Homeخبرونهچمپینز ټرافي نن له غرمې وروسته پیلېږي

چمپینز ټرافي نن له غرمې وروسته پیلېږي

تاند 【چهارشنبه د کب ـ حوت لومړۍ】ټاکل شوې د ‎چمپينز ټرافي سيالۍ نن له غرمې وروسته په کراچۍ ښار کې پيل شي.

د دغو سیالیو په پيلېزه لوبه کې کوربه پاکستان لوبډله د نيوزيلنډ له لوبډلې سره مخ کېږي.

افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي.

افغان ملي لوبډله به د جنوبي افريقا، انګلستان او اسټراليا له پياوړو لوبډلو سره په “بي” ګروپ کې ولوبېږي.

دا چې د هند لوبغاړو نه غوښتل د لوبو لپاره پاکستان ته ولاړ شي، يادې لوبې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د سیالیو مهالوېش:
جمعه، د فبروري میاشتې ۲۱مه نېټه:
افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې
کراچۍ کرکټ لوبغالی

چهارشنبه، د فبروري میاشتې ۲۶مه نېټه:
افغانستان د انګلستان پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

جمعه، د فبروري میاشتې ۲۸مه نېټه:
افغانستان د استرالیا پر وړاندې
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
لومړۍ نیمه پایلوبه
دوبۍ کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
دویمه نیمه پایلوبه
لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه:
پایلوبه
لاهور / دوبۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...