Homeخبرونهد پاکستان د سند ایالت له ګودامونو زرګونه بورۍ غنم غلا شوي

د پاکستان د سند ایالت له ګودامونو زرګونه بورۍ غنم غلا شوي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت لومړۍ】‏پاکستاني رسنۍ وایي، د سند ایالت له حکومتي ګودامونو ۱۷۰زره بورۍ غنم غلا شوي.

سرچینې زیاتوي چې، د ورکو شویو غنمو په تړاو یې څلور تنه د خوراکي توکو څارونکي نیولي او تر څېړنې لاندې دي.

د پاکستاني رسنیو راپورونو کې راغلي چې، د اړوندو ارګانونو له لوري دغه څلور تنه تورنو کسانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړل شوې چې په لیکلي ډول د ورکو شویو غنمو په اړه معلومات ورکړي.

د سرچینې په راپور کې راغلي، که چېرې د نیول شویو کسانو ځواب د قناعت وړ نه وي له دندو به ګوښه شي.

پاکستان کې د نا امنیو له امله د ځایي اوسېدونکو په باور یې هېڅ شی خوندي نه دي.

دوی وایي امنیتي ادارې په خپلو چارو کې دومره پاتې راغلي چې، د خپل ځان ساتنه نشي کولی او کله نا کله وسله وال کسان پولیس تښتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...