جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیوازې په جنورۍ کې ۱۸ زره افغانان له راولپنډۍ او اسلام اباده...

یوازې په جنورۍ کې ۱۸ زره افغانان له راولپنډۍ او اسلام اباده خپل هیواد ته ستانه شوي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ د کب/ حوت لومړۍ) د ملګروملتو د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، د روان په لومړۍ میاشت کې، له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه تر ۱۸ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې، یوازې د جنورۍ په دوهمه نیمایي کې ۹,۸۴۶ تنه له یادو ښارونو افغانستان ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د جنورۍ له شپاړسمې څخه تر ۳۱ پورې، د ۲۹۱ کورنیو مشرانو افغانستان ته د بېرته ستنېدو اړوند فورمې ډکې کړې دي.

دا سازمان وايي چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر  څخه تر اوسه ۸۲۴,۵۶۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۸,۵۷۷ تنه یوازې د روان کال په جنورۍ کې بېرته تللي دي؛ دا د ټولو ستنو شویو افغانانو ۲ سلنه جوړوي.

د ستنېدونکو احصائیه

  • ۴۶ سلنه بېرته تلونکي له ۱۸ څخه تر ۵۹ کلنۍ پورې عمر لري.
  • ۳۰ سلنه له ۵ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې دي.
  • ۱۰ سلنه کورنۍ د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دي.
  • ۵۲ سلنه ستنېدونکي ښځې دي، ۴۸ سلنه یې نارینه دي.

د راستنېدو عوامل

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې ۷۸ سلنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له نیولو څخه د وېرې له امله بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي چې ۳۴ سلنه کډوال د کور د کرایې د وس نه لرلو له امله بېرته تللي دي.

همداراز، ټولنیز فشار، بې‌کاري، او د اوبو، برېښنا، او نورو لګښتونو د ورکولو د وس نه لرل د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو عمده عوامل دي.

په وروستیو کې پاکستان د اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر سخت کړی دی.

پرون د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه په راولپنډۍ او اسلام اباد کېمېشتو افغانانو ته اعلان کړه چې پر اساس یې باید ټول هغه افغانان چې معتبرې ویزې نه لري د روانې فبرورۍ تر ۲۸ پورې له دغو ښارونو ووځي.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ په اسلام اباد او راولپنډۍ کې دېره افغانانو ته خبر ورکړ چې ژر ووځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...