Homeخبرونهافغاني سرې میاشتې په ۶میاشتو کې تر ۵ زره د زیاتو رواني...

افغاني سرې میاشتې په ۶میاشتو کې تر ۵ زره د زیاتو رواني ناروغانو درملنه کړې

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت لومړۍ】افغاني سرې مياشتې ټولنې په کابل کې نن د طالبانو د رسنیو د اطلاعاتو مرکز کې ویلي چې، په تېرو شپږو مياشتو کې یې په ‎کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز ولايتونو کې ۵ زره او ۳۹۹ رواني ناروغانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د يادې ټولنې مرستيال عزيزالرحمن ويلي چې د دغو کسانو له ډلې ۱ زر او ۸۹۶ تنه تر درمنلې وروسته روغ خپلو کورنو ته لېږل شوي دي.

د دې ټولنې د مسوولينو په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې د ډنمارک هېواد د سره صليب په همکارۍ په کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو کې ۵۰۰ اړمنو کونډو ته د ورځني ژوند اړتيا پوره کولو پروژې هم پلې شوې دي.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې ۶۲۷ تنه سوالګرو له کورنيو سره ۴ ميليونه ۹۸ زره او ۱۳۲ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

دغه ټولنه داسې مهال د خپلو شپږو میاشتو راپور له رسنیو سره شریکوي چې، تازه یې پرون سه شنبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...