جمعه, اپریل 26, 2024
Home+خس که نېزه وړی؟ | حیات ژوند

خس که نېزه وړی؟ | حیات ژوند

پر تندي مې د خولو سېلاب څپې وهلې، شړنده اوبه رابهيدلې، خو کله چې به بڼو ته را ورسېدلې، تړمې به شوې. ښايسته غوټه شېبه وروسته يې پر دلیل وپوهېدم؛ خو په اول سر کې مه مې نه احساسوله، چې اوښکې مې راروانې دي او د ډک زړه بند مې د سترگو له لارې لاره کړې او ژاړم. د ژړا احساس مې نه درلود، رانه پردى شوی و؟ درد هم زما له تنه بېل و، لکه په خوا کې، مخامخ او لکه لرې چې ولاړ وي او راته گوري. د درد د باچاهي قلمرو له ما جلا شوی و که څنګه؟

تاسې چې دا هر څه لولئ، ښايي زما تصورات او خيالات يې وانگېري. خیال، ترهه او وهم يې وبولئ، ستاسې خپله خوښه، یو یې هم مه منئ، خو زه له نیم ساعت راهیسې جام جام اوبه له سطله راپورته کوم او پر ځان يې اړوم. مخامخ هېنداره زما د وجود له تاوه تته شوې، لاس پرې راکاږم، د ګوتې د هرې کرښې په چاپ کې چې پر هېندارې راکش کېږي، جوت لیدل کېږم. له څېرې مې مخ اړوم، یو ځل بیا ورګورم او پر ځان تو کوم، وایم: «باید همداسې شوي وای، ته څه: هېڅ!»

ژبه مې پر شونډو تېروم، اوبه يې تروه کوي او ښه ډاډه کېږم، چې اوښکو له اوبو سره یوځای پر اننګو لاره کړې او د شونډو پوله يې نړولې، تر ژبې يې ځان رارسولی دی.

ځان ته ښه ځير کېږم، کرښه کرښه په هېنداره کې لیدل کېږم او په هېنداره کې مې څېره یو ځل بیا زما په لاړو داغ داغ کېږي، کټ مټ لکه زما زړه چې همدا اوس د ننۍ پېښې، د سهارنۍ پېښې له کبله داغ دی، دردمن دی، بې ارزښته درد په بې ارزښته ټوټه او بې ارزښته ټوټه په بې ارزښته وجود کې. له ځان سره وایم: «یو غوړپ اوبه…» بیا وایم، اوبه د ژوند ماده ده؛ خو ته: «ته د خټو خاورو یو ذره».

مخ مې د حمام خاورین دېوال ته اړوم، زما له وجوده ورپاشېدلي څاڅکي څښي او خپل خړ رنګ په توربخون رنګ اړوي. یو جام نورې اوبه چې پر سر اړوم، له مالګینو اوبو سره یوځای يې څه انداره تېروم او ژبه مې تروه کېږي. یو ځل بیا مې رایادېږي، چې همدا نن سهار، حتی له دې وېرې چې پيسې مې څوک له جېبه ونه باسي، په زور مې کوښښ کاوه، چې ځان په خود وښييم. آه! که زما اراده وای او له دې وېرې چې ښايي له راپورته کېدو وروسته، د ستنېدو پيسې راسره نه وي، که دا وېره راسره نه وای، همالته، د ګڼې ګونې په منځ کې اوږد پرېوتم او تر کومه چې لمر نه وای ډوب شوی او تر کومې چې برېښوونکې وړانګې نه وای ورکې شوې، نه راپورته کېدم، په خدای قسم چې نه راپورته کېدم؛ خو دا هم زما د ژوندانه د ټولو هيلو په شان، د هرې هیلې په شان، تالاترغۍ شوه او پر جېب مې لاسونه ټینګ ونیول. دغه مهال تر ما، زما جېبونه مهم و، که راپورته شوی وای او جېبونه خالي وای، چا به مې لاسنیوی کړی و؟ چا؟ هېچا. دا مهال له هر څه سره پردی وم، يو خس وم، يوه بې ارښته لکه سيلاب اخيستي نېزه وړی؛ خو هماغه کس چې زما تر څنګ يې د اوبو له بوتلو ډکه رېړۍ درولې وه او چې ورته ومې ویل، یو بوتل اوبه راکړه، ښه نه یم، ښايي د ستونی لندېدو لپاره د ژوندانه وروستي څاڅکي وي، رایې نه کړې. همالته هوار پر ځمکه د پوښتنو سېلاب د نېزه وړي په شان د څپو په ټټر کې ننه ایستم او راایستم او له ځان مې پوښتلي و: «د چا ژوندون، د چا ساګانې او چا ته؟»

خو زه یوه څاڅکي اوبو ته اړ وم، وړیا نه، ما غوښتل چې جېبونه مې ورته پر رېړۍ تش کړم او ورته ووایم، دا هر څه ستا، یو بوتل اوبه را! خو دریغا چې دا مهال زه د خبرو نه وم، پر ځمکه هوار پروت وم. همدا لس دقیقې مخکې د شاعرۍ له یوه بزم څخه راوتلی وم، آه، اوس چې تر جام جام اوبو لاندې لوند خیشت ولاړ یم، له ځانه همدا یوه پوښتنه کوم: «شاعرۍ پر ما اغېز کړی و؟» 

او بیا وایم، مخکې له ورتګه روغ وم، ان په درست عمر کې په لومړي ځل – زه د دې حالت ارمانجن وم، خو نه په داسې وېرجن ماحول کې – هماغه ورځ بېخوده شوی وم، لاره راته تورتم شوې، پر یوه ولاړ موټر مې لاس کېښوولی و، بېرته مې کوښښ کړی و، چې راپه خود شم، خو همالته پر ځمکه هوار لوېدلی وم او په دې هڅه چې څوک مې جېبونه تش نه کړي، لاسونه مې پرې ټینګ نیولي و، خو وخت ناوخت بېحاله کېدم. د جېبونو د تشېدو وېرې زما په رغون کې له ما سره لاس یو کاوه.

اوس انگېرم چې سطل کې جام غوپه کوم، خو جام نیم تش راخېژي، فکر کوم، لوی سطل اوبه مې پر ځان اړولې، لکه یوه چاټۍ دومره لوی سطل، اصراف مې کړی، لکه له انسانه د انسان د تمې اصراف. 

نیم بل جام هم پر ځان اړوم، هېندارې ته ګورم، پر وږو مې اوبه روانېږي، غوټه غوټه اوبه مې پر سینه ولاړې وي، یو څاڅکی اوبه د شهادت په ګوته ړنګوم، زما د بدن پر پوټکي ړنګېږي، اوبه لاره کوي، د پناه پر لور مخه ښه. ځان ته ښه ځير کېږم، د خلکو تتې څېرې راته سترګو ته درېږي، ګڼه ګوڼه ده، یو کس هم لاس نه راکوي، رېړۍ والا وايي: «اول پیسې، بیا یو بوتل اوبه.» زه په سترګو جېب ته اشاره کوم، ورته وایم، پیسې راسره شته، اوبه راکړه، چې راپورته خو شم. رېړۍ والا ته یو لاروی درېږي، یو نوټ په ګوتو کې ورته نیسي، لاروی د بوتل سر خلاصوي. زه رېړۍ والا ته برند ګورم، له ما سترګې اړوي، لکه سړی چې له خځلو پښه واړوي.

دوپجنې هېندارې ته یو ځل بیا په شکمن انداز سترګې اړوم او پوښتم: «پر ما باید باور شوی وای؟ خو باور يې ونه کړ! زه اصلاً د باور وړ نه يم، زه د باور په دونيا کې نه يم.» 

زړې جامې، ارته کورتۍ، اوږده وېښتان… په ما کې ډېرې نښې د خیراتمار ښکارېدې. زه همالته ړنګ هوار پروت یم، لس دقیقې نور هم زما تر څنګ خلک چټک ګامونه اخلي، یو یو کس له ما پښه اړوي، له ټيټې زاویې د انسانانو تنې هیبتناکې ښکارېږي. فکر کوم، د یوه بې ارزښته څیز په شان مې چخڼۍ کوي. له ځان سره انګېرم، چې موږ خو له بل تناره يا د اور له نغري پښه نه اړوو، موږ ته سپېڅلي دي، پخوانو په کراتو ټينگار کاوه چى اورتون سپېڅلي دي. اور گناهوي پاکوي، مقدس يې ګڼو؛ خو زه د اور د یوه بڅرکۍ ارزښت هم نه لرم، له ما درګرده پښه اړول کېږي، لکه یو کاڼي چې پر سړک پروت، د خلکو لاره مې تړلې، سرخوږی مې ورته جوړ کړی دی. پر ځان زور راولم، دومره زور چې په خود حالت کې به هم ما دومره زور نه لاره، یو لټ، بل او ورپسې بل لټ خورم او ځان د سړک غاړې ته د لښتي تر څنګ رسوم. د لښتي بد بوی تر سپږمو رارسېږي، لکه له ځان سره مې دښمني راخیستې وي، په لویو ساګانو همدا بوی تنفس کوم او څه شېبه ناارادي تمثیل رانه کېږي: خوله پټوم، لاسونه ورنونو ته او پښې یوې بلې ته نژدې کوم او مخ رانه د لمر پر لور اړول کېږي. د بد بوې احساس کوم، له ويالې څخه بد بوی، که زما له تنه بد بوی، د لمر وړانگې، بې پروا خلک او زه د هغوی ترمنځ يو خڅڼی!

چنګاښ ۲، ۱۴۰۰ – کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب