شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+په افغانستان کې د جنګیز او هلاکو د تاریخ تکرار

په افغانستان کې د جنګیز او هلاکو د تاریخ تکرار

سلطان محمد صالح

په اوومه پيړۍ کې اسلامي نړۍ د جنګیزي لښکرو په واسطه له دومره لوی مصیبت سره مخ شوه، چه تاریخ یې تصور نه شي کولی. جنګېز په ۶۰۳ هجري کال کې په منګولیا کې حکومت جوړ کړ او په ډېره چټکۍ سره یې اسلامۍ ته مخه کړئ. د هغوی بد او ناوړه کار دا ؤ، چه  هر څه یې له خاورو سره خاورې کول. له ښارونو، ابادیو او فصلونو یې تش ډاګونه جوړول. جومات، علمي مرکز، کتاب او مؤثر شخصت یې اصلي دښمنان وو. د تاریخ په کتابونو کې ډېرې ترخې پيښې راغلې. وايي د بخاری او سمرقند له نیولو وروسته یې په بلخ حمله وکړه. د بلخ خلک له ډېره وامه او وېرې بې جګړې ورته تسلیم شول. هغوی یې ډېر ونه وژل مګر هغوی ټول یې د مروه (لوی اسلامي ښار ؤ او اوس په ترکمنستان کې دی) د نیولو لپاره جلبیزار کړل ترڅو خپل مسلمانان پرې ووژني. 

د مروه امیر له ښاره بیرون سخت مقاومت وکړ. خو مغلو یې لښکر له پښو وغورځاوه بالاخره عام خلک مقابلې ته راووتل. مغلو د مرو امیر ته وویل چه “خلک او ښار مه تباه کوه، ته راشه له موږ سره بیعت وکړه. تا به بېرته دمرو امیر کړو او نور ځو”. هغه ومنله. امیر راغی او مغلو ښه استقبال کړ. بیا یې خپل وزیران، علما، مخور، سوداګر، فني او مسلکي خلک پرې را ټول کړل، چه ټول راغلل. جنګیز په چوکۍ ورته کیناست او ټول یې د امیر په مخ کې یو پر بل پسې په دار کړ او امیر یې هم وواژه. ټولټال ۵۰۰۰۰ تنه پوهان، مخور، علما او سوداګر، حکومتي مشران او نور یې په یوه ورځ په دار کړل. 

په اسلامي نړۍ داسې وېره خپره وه، چه خاوند خپلې مېرمنې او مېرمنې خپل خاوند ته د جنګیز غیبت او شکایت نه شو کولی. دا خبره بیخي عامه وه، چه مغول او تتار هېڅکله نه مغلوبېږي. تاریخونو ډېرې هولناکې او دردناکې کیسې را اخیستې یو څو مثالونه یې دلته راوړم: 

یو څو کسان یو ځای ناست ؤ. کله چه یو بې وسلې مغولي کس هغوی ولیدل، راغی ورته ویې ویل: “یو هم ونه غوځيږئ، زه ځم وسله راوړم او بېرته راځم”. همداسې هغوی جام ناست ؤ. مغولي عسکر خپل مرکز ته لاړ. له ځنډ وروسته یې وسله راوړه او دوی ټول یې ووژل. په دې خلکو کې دومره جرات نه ؤ چه وتښتي!!!!

همدرانګه یو ځای څو مسلمان وسله وال له یو بې وسلي مغولي شخص سره مخ شول. مغولي شخص له ټولو وسلې واخیستي او هغوی یې پرې ووژل- دا مغولي شخص نارینه نه بلکې ]ښځه[وه. خو د وامه هغو مسلماناو وسله والو دا ونه پيژندله چه دا ښځه ده او داسې یې د مقابلې جرات نه درلود. 

اوس راځو د همدې تاریخ تکرار ته. 

  • د طالبانو لخوا دعامه تاسیساتو (سړک، پول- پلچک، ښوونځي، کلینک) ورانول خو د طالبانو ورځنی کار دی. (کندوز، غزنی او فراه ولایته چه یو څو شېبې طالب ته په لاس ورغلل ټول یې لولپه کړل). همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په لاس د عامه تاسیساتو د ورانولو عکسونه او وډیوګانې ټول ویني، چه هره ورځ یې طالبان د هېواد په ګوټ ګوټ کې تباه کوي. 
  • د طالب تر تسلط لاندې کلیو او بانډو کې هېڅ شخص او هېڅ فرد ددې جرات نه لري، چه طالب ته ووايي چه ځینې کارونه مو ښه نه دي. هېڅ ملا، عالم او آمي ددې جرات نه لري، چه طالب ته نصیحت وکړي. 
  • طالب د خلکو له کورونو او د ګڼې له منځه جګړه کوي، خو څوک ددې جرات نه لري چه طالب ته ووايي چه وروره له بل ځای څخه په حکومتي پوسته جګړه وکړه. 
  • د یوې پوستې په خاطر په ټوله سیمه لارې بندې کړې، خلک له کوره وباسي ورته وايي چه د کور دروازې به هم نه بندوئ، چه موږ پکې پټیږو. څوک د څه ویلو جرات نه لري. 
  • د طالب په سیمه کې دریم ملیونه ماشومان د شلو کلونو راهیسي له زده کړې محروم دي په لسګونو داسې ولسوالۍ شته چه یو مکتب هم نه لري، خو هېڅوک جرات نه لري، چه ووايی طالبه الله ته وګوره یا خپله مکتب جوړ کړه یا حکومت پرېږده چه دلته ښوونځی جوړ کړي. آخر زموږ خو مو نسلونه تباه کړل!!!! 
  • څرنګه چه ټول انسانان یو ډول نه نظر نه لري په کابل او ښارونو کې میشت داسې خلک شته چه د حکومت په کارونو انتقاد کوي، ټول یې په رسنیو کې وینو. لیکوال دي، څېړونکي دي. د طالب تر کنټرول لاندې سیمه همداسې ده، ایا تاسې څوک پيژنئ چه د طالب په سیمه کې اوسېږي او په ښکاره د طالب په کړو وړ انتقاد وکړي که یو پيژنئ نو را ویې ښیئ.‎!!!

د تتارو په څېر دوې عیني کیسي راوړم.

یو شخص چه د مصؤونیت په خاطر یې نوم نه اخلم (خو لوستونکی کولی شي په خپله سیمه کې د طالبانو د چلند ورته مثالونه وګوري). په وردګو ولایت کې کله چه طالب کوم کلیوال مجرم وبولي. نو هغه ته یو لیک لیکی او په هغو کې ورته لیکي چه (تاسې په پلانکي کلي کې د پلاني شخص په کور کې د دومره وخت لپاره بندي یې) دا شخص دا کاغذ اخلي او مربوطه کلي ته ځي او بیا د ټاکل شوي شخص کور پیدا کوي او هغوی ته لیک ورکوي. هغه کور مجبور او مکلف دی چه نوموړی په خپل کور کې بندي کړي. دا مهمه نه ده چه هغه کور څه ستونزې لري. په کور کې نارینه شخص لري او که نه، ډوډۍ لري او که نه. بله خوا بندي شخص هم د خپلې ابرو او عزت په خاطر او یا هم د خپلې کورنۍ د سرنوشت ساتلو په خاطر، یا داسې نه چه د طالب له خوا سوټمال شي او یا و وژل شي، ددې جرات نه لري چه بل چهرې لاړ شي، غربت هم اجازه نه ورکوي، چه له کورنۍ سره داسې ځای ته وتښتي، چه هلته طالب سلطه نه لري.   

د وردګو یو مخورشخص وايی زموږ کلي ته د بل کلی څخه دوه با ابرو او باعزته خلک ( د مکتب ښوونکي) راغلل سخت خفه او وېرېدلي ښکارېدل پوښتنه مو وکړه، خیرت خو به وي. له جیبه یې یو کاغذ را وایست. ویل یې چه موږ طالبانو ستاسې په جومات کې بندیان کړي یو. موږ هم مخالفت ونه شو کولی چه یره موږ مو نه منو. نوموړی شخص وايي چه د جومات په ۱۸ مترۍ کې یو کور څو مېلمانه لرل نو دوی ته مو هم وویل چه راځئ دغه کور کې به ډوډۍ وخورئ بیا به بېرته جومات ته راشئ. هغوی ویل نه، طالبان به خبر شی بیا مو خیر نه وي. موږ له جومات څخه د وتلو اجازه نه لرو. 

تاسې فکر وکړئ، چه دغه کسان نه شي کولی چه بل ځای ته وتښتي؟!!!  هغوی کولی شي مګر هغوی د جنګیز د وخت په څېر وهم او وېرې اخیستي، له بلې خوا فقر او بې وزلۍ د طالب په منګولو کې اچولي چه د هېڅ جرات نه لري. 

لنډه دا چه د طالب تر کنټرول لاندې خلک تر سپږمو راغلي خو د جنګېز د تاریخ په څېر نه د څه ویلو جرات کولی شي او نه هم د مخالفت! ځکه هغوی ته د طالب مخالفت د خپل سر او اولاد په تباهۍ تمامېږي! 

1 COMMENT

  1. یاره ښه ویریدلی سړی دی.
    شوخی بله خوا، همداسی کیسی دتالبانو محبوبیت ښیی، خلک یی رښتیا افغانان بولی او دهغوی تابعیت دځان وظیفه. افغانستان په دی ډول دآزادی منزل ته رسیږی. دمزدور دځالی خلک اوس باید پوه سی چه افغانان څنګه په هوښیاری دپنځوسو ظالمو دولتو واڼی وایستلی. مزدور کسان به یی نه خوښوی خو دا یو حقیقت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب