جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په ګړدودي ډلبندۍ کې د خوست او پکتيا ونډه

په ګړدودي ډلبندۍ کې د خوست او پکتيا ونډه

ليکوال: گهيځ عابد

د شلمې پېړۍ  له نیمایي، را په دې خوا  خارجي  او داخلي پوهانو چې کومې څېړنې د پښتو لهجو  اړوند کړي دي؛ د دغو څېړنو پر بنسټ دوی هڅه کړې، چې د یو شمېر ځانگړتیاوو له مخې یې په څو گروپونو وویشي. دغه وېش یا ډلبندي چې چا په دوو، چا په درېیو او چا په څلورو گروپونو کړي، په لنډ ډول راوړو.

په لومړي ځل دوکتور مکینزي او بیا کیفر  د( ږ، ښ) بېواکو غږونو له مخې په دوو گروپونو ویشلې دي خو کیفر بیا څو کاله وروسته چې د پښتو څېړنو د مرکز له خوا په جوړ شوي نړېوال سېمنار کې گډون کوي؛ نوموړی د درېیم او د وزیرۍ لهجې په پام کې نیولو سره د څلورم گروپ یادونه هم کوي. (۱۸: ۱۳)

مارگن سټرن او اسلانوف هم د (ږ، ښ)  بېواکو غږونو له مخې پښتو لهجې په دوو گروپونو نرمه او سخته لهجې( ختيځه او لودیځه لهجې)  ویشلي دي.

په داخلي پوهانو کې استاد محمد صدیق روهي هم په دوو گروپونو وېشلې دي. لومړی گروپ هغه لهجې بولي چې د هغو لیک او لوست په ښوونځيو، ورځپاڼو او نورو خپرونو کې تعمیم شوي دي او ځانته یې معیاري بڼه غوره کړې ده. دویم گروپ هغه لهجې دي، چې د لومړیو لهجو (الف) پر اوږد واو بدلوي او تر اوسه پورې پکې لیکنې او خپرونې نه دي شوي.

تر استاد روهي وروسته دوکتور مجاور احمد زیار بیا یوازې د اوسني افغانستان لهجې د (ښ) غږ له مخې په درېیو گروپونو کندهارۍ، منځنۍ او ننگرهارۍ ډلو داسې وېشي: په کندهاري گروپ کې له کندهار پرته نورې لودېځې او سوېل لودېځې سیمې هم راځي، چې د بادغیس له بالا مرغابه (د غورماچ په استثناء) د غور د نیاز کلا او د هرات له کهسان څخه راپيل تر جلدکه را رسي او زیاتره په سړبني او بیا په غرغښتي ټبرونو پورې اړه لري لکه: بارکزي، محمدزي، پوپلزي، اڅکزي، نورزي، کاکړ،ترین، بړېڅ، بابړ …

منځنی گروپ له جلدکه راپيل تر درونټې پورې اوږدوالي مومي؛ چې دا ټوله سیمه د زابل، پکتیا،غزني، وردگو، لوگر، کابل، پروان، کاپيسا، لغمان او یوڅه د ننگرهار په متوزي (غلجي) او کرلاڼي ټبرونو اړه لري لکه: هوتک، توخي، ناصر، تره کي، انډړ، ځاځي، ځدراڼ، منگل، توتاخېل تڼي، مندوزي، اسماعیل خېل، احمدزي، عبرالرحیمزي، امرخیل، خروټي، سهاک، بابکرخیل، اکاخېل، تره خېل، اوریاخيل، ساپي، جبرخېل، هوت خېل، نیازي…

ختیځ یا ننگرهاری گروپ چې له درونټې څخه پيل مخ پر ختيځ او شمال ختیځ تر اټکه رسيږي. د دې گروپ په سیمو کې د دوو زیاترو سړبني اوکرلاڼي ټبرونو تپې مېشتې دي. شینواري، ساپي، مومند، ماموند، سالارزي، یوسفزي…. وروسته ده هم د وزيري گروپ یادونه کړې ده چې په دغه گروپ کې د وزیرو، مسیدو، گربزو، خټکو، بنگښ، داوړو او یو شمېر نورو لهجې راځي. (۹۵:۹۶:۸)

که په لنډ ډول ووایو؛ خارجي او داخلي پوهانو دغه ډلبندي  د لاندې نظریو له مخې کړې ده:

اول – يوازې بېواک غږونه ( ږ، ښ) په نظرکې نېول شوي دي.

دویم ـ استاد محمدصدیق روهي واویلي بدلون په نظر کې نيولی دی.

 درېيم ـ لومړی ناخپلواک غږونه (ږ، ښ) په نظر کې نيول شوی خو کله چې د څلورم گروپ خبره کيږي؛ واویلي بدلون هم په نظر کې نیول شوی دی.

د دې ډلبندیو په اړه څېړندوی وجیه الله شپون لیکي: «…تر اوسه پورې چې کومې څېړنې شوې او د هغو پر بنسټ د پښتو ژبې د لهجو عمده ډلبندي شوې؛ زه په دې باور یم، چې په دوی کې د څلورمې لهجې په توگه د وزيري لهجې شاملول یوه مهمه موضوع ده او باید له پامه ونه غورځول شي. که چېرې موږ د پښتو ژبې د لهجو په بحث کې وزیري لهجه د ډېورنډ کرښې ها خوا وگڼو او په وېش او ډلبندۍ کې یې له پامه وغورځوو نو بیا خو په درې گوني وېش کې د ننگرهاري یا ختیځ گړدود له پاره له درونټې څخه تر اټک پورې لهجوي سيمه ټاکل او تثبیتول زما په اند د تأمل وړ بریښي.»

د شپون صيب د نظر په پلوي سره  وزیري گروپ یا څلورم گروپ لهجې هم د خوږې پښتو ژبې لهجې دي، چې له پامه يې نه شو غورځولی.که د پښتو لهجو  ډلبندي د پورته درېیمې نظریې پر بنسټ واويلي بدلون او د (ږ، ښ)  غږونو وينگ په نظر کې نیسو بیا یې په همدې ډول ډلبندي کوو؛ باید د خوست او پکتيا لهجې په مرکزي ډله کې ونه شمېرو ځکه له مرکزي گروپ سره جوت واویلي بدلون توپیر کوي.

تاسې وگورئ کله چې  د وزيري گروپ خبره کېږي له مرکزي گروپ،  لوېدیځ گروپ او ختیځ گروپ لهجو څخه ځکه جلا گروپ گڼل کېږي چې واويلي بدلون کوي. يوازې له لوېديځ (کندهاري)گروپ لهجې سره د ( ږ، ښ) په وينگ کې يو شان ده مگر د لوېدیځ گروپ او وزیري گروپ ترمنځ بېلتون واوېلي بدلون  را منځ ته کړی دی.

کټ مټ همداسې د خوست پکتيا لهجې هم له مرکزي گروپ سره يواځې د ( ږ، ښ) په وينگ کې له مرکزي گروپ سره يو شان دي خو په واويلي ادلون بدلون کې له مرکزي گروپ، لوېدیځ گروپ او ختیځ گروپ  لهجو سره څرگند توپیر لري. پر همدې بنسټ د خوست پکتيا لهجې بايد جلا  گړدود ډله  وگڼل شي.

 د خوست پکتياگړدود  ډله کې دا گړدودونه شاملېږي: د گربزو په استثنا د ټول خوست لهجې، پکتيا کې د ځدراڼو، منگلو، ځاځیو، څمکنیو، مقبلو لهجې، چې سیمه یې د احمد ابا، سیدکرم، زرمت ولسوالیو  په استثنا ټوله پکتیا، د گربزو ولسوالۍ په استثنا ټول خوست او د پکتیکا نکه، زېړوک، گیان ولسوالۍ، تر اورگون پورې شاملي دي.

د ښه پوهېدو لپاره  په لاندې لښتليک کې د واوېلي بدلون لپاره څو کلمې  او د ( ږ،  ښ ) وينگ راوړو:

نوم ځانگړتياوې
واوېلي بدلون ( ږ، ښ) وینگ
مرکزي گړدود ډله پلار، ورور، موږ (ẓ ،  (  ṣ
خوست پکتيا گړدود ډله پلور، ورېر ، میږ  )ṣ،  ẓ (
ختیځ گړدود ډله پلار، رور ، مونگ (x, g )
لوېدېځ گړدود ډله پلار، ورور ، موژ (Š, Ž)
وزيري گړدود ډله پلور، ورېر ، ميژ (Š, Ž)

5 COMMENTS

  1. عابد صاحب !
    مننه له معلوماتو څخه, خو نیګړي دي.
    یوې لویی تیروتنې ته به زه، ستاپام در واړوم نوري خپله سمي کړه.
    د« ږ او ښ» ږغونه , د غزني روزګان, زابل ، کندهار ، هلمند، فراه ،نیمروز ،هرات ، د غور ، او شمالی ولایتونو پښتانه او د ډیورند هغه بلي غاړي بلوڅستان پښتانه وګړي، همدا شان وزیر قومونه کاروي.
    دوهم : د یاد ولایتونو وګړي او دبلوڅستان او وزیر پښتانه «ژ،ش» نه بلکي « ږ ، ښ» وایي.

    داسي لیکني ډیرغټ مسؤلیت لري باید په ډیره امانتداري او دقت ولیکل سي ,کنه دپښتو ژبي متخصص خو پریږده زما په څیر دپښتو ژبي زدکوونکو هم پام در اوړي.

    داښه خبره ده چي زموږ ځوان نسل دپښتو ژبي په اړه څیړني او لیکني وکړي. خو لازمه ده چي دپښتوژبي پوهان دځوان نسل پرداسي تیروتنو سترګي پټي نه کړي.

    [ ًلوېدېځ گړدود ډله پلار، ورور ، «موژ» (Š, Ž) ً]
    «موژ» سم نه دی «موږ» درست دی. دافغانستان دټولو شمالي ولایتونو پښتانه په نرمه پښتو ږغیږي.

    • ښاغلی نور سلام!
      مننه چې مقاله مو په ځير لوستې ده.
      لنډ به ووايم: دغه ډلبندي ما نۀ ده کړې، د ماخذو پر بنسټ غږېدلی يم. زما خبره د خوست او پکتيا لهجو اړوند ده، چې زموږ په تېرو څېړنو کې په منځنی گروپ کې شمېرل شوې دي.

  2. د ” نور ” ورور د پام وړ:
    دا یو علمی – څیړنیز بحث دئ چی ډیره برخه ئې د عینی واقعیاتو په رُڼا کی اثبات سوېده.
    زما د شخصی تجربې او لید او دید پر بنسټ د کوئټی د ښار اکثره اوسیدونکی خصوصاً کاسیان د ” ښ ” د توری تلفظ په ” ش ” او د ” ږ ” تلفظ په ” ژ ” کوی همدارنګه د شینوارو اکثره وړونه هم د ” ږ ” پر ځای ” ژ ” کارَوی.
    یوه خاطره را یاده سوه:
    زما یو کنداری آشنای ؤ ( خدای دې وبخښی، دوه درې کلونه مخکی وفات سو ) اورېدلی ئې وه چی د ختیځ پښتانه ” ښ ” په ” خ ” وائی ( مثلاً ) ښه ئې؟ = خه ئې؟
    کومه ورځ یو میلمه غوندی کس اُطاق ته راغئ او موږ چای څکلې یا زموږ په ژبه چیښلې، زما آشنای ( ممکن د اخلاص یا ژبنی پیوستون د ښودنی له مخی ) راغلی کس ته وویل:
    ” حاجی صاحب! چای چیخې؟ “.
    یو خو دا ” چای ” عجیب شوخ مخلوق دئ؛ که څه هم ” مایع ” ماده ده خو ځانته ئې هم د ” خوړلو ” او هم د ” چیښلو ” عنوان غوره کړیدئ ( ژیړ او نصواری ) مخ ئې نیولئ او نازونه کوی. شین او تور چای؛ خو په حقیقت کی نه توری دی او نه شنې او دا هم نه ده معلومه چی ” چای ” مؤنثه صیغه ده که مذکره خو هنر ئې دا دئ چی هم نرینه میلمه او هم ښځینه میلمه ښه په تېر وځی ضمناً د دروغو د سَت لپاره هم یوه ښه وسیله ده ( ضابط ساب! توری چای در جوړی کړم که شنې؟ ) ، ضابط ساب هم چی د سَت په سُستوالی پوهیږی نو همداسی په سُست انداز وائی : نه، مننه.
    دا دئ دونه یا دومره کیسې می در ته وکړې.

  3. حضرت صاحب مننه
    زه خبریم ، خو دکویټي کاسیان په لویدیځه لهجه کي اکثریت نه دي. هلته نورزي،کاکړ، اڅکزي … نور ډیر قومونه دي چی د «ږ » هغه سم تلفظ کوي. شینواړي په لویدیځه لهجه نه ږغیږي.
    *چایي «چای» فکرکوم چنایی نوم دی. اوزموږ وطنوال یی اصلي بڼه چای وایي, کنه پښتو ژبه کي مایعات مؤنث اسم او معمولاً دجمعي په بڼه استعمالیږی ۰
    په پښتو ژبه کي فعل داسم تابع دی.
    بیلګه:
    اوبه , چايی ، شیدې، شولمبي یې وچیښلې
    خو استثنا لري مثلاً شربت یا شراب.
    استثنا: شربت یې وچیښل . ښوروا مي وڅښله یاوخوړله.

    باید ووایم زه دژبو کارپوه نه یم. خو دهیواد په ډیرو سیمو کي اوسیدلی یم ،خپله شخصي تجربه مي درسره شریکه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب