تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) په سعودي کې د روسي او امریکايي چارواکو د څلور ساعته خبرو په پای کې روسي چارواکو هغه”مثبتې” وبللې.
د سې شنبې په ورځ، د امریکا او روسیې د جګپوړو چارواکو ترمنځ مهمې خبرې وشوې. د پوتین د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، دواړه خواوې په دې خبرو کې سلا شوې چې د اوکراین په اړه خبرې به پیل کړي.
دواړو لوریو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي ملاقات په اړه هم لنډ بحث وکړ، خو اوشاکوف وویل، داسې نه ښکاري چې دا ملاقات به راتلونکې اوونۍ ترسره شي.
په مجموع کې د اوشاکوف په وینا، خبرې «بدې نه وې»، خو زیاته یې کړه: «لا هم دا ویل سخت دي چې د روسیې او امریکا دریځونه سره نژدې شوي، خو پر دې موضوع خبرې وشوې.»
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې «یوه جلا مرکچي ډله به په مناسب وخت کې اړیکې ټینګې کړي.»
دا ناسته، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې وشوه، له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې وې، چې درې کاله وړاندې ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې پراخ یرغل پیل کړ.
په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، او ځانګړي استازي سټیو وټکوف هم ګډون درلود.
دا ناسته په داسې حال کې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چارشنبې په ورځ له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې او اعلان یې وکړ چې دواړه مشران پر دې سلا شوي چې سمدستي مذاکرات پیل کړي.