Homeخبرونهپاکستان کې ناپېژانده وسله والو ۷ تنه پنجابیان وژلي

پاکستان کې ناپېژانده وسله والو ۷ تنه پنجابیان وژلي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت لومړۍ】ناپېژانده وسله‌والو تېره شپه ناوخته په ‎بلوچستان ايالت کې د يوه بس ۷ تنه سوارلۍ په ډزو وژلي.

پاکستاني سيمه‌ييز چارواکي زیاتوي چې، وسله والو کسانو د سپرلیو له بس څخه ۷ تنه په نښه شوي پنجابيان راکښته کړي او بيا يې په ډزو وژلي دي.

د یادونې ده چې، د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په ‎پاکستان کې امنيتي پېښې ډېرې شوې او تېره ورځ هم په ډېره اسماعيل خان کې دوه پوځي موټرې په نښه شوې دي.

پاکستان کې د ګډوډیو پر دوام د دې هېواد د سندایالت له دولتي ګودامونو تېره ورځ ۱۷۰ زره بورۍ غنم غلا شوي دي.

د دې غنمو د غلا په تور ۴ تنه نیول شوي دي.
https://taand.net/?p=251642

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...