيستې ده. كله چې له (Word 10) نه دا كتاب په يو نوي پروګرام كې راخوشې شي، نو په دې چې فورماټ يې بدل دى، نو ټولې جملې يې ګډې وډې كيږي چې د دې جملو بېرته سمول مياشتې او يا كلونه غواړي.
د دې قاموس يو څو مخه د نمونې په توګه په لاندې برخه كې ليدل كېدى شي.
جرمني ـ پښتو قاموس دوهم چاپ خپور شو

د بیا ټايپولو په برخه کي يې مرسته کولای سم، چي په نوې بڼه چمتو او د جرمني په مطبعو کي د چاپ وړ سي..
د دغه قاموس/ سیند لیکل، د خپل کلتور د ژوندي ساتلو، خپلې ژبې د غِنا او ملي هویت د پیاړوتیا په لار کې د مننې او ننګې وړ خدمت دی.
د ډاکټر صیب محمد اکرم ملکزي ، په قلم، ژوند او صحت د شېبو شېبو برکتونو باران
د یو ژبنی قاموس تصنیف او ترتیب او چاپ اسانه او ساده خبره نه ده ( وخت او حوصله او زیار او دقت غواړی ) بناً د قاموس د لیکونکی فرهنګی خدمت د کلکی ستاینی او قدر او مننی وړ دی.
امّا بعد:
المان یوازنی هیواد دی چی نړیوال ئی ( البته په مختلفو سیمو کی ) په ۴ نومونو پیژنی.
۱ – انګلیسی ژبی مخلوق ور ته 《 جرمنی 》 وائی.
۲ – فرانسوی ژبی او اسپانیائی ژبی او عرب او تُرکان او ایرانیان ئی 《 المان یا المانیا 》 بولی.
۳ – د المان او اتریش او سویس اوسیدونکی ئی 《 دوچلنډ 》 بولی.
د سکانډنویائی هیوادونو اوسیدونکی ور ته 《 تِیسکلنډ 》 وائی.
د لسیزو لسیزو په اوږدو کی د افغانستان په رسمی – سیاسی ادبیاتو کی ئی نوم 《 المان 》 ؤ خو تجار او ګاډیوان او دوکاندار او عام وولس ئی 《 جرمنی 》 بولی.
د ژبی په اړه:
جرمنی = جرمن
المان = المانی یا المانیه
دوچلنډ = ډوچ
تیسکلنډ = تیسکا
نو عرض می دا دی چی د پورته ښکلی قاموس نوم باید ( المانی – پښتو ستر قاموس ) وی نه جرمنی – پښتو قاموس ځکه د ” جرمنی ” کلمه مستقیماً د جرمنی د هیواد مفهوم افاده کوی نه د جرمنی د ژبی خو کولای شو داسی ووایو ( مثلاً د جرمنی ژبی ګرامر یا قاموس ) .
که څنګه!