پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد کرکټ د اتلانو اتلولي/ چمپینز ټرافي د کوربه هیواد په سیالۍ...

د کرکټ د اتلانو اتلولي/ چمپینز ټرافي د کوربه هیواد په سیالۍ پیلیږي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت لومړۍ) له ډېرو هڅو او ننګونو وروسته، د کرکټ نړیوالې شوراد (ICC) د اتلانو اتلولي یا چمپینز ټرافي بالاخره نن پیلیږي، چې پکې کوربه پاکستان به د کراچۍ په نیشنل بانک سټېډیم کې له نیوزیلینډ سره مخامخ شي.

د کوربه‌توب شخړې

د لاهور، کراچۍ، او راولپنډۍ د درې لوبغالو د بیارغونې د چارو پڅوالی، او د هند له لوري د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د خپلې لوبډلې نه لېږل دا پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا پاکستان به وکولای شي د ۱۹۹۶ له نړیوال جام وروسته په لومړي ځل د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلانو د اتلولۍ کوربه‌توب وکړي؟

په پاکستاني کې په مشروط ډول د دې مهمو سیالیو له ترسره کېدو سره موافقه شوې ده؛ لکه دا چې د هند سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې کېږي او حتي کوربه پاکستان به هم له هند سره د سیالۍ لپاره خپله لوبډله اماراتو ته لېږي.

دا سیالۍ له پاکستان سره څه مرسته کوي؟

پاکستان شاوخوا لس کاله له نړیوال کرکټ څخه محروم و، وروسته له هغه چې په ۲۰۰۹ کال کې وسله‌والو د سریلانکا کرکټ لوبډلې پر بس برید وکړ او شپږ لوبغاړي یې ټپیان کړل، هیڅ بهرنۍ لوبډله حاضره نه وه چې د سیالیو لپاره پاکستان ته لاړه شي. له دې برید وروسته، د نړۍ ټیمونو پاکستان ته سفر بند کړ، او د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) کلونه هلې ځلې وکړې چې نړیوالې لوبډلې قانع کړي چې پاکستان بیا د کرکټ لپاره خوندي دی.

په هماغه کال، پاکستان د ۲۰۰۹ چیمپینز ټرافي کوربه‌توب له لاسه ورکړ، او همداراز د ۲۰۱۱ نړیوال جام د ګډ کوربه‌توب چانس هم ورڅخه واخیستل شو.

د ۲۰۲۵ د اتلانو اتلولي

اوس مهال، د سیالیو لپاره اووه ټیمونه پاکستان ته سفر کوي، خو هند ګډون نه کوي.

چیمپینز ټرافي یو ډېر ارزښتناک ټورنمنټ دی، چې پکې د نړۍ اته غوره ټیمونه برخه اخلي. دا ټیمونه په دوو ګروپونو وېشل شوي، او د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به نیمه پایلوبې ته وځي، چې بیا به پایلوبه ترسره شي.

د چیمپینز ټرافي تاریخ

دا سیالۍ په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کې د “ICC ناک آوټ” په نوم پیل شوې، چې د یوه‌وتنې سیستم (Single-Elimination) بڼه یې درلوده. دا سیالۍ د کرکټ د اتلانو اتلولۍ (چمپینز ټرافي) د بنسټ ایښودو لومړی ګام و.

تر دې دمه، ۸ بېلابېلو لوبډلو د دې ټورنمنټ اتلولۍ ګټلې دي، هند او استرالیا یوازیني دوه ټیمونه دي چې دوه ځله یې اتلولي خپله کړې ده.

هند دا ټورنمنټ په ۲۰۰۳ کې وګاټه، خو د پایلوبې په ترڅ کې د باران له امله یې اتلولي له سریلانکا سره شریکه کړه.

د ټورنمنټ بېرته راستنېدل

د کرکټ نړیوالې شورا پخوا پلان درلود چې دا ټورنمنټ بند کړي، ځکه چې د T20 بڼه ډېره مشهوره شوې وه، خو اته کاله وروسته، دا ټورنمنټ بېرته جنوبي اسیا ته راستنیږي.

د کوربه هیواد د لوبډلې اعلان

د سیالیو لپاره لوبډلې تېره میاشت اعلان شوې، خو د پاکستان کرکټ بورډ د ځینو سختو پریکړو له امله د خپل ټیم اعلان ځنډولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...