سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ: مسوولانه سياست دا دی چې ط-انو سره تعامل وکړو

ټام ويسټ: مسوولانه سياست دا دی چې ط-انو سره تعامل وکړو

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې څلور ويشتمه)‏‏ د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی،چې پر افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې سره باید تعامل وشي.

نوموړي ویلي، چې که دا تعامل ونه شي، مسوولانه سياست به نه وي شوی او ډېر کارونه به نا ترسره شوي پاتې شي.

د هغه په وينا،تر کله چې دی د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وي، طالبانو سره به پر تعامل ټینګار کوي او هڅه به کوي چې د امریکا او افغانانو ګټو ته کار وکړي.

امریکايي استازي په ورته وخت کې له طالب مشرانو سره د ليدنو په برخه کې ستونزه یاده کړې،چې پر هغوی د سفرونو د محدودیتونو د دوام له کبله په درېيم هېواد کې لیدنه ستونزمنه شوې ده.

د امریکايي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې طالبان هم له نړیوالو ورته غوښتې کوي او دوی سره نه تعامل ګټور نه بولي.

په ورته وخت کې د طالبانو منتقدین دوی ملامتوي،چې د سخت دریځو سياستونو له مخته وړلو سره ېې نړیواله ټولنه ځان سره له تعامل څخه لیرې ساتلې ده.

1 COMMENT

  1. The one who’s ruling the foreign ministry is appointed by the ISI director general Faiz Hamid is in the favour keeping of national interests of Pakistan not Afghanistan isn’t fair. He should receive in his sayings.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب