تاند (سې شنبه، د سلواغېږ دلوې ۳۰ مه) د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په راولپنډۍ او اسلام اباد کې افغان کډوالو ته خبر ورکړ چې د روانې فبرورۍ تر ۲۸ نېټې پورې له دواړو ښارونو ووځي.
دې کمیشنرۍ نن په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې ویلي، د پاکستان حکومتي چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې له هغو افغانانو پرته، چې معتبرې وېزې لري، نور ټول باید تر ټاکلې نېټې له راولپنډۍ او اسلام اباد څخه ووځي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په عین حال کې هغو افغانانو ته، چې بل هیواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد او رالپنډۍ کې انتظار باسي، د نژدې یوې نیمې میاشتې وخت یادونه کړې او ویلي:«هغه کسان چې د بیا مېشتېدنې (په درېیم هیواد کې) یا نورو انتقالاتي پروګرامونو اړوند لیکونه لري، د حکومتي لارښوونې له مخې، د هغوی لپاره وروستۍ نېټه د روان کال د مارچ ۳۱ مه ټاکل شوې ده.»
د کډوالو لویې کمیشنرۍ په راولپنډۍ او اسلام اباد کې دېره افغانانو ته مشوره ورکړې چې بدیل ترتیبات ومومي.
دې کمیشنرۍ په عین حال کې ویلي چې که پاکستاني چارواکو په خپله پرېکړه کې بدلون راوست نو کډوال به ورڅخه خبر کړي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني پولیسو په وروستیو کې یو وار بیا په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د افغانانو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی دی او ډېری افغانان وايي چې په ځینو مواردو کې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره نیول کېږي او پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.
په رالپنډۍ او اسلام اباد کې اکثره دېره هغه افغانان دي چې امریکا او نورو هیوادونو ته د تلو لپاره انتظار باسي.
د ټرمپ د حکومت له لوري د مهاجرت د پروسې د درېدو له کبله دا افغانان سخت مایوس شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.