یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد ویانا غونډه؛ مسعود د افغانستان راتلونکې ته د پلان او یاسین...

د ویانا غونډه؛ مسعود د افغانستان راتلونکې ته د پلان او یاسین ضیا د خپلې مبارزې د هدف په اړه خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، نن د ویانا په پنځم کنفرانس کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یو طرحه چمتو شوې ده.

هغه ټینګار وکړ چې دا طرحه پراخ بنسټه او د ټول افغانستان لپاره ده، چې د بېلابېلو سیاسي جریانونو ترمنځ د همکارۍ او توافق پر بنسټ جوړه شوې ده.

نوموړي وویل: «موږ باید هغه طرحه یاده کړو چې د یووالي او ګډې همکارۍ له لارې چمتو شوې ده. دا داسې نه ده چې موږ کوم پلان او لیدلوری ونه لرو. زموږ بلان د کوم فرد، شخص یا ځانګړي قوم لپاره نه دی، بلکې د ټول افغانستان راتلونکي ته ځانګړې شوې ده.»

ښاغلي مسعود د دغه پلان جزییاتو ته اشاره ونه کړه او نه یې په دې اړه څه وویل چې د دې پلان په جوړولو کې د کوم میکانیزم پر اساس کومو کسانو برخه لرله.

په دې ناسته کې، د طالبانو د یوې بلې مخالفې وسله والې ډلې؛ د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وویل چې د دوی مبارزه یوازې د طالبانو پر وړاندې نه ده، بلکې دا د تروریزم پر ضد پراخه مبارزه ده.

هغه وویل: «موږ یوازې د طالبانو پر ضد نه جګېږو، بلکې د تروریزم پر وړاندې درېدلي یوو. تروریزم ښه او بد نه لري، او دا مبارزه به تر هغه دوام لري، چې په افغانستان کې د تروریزم ریښې وچې شوي نه وي.

1 COMMENT

  1. یاسین ضا « د افغانستان د آزادس جبهې مشر» څوک دی؟
    یاسین ضیا، چې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې زیږیدلی . هغه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د تخار ولایت والي و او د جمهوري ریاست په جریان کې د افغان پوځ د لوی درستیز په توګه هم دنده ترسره کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۷مه د افغانستان د دفاع وزارت لومړی مرستیال وټاکل او د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغان پوځ د لوی درستیز په توګه مقرر شو. هغه د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده. په ۲۰۲۲ کال کې، راپور ورکړل شو چې هغه د افغانستان د آزادۍ جبهې یو له مشرانو څخه دی او د طالبانو پر ضد دی.
    یاسین ضیا په افغان پوځي پوهنتون کې زده کړې کړې دي؛ هغه په پوځي او استخباراتي برخو کې پرمختللې روزنه ترلاسه کړې ده. هغه د حقوقو او سیاسي علومو زده کړې هم وکړې او د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې یې روزنه ترلاسه کړه. جنرال یاسین ضیا د طالبانو یو مشهور ضد شخصیت دی، او کله چې هغه د تخار والي و، هغه طالبان له تخار څخه وشړل، چې د تالقان ښار څخه شپږ میله لرې رسیدلي وو.
    کله چې نوموړی د تخار والي و، هغه ته ټول پښتانه طالبان ښکارېدل ، بنا سلګونه بېګناه پښتانه یې ووژل .
    دی اصلا پښتون ضد ذهنیت لري . نو آیا داسې کسان د افغانستان د راتلونکي مشرتابه دعوا کولای شي ؟ که احیانا داسې انسان ضد څهره د افغانستان واکمن شی ، مونږ به له هغه د کوم خدمت تمه او توقع ولرو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...