سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکا په قطر کې د افغان پوځ د ملاتړ لپاره دفتر پرانيزي

امریکا په قطر کې د افغان پوځ د ملاتړ لپاره دفتر پرانيزي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۲) د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي له بګرام هوایي اډې د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته  دا خبره ومنله، چې د افغان پوځ د ملاتړ لپاره به امریکا په قطر کې دفتر پرانيزي.

 جان کربي ویلي، چې د افغان ځواکونو مشورې او د ملاتړ ماموریت به دوام کوي.

د نوموړي په خبره دمګړی په افغانستان کې واک نوو پوځي چارواکو ته د لېږد په حال کې دی او د امریکا د دفاع وزیر په قطر کې په افغانستان کې د عملیاتو او پوځي ملاتړ په موخه په دې هڅه کې دی دفتر پرانیزي.

د هغه په وینا امریکا به د دې دفتر له لارې په افغانستان کې خپل عملیات تنظیموي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

کربي همدا راز ټینګار کړی، چې طالبان باید جګړې پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي.

د ده په خبره امریکا په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جنګ سخت  زور اخیستی، چې ورسره ځینې ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې چې افغان حکومت ‌یې تاکتیکي شاتګ بولي.

خو بل لورته بیا افغان حکومت هر ورځ د ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب