جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ۲۰۲۲ نړیوال شل اوره جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

د ۲۰۲۲ نړیوال شل اوره جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

ټوله لوبډله:

محمد نبي (کیپتان)، راشد خان، مجیب الرحمان، رحمت الله ګوربز، نجیب الله ځدراڼ، درویش رسولي، قیس احمد، سلیم سافی، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، فرید احمد ملک، فصل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی، ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق.

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۳ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۲ د شل اوره نړیوال جام لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله نن اعلان کړه.

د کرکټ نړیوال شل اوره جام سیالۍ د راتلونکي اکتوبر په ۱۶ سمه په استرالیا کې پیلېږي او د نوومبر تر ۱۳ مې دوام کوي.

 افغانستان په الف ګروپ کې له انګلیستان، نیوزیلنډ او استرالیا سره یوځای دی او لومړۍ مسابقه به یې د اکتوبر په ۲۲ مه په پرت ښار کې له انګلنډ سره وي.

د هغو۱۷ لوبغاړو له منځه چې په وروستیو کې د کرکټ د اسیا د شل اوره اتلولیو په لړ کې د افغانستان په لوبډله کې شامل وو، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، کریم جنت او نور احمد د نړیوال جام لپاره په غوره شوي ټیم کې نه دي شامل کړل شوي خو درې نور لوبغاړي دروېش رسولي (میډل ارډر)، قیس احمد (آل راونډر او لیګ سپینر) او ښی لاس سلیم سافی په نوې اعلان شوې پنځلس کسیزه لوبډله کې شامل دي.

۲۲ کلن رسولي، چې په لومړي وار یې د سږ کال په لومړیو کې په نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړ، په دې خاطر له ملي لوبډلې ایستل شوی و چې په شپږیزه کې یې ګوته سخته ژوبله شوې وه.

پر یادو لوبغاړو سربېره افسر ځاځی، شرف الدین شرف، رحمت شاه او ګلبدین نایب د زخیره لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

1 COMMENT

  1. تمه کېږي چې افغان ملي لوبډله به دې نړیوال جام ته د چمتوالي په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو سره درې تمریناتي‌لوبې کوي،‌ او وروسته به د نړیوال جام لپاره روزنیر کمپ هم لګول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب