پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبکره کتنهد څپو چې زړ راډک شي + لاره بچ کړي له گودره

د څپو چې زړ راډک شي + لاره بچ کړي له گودره

(د بېکسيار له شعر سره څو شېبې )

وروستيو کلونو يا د تيرې څه کم نيمې پيړۍ پېښو په پښتو شعر هم اغيزه وکړه ـ دا اغيزه څه د بهر نه ده او څه له دننه ـ له بهر نه په دې مانا ده چې دانسان يا شاعر انسان له ذهن او روان نه بهر پېښې نيغ په نيغه د شعر سيند ته ور ننووځي او هلته خپله ماڼۍ جوړوي ـ  له دننه په دې مانا چې د شاعر دونيا هم هغه پخوانۍ دونيا نه ده ـ هغه يې دې ته اړ کړى چې ديو ژوندي اوخوځنده موجود په توگه د خپل تن او روان له صافي نه ډېر څه بهر کړي، صيقل يې کړي، دکاغذ پر مخ ورته کاروان وتړي او پر لاره يې رهي کړي ـ

د کډوالۍ او غربت چاپيريال له تېر مهال درد سره يو ځاى دى ـ د کډوالۍ  او غربت چاپيريال تر ډېره بريده د نويو بدلونونو  جوگه دى ـ دلته په شعر کې د زمان عنصر لا پسې اهميت پيدا کوي ـ نه يوازې اهميت بلکي خپل هندسي او  الجبري مفهوم  له لاسه ورکوي ـ سايکالوجيک اوفلسفي مفهوم خپلوي .  په دې زمان کې نور شپېته ثانيې يوه دقيقه نه کېږي ـ بلکې دولس کاله  د سترگو په رپ کې تيريږي ـ  اويا د سترگو یو رپ شېبه  کلونه اوعمرونه وخت نيسي ـ

په دې لنډه او تنگه ليکنه کې د يو سپيڅلي او رښتيني شاعر د ژوند په پلنه او بې بريده سارا کې د افريقا له سارا نه هم په اوږده سارا کې د يوازې اوبې کسه شاعر د شعرونو په باب خپلې خبري را ټولوو ـ

دلته دعبدالمالک بېکسيار په شعر خبرې کول غواړو  خو ترمخه  تردې چې د هغه  په شعر تم شم  يوه يادونه را ياده شو او هغه داچې :

 ما ډير داسې کسان اوشاعران ليدلي دي ـ چې ماته سم دواره د خداى بښلي سخي انتظار سلطانپوري صيب يوه ليکنه مخکې ږدي ـ هغه يو مهال په زيرې جريده کې  ديو شاعر په باب کښلي وـ چې که په هره څلور لاري کې دې مخې ته راشي  نو سملاسي له خپل زاړه بکس نه ټوټه پوښ والا کتابچه را باسي او خپل شعر درته اوروي ـ نن هم ځينې شاعران دا کار کوي خو میتودونه يې بدل دي ـ له نيکه مرغه ما بېکسيار داسې ونه ليده ـ ان تردې چې زه په دې نه پوهيدم چې دى به داسې شاعر وي چې په کلام او بيان کې به يې يوه دونيا پرته وي ـ دى (بېکسيار ) خو دومره سپيڅلي او چوپ سړى دى چې که شعر ونه وايي څوک نه پوهيږي  چې بېکسيار هم شاعر  دى ـ خبري ېې وزن لري ـ په ډېرو پېچلو مسايلو يې سر خلاص دى  ـ ماته يې د شعرونو دوه ټولگې را کړې ـ سم دواره مې پانې واړولي ـ په يو شعر چې په لوستلو مې پيل وکه تر اخيره يې له ځانه سره وساتلم؛ دده په شعرونو کې مې نوې خبرې اونوې بڼې پيدا کړې ـ په دې شعرونو کې دوه مسئلو دې ته اړ کړم چې  څه پرې  وليکم  او يا ددې شعرونو سره د زړه خواله وکړم ـ

يو خو دادى چې شاعر يو داسې څوک دى  چې هيڅکله ځان او خپل شعر پر چا يا اوريدونکي نه تحميلوي ـ اونه خو د ځان له پاره تبليغ کوي ـ کومه تبليغي ډله هم نه لري ـ او نه ورسره مينه لري ـ ماته بېکسيار او کاوون توفاني د دواړو دا ځانگړني ډېري په زړه پورې دي ـ ددوی دشخصيتونو دا ځانگړنې چې د شعرونو د خلاقيت سره يو ځاى شي  نو علويت خپلوي ـ

دوى دواړه داسې شاعران دي چې قلندري اودرويشي ځانگړنې  پرې غالبې دي  ـ

بله خبره داده چې د بيکسيار په شعر کې دده او دهغه تقليد او پيښې نه شته  کاوون هم خپل شعر پخپله وايي شعر يې لکه کاوون او کاوون لکه شعر اوبېکسيار هم داسى درواخله ـ دواړه د چا پروا نه ساتي په ايديو لوژيک جال کې بند او ښکيل نه دي  او  له هر ډول تعصب  نه يې  هم ځان ژغورلى دى ـ

بيکسيار هم خپل شعر رياضت ته وقف کړى دى ـ غواړي د پرښتو ژبه خپله کړي يوه دونيا يو ښار  او يوه داسې نړۍ جوړه کړي چې په هغه کې دانسان غمونه ،دانسان اندېښنې، خوښۍ اوخوشالۍ  په انځورونو کې وبريښي ـ له هغو مجسمې جوړې کړي  ـ دانسان په رواني اوعاطفي دونيا کې ماڼۍ ودروي  او ددغې ماڼۍ په هيندارو کې په زړونو کې پراته مقاصد اومکنونات وځليږي ـ

تر مخه مو وويل: چې د بېکسيار شعر د هغه خپل يا بېکسيار شعر دى ـ د چا په لاره پل نه ږدي  بلکې د خپل احساس او عاطفي په لاره پل ږدي ـ هغه د پخوانيو او زړو قالبونو خيال هم دومره نه ساتي ـ اونه کلاسيکو ليريکو کليماتو اومفا هيمو نه دخپل شعر دونيا جوړوي ـ بلکې دخپل زمان او د خپل ذهن او د خپل وجودي اصالت ليوال دى ـ

هغه يې له خپله ځانه او له خپله ذهنه اوله خپل درون (دننه ) څخه پيلوي  اوبهر درومي ـ کډوالي ،بي وطني ، مهاجرت ، او دخپل وطن له دښتو  ،ميرو ، شنو درو، غرونو اوځنگلونو نه په زرگونه فرسنگه ليرې دى ـ دشاعر دشعر ماڼۍ انځورونه له  هماغه کليوالو ډبرو او د خپل  کلي دخوړ له سوليدلو  ډبرو او سپينو  شگو نه جوړه  او ولاړه  ده .د انځرو او توتانو ونې په کې جنډې کوي ـ سيلاني مرغان، چڼچڼې اوکوترې په کې شور کوي ـ دکډوالي تېر ياد  او تير درد (نستالژيا ) ددغه شعر بوده اوتنسته گرځي ـ

د بيکسيار په دې راوروسته شعر کې دوخت او زمان درد او تير ياد  په  غريو نيولي ستوني خبره کوي ـ :زمانه  ماسترگي غړولي ، يا دسترگو په رپ ، په ډډه اوښتل ،ماشومتوب ؛ په اوبو ورگډيدل په سرو وينو کې لمبيدل ، بې ژبي او گونگ والي او داسې نورې مفهوماتي خښتې د هغه دشعر  د ماڼۍ ديوالونه جوړوي ـ

غزل

زما اودحالاتو تر منځ ډېره زمانه وه

ما سترگې غړولي چې بيا تېره زمانه وه

زه نه ووم را ويښ شوې ،ما تش اړخ و بدل کړی

سهارته بيا خبر شوم چې په وېره زمانه وه

زه ټينگ په اوښ تړلي دکوچي ماما ماشوم وم

په اور اوبو ورگډه دا سرتېره زمانه وه

ما وې زه جوړوم به ځان زه تا به هم گټمه

زه څو چې رسېدلم تاته هېره زمانه وه

په سرو وينو کې لت پت چې دژوند مېدان کې رغښتم

څه گونگه څه بې ژبې دا چاپېره زمانه وه

دا ستا دبيلتون ټس و بېکسيار چې وم نتلې

چې وتې مې له خيال ،فکر اوشميره زمانه وه

کولن  -جرمني   ١٣-٧ -٢٠١٢

هگل د ښکلا پېژندنې په سريزه ؛ نوم رساله کې کښلي دي : هغه دريم هنر چې د رومانتيک هنر دروحي بڼې ځلا ده ، شعر دى ـ ددغه ښکارندې(پديدي )  څرگنده ځانگړنه په هغه قوت کې ده چې په مرسته يې حسي عنصر چې انځور گرۍ او موسيقۍ يې په ازادولو پيل کړي وو، په شعر کې روح خپل تابع کوي اوپه تصوراتو کې را منځ ته کېږي ـ

هگل وايي :

 شعري هنر عام روحي هنر دى؛ چې داخلي يا دروني خپلواکي يې تر لاسه کړې ده ـ او دخپل تحقق له پاره بهرني او حسي مصالحو ته اړتيا نه لري بلکې يوازې ځان په دروني فضا اودروني زمان کې خپل تصورات  پوهاوي ته سپاري ـ

دبيکسيار په شعر کې هم موږ دکليماتو په جوله کې د اوازونو او غږونو په اهنگ کې احساس او تصور ته  داخليږو  ـ هلته موږ يوې نوې دونيا ته چې شاعر له خپل دروني او احساسي تن په مصالحو جوړه کړې ورځو   ـ شاعر دپښتو د کلاسيکې شاعرۍ  په پل پل ږدي خو له هغه سره اوږه په اوږه پر مخ نه ځي ـ بلکې د ژوند روان بهير ته په خپل روان او روح کې ځاى ورکوي ـ په دې مانا که له يوې خوا له خپل ادبې سنت سره نا اشنا نه دى نو له بلې خوا   د زيات نوښت  او نوې هستونې ليوالتيا لري ـ

د سپيدار په شعر کې داسې مفاهيم اوکليمات  لکه : مساپره !  بوډا سپيدار ، ځاله ، دغرمې سيورى ؛ سره گيلمونه ، چلمونه ، له منگي سره ټپې ، پرديسه ، ولې نه راځې هغه وختونه بيا ـ  دنوى غزل دسينگار پسولونه دي ـ دلته محبوب ؛ د هغې سرې شونډې ، اوږدې زلفې ، سره بارخوگان ؛ راوتلې دوه کوترې ؛ نرۍ ونه ، نازونه او کرشمې  نشته ـ بلکې دهيواد  نه دليرې والي ، دغربت درد ، اونستالژيا ده ـ شاعر په يورپ کې ژوند کوي ـ دى له هغه ديرو اوحجرو نه ليرى دى  چې سره گيلمونه په کي هوار وي ـ دچلمونو کوړهار په کې خيژي ـ اواسمان لوگى نيسي .دلته هيڅ نشته .څه چې د شاعر په هيواد کې د هغه د خاپوړو په کوڅو کې  شته ـ دلته سپيدار د شاعر د ذهن په کرونده کې را شين شوى او زوړ شوى دى ـ دى کيسه کوي . د غربت کيسه  د بې وطنۍ کيسه په خيالي دونيا کې په وطن کې د وطن دظهور دونيا . په دې ډول په شعر او په غزل کې داستان وايي : دخپل درد اوفرقت داستان ـ

سپيدار

٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

مساپره نور به څه درته بيان کړم ؟

ددې کلي به څه څه درته عيان کړم ؟

دغه پورې وچ بوډا سپېدار چې گورې

ورسره دې دپرون څه کيسې نورې

يو وخت وې يې ټيک يوه يوه لويشت پاڼې

پړکېدلې به په باد کې لکه زاڼې

څانگې تللې يې تر ليرې ليرې ځايه

چوپ کينه مه ته ښه ښه خو  راته وايه

مخ قبلې پلو په غټ ښاخ کې يې ځاله

دښارو ترورۍ ودانه وه څو کاله

دغرمې سيورې يې غيږه وه دنجونو

نارينه به ورکې پنډ تر ماښامونو

کله فرش به يې په غيږ سره گيلمونه

 توله شپه به قوړېدل پرې چلمونه

کليوالو به ترې لاندې کړلي جمعي

پاک الله ته استغفار زارۍ اوتمې

ماخوستن به له منگي سره ټپې وي

 همدې ونې لاندې جوړې به مېلې وي

دغه خواته توټه ځمکه به گلان وو

تنباکو به ورسره انډيوالان وو

نور به څه درته غوږونه خورم پرديسه

ته چې تلې دغه فرياد درسره ويسه

ولې نه راځي هغه وختونه بيرته ؟

رانه ولوټل چې چا، څله اوچيرته ؟

٢٢-٣-٢٠٠٧

 ارنست کاسيرر ،انسان سمبول جوړوونکی موجود بولي ـ يونگ هم په خپل وار د انساني روان تصوير جوړوونکي قدرت يادونه کوي ـ سمبول جوړونه دټولو انسانانو او د ټولو فرهنگونو ځانگړنه ده ـ په دي لړ کې  هنر ، علم ، ادبيات اوژبه لږ ترلږه ټول  فعاليتونه څيړي ـ  دبېکسيار په شعرونو کې دازوپ له ژبې سربيره  دسمبوليزم ژبه هم تر سترگو کېږي ـ دا ژبه شعر ښکلي کوي  بلکي داسې هم ويلي شو چې شعر له وچ سياسي شعار نه شعريت  ته را داخلوي ـ دلته د شعار مسئله مطرح نه ده ـ بلکې دعواطفو هغه مطرح ده ـ ژوندي اوترخه واقعيتونه  دانسان د ذهن له صافي تېرېږي او د انساني درد اوټپونو په مرسته په شعر  بدلېږي ـ

سمندري مرغه يې دحرص ،طمعي اودنه مړيدو يو بل سمبول دى ـ چې بيا يې تکل کړى چې سهيل ته لاړ شي ـ په دې سمبول کې يوه لويه کيسه نغښتې ده ـ د انسان د وحشت او ليونتوب کيسه ده ـ دا سمندري مرغه نه بلکې  سمندري غل  هم دى . سمندري غله په اروپايي فرهنگ کې يو پيژندل شوى مفهوم دى ـ هغه چې د حرص او طمعي  دپانگې په نړۍ کې دواکمنۍ هيله دهغو په هوس اونفس کې يو وار بيا د اژدها په څير له خولي اور بادوي ـ

شاعر وايي :

نه يې دچا دواپسۍ انديښنه

نه يې دچا دلارې څار پريشانۍ

نه ماښامى ويني ،نه ستورى ،نه په وينو شفق

سمندري مرغه  بې غمه اوسړه سينه سهيل ته روان

خو شاعر وايي : دسمندري مرغه په ټوله دونيا هم سترگې نه مړيږي ـ

سمندري مرغه

سمندري مرغه بې غمه اوسړه سينه سهيل ته روان

نه يې څه بيړه دڅه

نه يې څه وېره دڅه

نه يې د ډلې ،نه د خېل ،نه د ملگرو پروا

سمندري مرغه بې غمه اوسړه سېنه سهيل ته روان

نه يې د چا د واپسۍ اندېښنه

نه يې د چا د لارې څار پريشاني

نه ماښامي ويني ،نه ستوري ،نه په وينو شفق

سمندري مرغه بي غمه اوسړه سينه سهيل ته روان

سمندري مرغه اتل دی

دمينې اور يې په زړه بل دی

چېرې روان الله يې مل دی

سمندري مرغه سم دم لکه زه بره ځي سپوږمې کې يې خيا ل

او په دونيا يې سترگې نه مړيږي     ٢٦٧مخ

شاعر د شېبو شمېرنه کوي . په ځغلنده شېبو کې د اسمان ستورې شماري او د عمر خيام په څېر په يو ډول هيدونيزم تکيه کوي .شاعر وايي :

ژوند همدا يوه شيبه ده ـ داسمه ده  چې ژوند رنگين کالي دي ـ انسان په درې زمانو کې يعنې په ماضي ،حال او مستقبل کې ژوند کوي ـ دلذت دکيت  يا هيدونيزم پلويان د ژوند له نا خوالو تېښته کوي  اويوه شېبه چې ښه تېره شي غم او دردونه لري  غنيمت يې بولي خيام وايي :

امروز که نوبت جواني من است ،

مى نوشم از آنکه کامراني من است ،

عيبم مکنيد گرچه تلخ است خوش است ،

تلخ است ،از انکه زندگاني من است .

يا په يوه بله رباعي کې :

افسوس که بېفايده فرسوده شديم ،

وز درس سپهر سرنگون سوده شديم ،

دردا و ندامتا که تا چشم زديم ،

نابوده بکام خويش نابوده شديم ،

يو ليکوال دخيام دفلسفي تفکر په باب ليکي : دخيام فلسفه په ځانگړې توگه دنن ورځې داريايانو دفکري تگ لارې سره سر خوري ـ له همدې امله يې په وروستيو سلو کلونو کې په اروپا کې ډېر شهرت خپل کړ ـ

خيام په دې عقيده دى  چي انسان په دې نړۍ کې د خپل برخليک بندي دي ـ هغه انسان د طبعيت په وړاندې بي وسه بولي ـ او د هغه اراده هم بې وسه ـ نوموړی يوه متعالي قدرت ته قايل دى ـ داسې فکر کوي  چې نيکي او بدي ،غم او ښادي د تقدير کار نه دى ـ انسان په دې چاپيريال کې ميلمه دى او دده عمر د باد او اوبو په څير په تلو کې دى ـ

غني هم وايي :

خانده نن مه کوه غمونه دسبا

ښه پوهيږې ده، پتيره دا دونيا

د کر وخت کې د غوبل فکرونه مه کړه ،

خوره او څښه حساب کتاب يې مه منا

دتندي ليکي نه شي گرځولي

په ويرونو په ژړا په واويلا

دا ځواني به هميشه نه تاسره

څه را کړه د يارانو په رضا

خو دبېکسيار دا وروسته شعر سره له دې چې هيدونيزم ليږدوي ـ  ددې ليږد په ترڅ کې کيسه هم کوي ـ  دا کومه حماسي کيسه نه ده ـ بلکې دشېبي يوه کيسه ده ـ دا شېبه چې شاعر له همدې شيبې کال او کلونه جوړوي او په دې اوږودو خپلو انديښنو سره غاړه غړۍ کېږي ـ له بديو تېښته کوي ـ له ناخوالو منډه کوي ـ يوازى همدا يوه شېبه په کې غوره کوي ـ ‎‎‎:

ژوند همدا یوه شېبه ده

دغه زه چې چېرې ناست يم

خيال کې مخامخ هغه ده

ژوند همدا يوه شېبه ده

دغه پوري ښارو ځان کې

چې لگيا وهي مښوکه

ترې لږ  بر ناسته بلبله

ټوله شور ،فغان او کوکه

دا د پښو لاندې ميږي چې

څومره حرص څومره اسره ده

 ژوند همدا يوه شيبه ده

کله ته راياده ژاړي

کله ته راياده خاندي

کله تا غواړي چې هيره

کله تا له خدايه غواړي

کله داسې ،کله داسې

زما مينه عجيبه ده

ژوند همدا يوه شيبه ده

باران اوري که دريږي

پرې پوه نه شوم بېکسياره

دکور خواته غلي ناست يم

لرې نه شم تلی له ډاره

زړه مې کېږي کورته لاړ شم

په همدي کې مې پرده ده

ژوند همدا يوه شيبه ده .

هنري هستونه يا د شعر تخليق داسې دی لکه په يو نامالومه لاس چې په تورتم کوټه کې  يو څراغ روښانه شي  شاعر په تورتمه کوټه کې ناست او د څراغ د رڼا په خپرېدو  سره  په يو درنگ کې سترگې اخوا دې خوا اړوي ـ د کوټې ټول توکي ويني ـ دا ټول  د شاعر په ذهن او خيال کې ځاى نيسي ـ خو بيا يو ناڅاپه هماغه نا ليدلی لاس څراغ پوه کوي ـ په کوټه کې يوازې پاتې کېږي ـ کوټه تورتم ده ـ او هغه شيان چې شاعر  ليدلي د هغو ياد د هغه  په ذهن کې پاتې کېږي ـ هماغه لومړي توکي چې د شاعر د شعر او الهام سرچينه گرځي ـ   ددې سبب کېږي چې د الهام او اشراق په مرسته  شعر حضور پيدا کړي ـ دلته دی چې رښتونی شعر ځان له مصنوعي  شعر نه  جلا کوي ـ شعر خپله ديوې الهې په توگه بيروني نړۍ ته راځي او خپلې وزرى په ټولنه اوفرهنگ کې غوړوي ـ

په همدې لړ کې بېکسيار د تپوس په نوم شعر کې يو ژور احساس را حاضروي ـ هغه په خپل ذهن اوحواسو فشار راوړي ـ يوه بله دونيا جوړوي ـ دلارې اولارويو پوښتنه کوي ـ هغه دا شيبه له کوپنهاگنه ليرې غرونو ته درومي ـ د تړو اوناوونو په يوه  يو ستوې  پلې لاره کې ناست دى ـ د لارې پوښتنه کوي ـ په پوښتنه کې دخپلو خلکو اوږده غميزه وايي : دا غميزه د هغه دشاعرانه نستالژي سره يو ځاى کېږي ـ

  اوس ټول شعر لولو :

تپوس

 دالاره چيرته وځي؟

دريغه شيبه ترمخه تېر د هغه تور خره له خاونده مې تپوس کړي وای

دا لاره چيرته وځي ؟

پر ما له پورې غاړې خوړه د کيږدۍ لونگين وږم شو خور

د کيږدۍ وږم سمندر ته ورته

يوڅه د مړو کبانو مرچ اومصاله يې کمه

خو خداى خبر دا لاره چيرته وځي ؟

اې ماما

دا لاره چيرته وځي ؟

د اکاخيلو مينې کوم پلو دي ؟

داکاخيلو مينې ؟

دا ته یا گنگس ،يا ليونې يې ،يا باڅار يې اشنا

او يا ويده وې په کلونو،په لسيزو همدا اوس را ويښ شوې

اکاخيل شل کاله پوره وشول ايلبند ته راختلي نه دي

دا غاړي ،غرونه اوس پرهيز دي د شپونکي له شپيلۍ

دا کنډرونه او دا بارې اوس اوس

دشين خاليو پلوونو نه مچکې ناخلي

دغو ناوونو اوشيلو کې دزرکوړو نغمې گونگي دي اوس

د ميږو ،وريو ترنم اوس دلته سا ورکړې

داوطن هغه وطن نه دى  چې د تا وو  يو خت .

١١-١-  ٢٠٠١

دلاتيني امريکي مشهور شاعر اوکيسه ليکوال خورخه لويس بورخس دشعر دهنر په باب وايي :

(( کله چې پخوانيو د خلاق  او هستوونکي شاعر ، په باب خبرې کولې د هغو هدف يوازې دا نه وو  چې هغه ډېرې خوشالوونکي نغمې په ژبه وايي : بلکې يو داسې څوک هم چې کيسه را نقلوي  هم په پام کې درلوده ـ داسې کيسه چې پر هغه کې د ټول بشريت غږونه اوريدل کيداى شي . نه يوازې خوشاله کوونکي غږونه ؛بلکې له افسوس ؛انديښنو اوغمونو ډک او زړورتيا او له اميدونو نه ډک غږونه ـ

موږ په پورته  ليکنه کې د شاعر د شعر په ټولو ځانگړنو خبرې ونه کړې ؛او نه مو هم د هغه د اشعارو بېلابېلي بڼې را نقل کړي ـ بلکې دلته موږ لکه څنگه چې غوښتل يوازې دشاعر دبې وطنئ يا دوطن څخه دليرې والي درد  په اړوند شعر ته کتنه وکړو ـ

دشاعر دوه ټولگي  په اروپا کې خپرې شوي دي ـ اروپا زموږ دشعري دردونو ځمکه ده نه زموږ د شعر دلوستونکوـ که دا ټولگي په کابل اوپيښور کې خپرې وای  زيات  لوستونکي به يې درلودلى ـ

په هر صورت  دبېکسيار  شعر د يارانو او د پښتون فرهنگ د ليوالانو شعر هم دى ـ

لندن ـ سليم شاه

فبروري  ۷ کال ۲۰۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب