سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد بشرحقونو نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د پلټنې...

د بشرحقونو نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د پلټنې غوښتنه کوي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۲) د بشري حقونو نړیوالو سازمانو ویلي، چې په افغانستان کې باید د جنګي جنایتونو پلټنه وشي.

د راپورونو له مخې په نړیواله کچه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې ۱۹ فعالو بنسټونو او اداراتو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له هغه غوښتنې هرکلی کړی، چې باید په افغانستان کې یوه بې طرفه نړیواله ډله د جنګي او بشر ضد جنایتونو څېړنه وکړي.

دغه بنسټونو په یوه لیک کې د بشري حقونو له نړیوال سازمان غوښتي، چې په افغانستان کې دې روان وضعیت له نږدې وڅاري او هغه موارد دې ژر په نښه کړي، چې بشر ضد کړنې بلل کېږي.

سرچینو په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاتوي چې نړیوال باید په دې تړاو چوپ پاتې نه شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي وو، چې په افغانستان کې په قصدي توګه په روانو جګړو کې ملکي وګړي په نښه کېږي او دا بشر ضد جنایت دی چې باید پلټنه یې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب