یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد "آزاد او دموکراتیک افغانستان" په نوم د ویانا پنځم کنفرانس پیل...

د “آزاد او دموکراتیک افغانستان” په نوم د ویانا پنځم کنفرانس پیل شو

تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) په اتریش کې  د “آزاد او دیموکراتیک افغانستان” په نوم د ویانا پنځم کنفرانس نن (سې‌شنبې، د دلوې ۳۰مه) د طالبانو د وسله والو مخالفانو د مشرانو په ګډون پیل شو.

 په دې ناسته کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې مشران جلاوطنه مشران احمد مسعود او یاسین ضیا، او همداراز د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار، ډاکټر رنگین دادفر سپنتا ګډون لري.

د دې کنفرانس تنظیموونکو ویلي چې د کنفرانس په پنځم پړاو کې به د سیاسي، مدني او نظامي ډلو ترمنځ د سیاسي وحدت پر اړتیا خبرې وشي او ټینګار به پرې وشي.

څرګنده نه ده چې کوم هیواد یا کومه اداره د دې کنفرانس لګښت او ابتکار په لاس کې لري او اصلي هدف یې څه دی.

تر دې وړاندې هم په دې نوم څلور غونډې جوړې شوي او یو لړ پرېکړې یې هم کړي خو د افغانستان پر سیاسي ډګر یې کوم اغېز نه دی لیدل شوی.

د ویانا د پروسې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کنفرانس په “ازاده سیاسي فضا” کې ترسره کېږي، او ګډونوال به له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره شفاف بحثونه وکړي.

له بلې خوا د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظري، پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دې ناستې ګډونوال د مختلفو سیاسي لیدلورو، قومي او مذهبي شالیدونو استازیتوب کوي. خو دا په داسي حال کې ده چې له خالد پښتون پرته، چې د یوې ډلې ویاند دی، د غونډې کابو ټول ګډونوال په اقلیتونو پورې تړاو لري.

د غونډې یوې برخوالې بلې ډلې؛ د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د هغو سیاسي نوښتونو ملاتړ کوي چې هدف یې د طالبانو د رژیم پرزول او د سیاسي او پوځي، خوځښتونو پیاوړتیا ده.

د ویانا کنفرانس اجندا

ټاکل شوې ده چې د کنفرانس له اجنډا سره سم په لومړۍ ورځ محمد محقق، یاسین ضیا، احمد مسعود، رنگین دادفر سپنتا، خالد پښتون، راحله دوستم، فوزیه کوفي، او رحمت‌الله یارمل د افغانستان د وضعیت ارزونه او د هېواد پر مهمو ستونزو خبرې وکړي.

د ویانا په پنځم کنفرانس به د طالبانو د مخالفو ډلو د یووالي پر لارو چارو او د ویانا د لارې پر نفشې هم خبرې وشي.

په دوهمه ورځ به ګډونوال د افغانستان د راتلونکي، د نړیوالې صحنې د نوي لیدلوري، او د وروستۍ اعلامیې پر سر بحثونه وکړي.

2 COMMENTS

  1. اشرار او ازاد دموکراتیک افغانستان یې سره څه ؟ چا کابل په ویرانه بدل کړ؟ چا اویا زره کابلیان ووزل ؟ چا د افغانستان وسلې پنجاب ته سوغات کړې ؟ ایا دغه سوډران چاته خبرې کوي ؟ او دوی کله د افغانستان خلک مني ، دوۍ یرغلګر راوستل او په سلګونو زره پښتانه یې ورباندي تر خاورو لاندي کړل. دغه طالب ددغو رذیلانو ناموس پلورونکو لپاره ټک پتری ده 😡

  2. دگر جنرال محمد یاسین ضیا در ولسوالي شكردره ولايت كابل ديده به جهان گشود.
    آقای ضیا از مکتب نظامي حربي فارغ گرديده و در سال ١٣٧١ از طریق آزمون کانکور، وارد پوهنتون طبی کابل شد. زمان دانشجویی آقای ضیا، برابر بود با سال های حکومت سیاه طالبان در کابل. همانگونه که زندگی در زیر سایه ی حاکمیت طالبانی، برای هیچ آزاده ی قابل تحمل نبود، آقای ضیا هم تحصیلاتش را در پوهنتون طبی کابل نیمه تمام گذاشت و در کنار مسعود شهید، به جبهه مقاومت علیه طالبان پیوست.
    پس از مدت کوتاهی، با توجه به استعداد و توانایی های که آقای ضیا نشان داد، وی به عنوان یکی از افراد مورد اعتماد مسعود شهید، قرار گرفت. همین بود که شهید مسعود، او را به عنوان مسئول اطلاعات و عمليات جبهه در حوزه ی کابل، تعیین کرد.
    پس از سقوط طالبان و روی کار آمدن نظام جدید، آقای ضیا به عنوان یک کارمند ارشد در دستگاه امنیت ملی افغانستان کارش را ادامه داد. پس از مدتی او برای فراگیری آموزش های عالی مسلكي استخباراتي به امریکا و استراليا سفر كرد. با ختم دروس و انجام ماموريت هاي ضد تروريزم در نقاط مختلف دنيا دو باره به کابل برگشت. سپس او در سال ٢٠٠٨ به صفت معاون ضد تروريزم، بعد به صفت ريس ضد تروريزم همچنان به صفت معاون اوپراتيفي رياست عمومي امنيت ملي و سپس به صفت معاون ولايتي رياست عمومي امنيت ملي در خدمت مردم افغانستان قرار گرفت. به ميان آمدن حكومت وحدت ملي پست معاونيت ولايتي منحل و بعد از آن مصروف كار هاي دانشگاهي ، سياسي و اجتماعي گرديد. موصوف در ايام ماموريت در دستگاه امنيت ملي برای تأمين امنيت شهروندان از هيچ سعي و تلاش دريغ نورزيد كه روي همين ملحوظ همواره مورد حملات تروريستی و توطيه های سياسی قرار ميگرفت هموطنان ما از طريق رسانه ها در جريان هستند.
    او در سال های پسین برای تقویت آموزش، چندین مکتب و مدرسه را در مناطق محروم شمال کابل ایجاد کرده است. همچنان داکتر ضیا، یکی از چهره های با نفوذ و کلیدی در میان سیاستگران حوزه ی مقاومت است و به زبان هاي دري پشتو انگليسي و اردو بلديت دارد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...