یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکي: د افغان طالبانو ځپل به پاکستان لپاره ناوړه پایلې ولري

پاکستاني چارواکي: د افغان طالبانو ځپل به پاکستان لپاره ناوړه پایلې ولري

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۲) د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشر پوره اته ساعته د دغه هېواد پارلمان ته د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دغه چارواکو ویلي دوی د دې غوښتونکي دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي، خو په خبره یې پر دغه ډله اوس د پخوا په څېر نفوذ نه لري.

د پاکستان د پارلمان یو شمیر غړو رسنیو ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي ، د پاکستان جګپوړو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی، چې په دې هیواد کې د افغان طالبانو ځپل به د دې هیواد لپاره ناوړه پایلې ولري.

جنرال قمر جاوید باجوه اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي په افغانستان کې جګړې ډېرې شي او له همدې امله دوی پر ډیورنډ لا ډېر اقدامات ترسره کوي.

د ده په خبره پاکستان هڅه کوي د کډوالو د اوښتو او ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا مخنیوی وکړي.

دغه لوړپوړو پاکستاني پوځي چارواکو ویلي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ دی.

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و چې دوی پر طالبانو له خپل ټول نفوذ څخه کار اخیستی او اوس یوه لاره ورته پاتې ده چې هغه د دې ډلې په وړاندې پوځي اقدام دی.

خو عمران دا هم ویلي چې د پاکستاني ټولنې هېڅ اړخ دا شی نه غواړي.

دوی داسې مهال دا خبرې کوي، چې له کلونو راهیسې افغان ولس او حکومت پر پاکستان شک لري چې د سولې په برخه کې رښتینی نه دی او د روانې جګړې ټول مسوولیت د پاکستان پر غاړه دی.

پاکستان له امریکا سره له ملګرتیا څخه بایکاټ اعلان کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب