شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد کډوالو نړيوالې ادارې د جګړه ځپلي هلمند ۴۰پلګوټي ورغول

د کډوالو نړيوالې ادارې د جګړه ځپلي هلمند ۴۰پلګوټي ورغول

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ ‏د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د ۴۰ پلګوټو د بیا رغونې چارې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې له لوري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ،چې یاد پلګوټي د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د UNHCR په مالي لګښت او د اکرو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوي دي.

د لښکرګاه ښاروالۍ طالب مرستیال ملا نیک محمد عمري، د یادو پلچکونو د پرانیستې په مراسمو کې له دواړو همکارو موسسو څخه د مننې تر څنګ د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د لښکرګاه ښاروالۍ د انجنیرۍ ټیم مسول انجنیر محمد عباس ځیرک وویل، چې دغه ۴۰ پلګوټي د ۲۲ میلیونه ۲۵ زره افغانیو په لګښت، د لښکرګاه ښار په ۸ ناحیو کې د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.

 د اکرو موسسې ولایتي مسؤل عبدالولي صفا د دغو پلګوټو د پرانيستې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د بولان سره د استنادي دېوالونو د جوړولو او د هلمند په پنځو ولسوالیو کې د ۱۱۰۰ بې سرپناه کورنیو لپاره د کورونو جوړولو چارې هم پیل کړي.

هلمند د جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ په شل کلنه جګړه کې د ډېرو تلفاتو تر څنګ په فزیکي لحاظ هم ډېر وځپل شو،چې اوس ېې اوسيدونکي د بيارغونې لپاره د پاملرنې غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب