شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان له امریکا سره له ملګرتیا څخه بایکاټ اعلان کړ

پاکستان له امریکا سره له ملګرتیا څخه بایکاټ اعلان کړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد به یې بیا هېڅکله له امریکا سره په جنګ کې ملګرتیا ونه کړي.

ښاغلي خان پرون چارشنبه/ د سرطان ۹مه/ د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل چې پاکستان د سولې په برخه کې خپلې هڅې کړي، خو د امریکا له لوري پرې تورونه لګول شوي دي.

ویل کیږي چې پاکستان په تېرو شپږو میاشتو کې څلور ځلې هڅې کړي دي چې د ولسمشر جو بایډن او د لومړي وزیر عمران خان تر منځ لږ تر لږه د ټیلیفون له لارې د خبرو کولو فرصت ورکول شي، خو امریکایي چارواکو یې هر ځل غوښتنه رد کړې ده.

عمران خان په خپله وینا کې وویل، په افغانستان کې د هېڅ ډلې او لوري ملاتړ نه کوي او نه هم په دغه هېواد کې د کومې ستراتیژيکې ګټې په لټه کې دي، بلکې غواړي افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې پای ته ورسوي.

د پاکستان لومړی وزیر دا خبره په داسې حال کې کوي چې د افغانستان حکومت ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان د حکومت مخالفینو ته پټنځایونه ورکړي او روزنې ورکوي.‌

عمران خان په خپلو خبرو کې له امریکا سره د پاکستان د تېرو شلو کالونو ملګرتیا کم عقلتوب وباله او ویې ویل چې دی د یوه پاکستاني په توګه له دې امله د حقارت احساس کوي.‌

ویل کیږي چې پاکستان له تېرو شلو کالونو راهیسې په افغانستان باندې د نړۍ وال ائتلاف له یرغل راهیسې په میلیاردونو ډالر په یوه او بل نامه ترلاسه کړي دي.‌

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې وویل چې پاکستان په دې بهانه چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه به کوي، له امریکا څخه ۳۳ میلیارډ ډالر واخیستل، خو پاکستان دروغ ویلي او په خپله خاوره کې یې ترهګریزو ډلو ته ځای ورکړی دی.

2 COMMENTS

  1. ها ها ها ! دا د خندا وړ خبره. د عمران خان نیکه هم دا جرعت نه لري چې داسې خبره وکړي. دوی سهار تر ماښامه د ګدایي کچکول په غاړه اچولی او له امریکا خیرات غواړي. کله چې ضرورت وي ستا پلار به یې هم وکړي. که ډالر یې درته وښودل خپله دریمه ماینه به هم ورته پرېږدي.

  2. NOW WORLD &AMERICA EXACTLY RECOGNIZED THAT;
    PAKISTAN IS SUPPORTER OF TERRORISM.
    PAKISTAN CAN NOT ANY MORE TO PLAY TOW FACE POLICY.
    AMERICAN &EUROPEAN ARMY WAS FOR 20 YEARS IN AFGHANISTAN.
    THEY KNOWS BETTER FROM WHERE TERRORIST COME IN TO AFGHANISTAN.
    PAKISTAN CAN NOT MAKE MONEY FROM THIS BUSINESS.
    ************************************************
    WORLD MUST PUT PAKISTAN NAME IN BLACK LIST OF SUPPORTER FROM TERRORISM.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب