مونږ چې کله په علمي او تفکري لحاظ د انسان د درون پر رنځونو او علاج بحث کوو؛ نو په ملي کچه مو لومړی علمي_تفکري ادرس، (پوهاندمجروح) دی؛ د پوهاند بهاالدین مجروح دغه علمي روایت او تفکري درایت لا هم په لویه او ټولیزه کچه په افغاني ټولنه کې نه دی هضم شوی.
استاد مجروح مونږ ته په سمبولیکه، شاعرانه، علمي، فلسفي او آن کله هم په عامیانه ژبه زمونږ د دروني ویجاړتیا، منفي پایلو او ورسره جوخت د درملني او رغوني علمي غږ اوچت کړی دی، مونږ ته يي وویل چې (اوبه لا له ورخه نه دي تېرې).
ځکه چې؛ دا مسله فردي ده؛ او هرکله چې مونږ د دغي دنیا د رنځونو شتون، درد او اثراتو ته متوجه سو نو د علاج تابیه کولای شو، که له همدا نن ورځي نه هم دغه مهمې ربړي ته پام وکړو؛ نو؛ همدا يي د غم خوړلو او رغولو ښه او نوې پيلامه کېدلای شي.
استاد مجروح کابو پنځوس کاله پخوا دغه انساني رنځ ته د تشخیص او درملني په پار علمي_ تفکري کار وکړ او په دې برخه کې يي د ادب او فلسفې لمن ونیوله، زمونږ د دې برخې د رنځونو د فریاد ژبه يې په پښتني علمي مفاهیمو ښه په جهر وږغول، او افغانانو ته يي د ارواح شنني او روان ارزوني غوره فکرونه او مهم پیغامونه ورپېرزو کړه.
د دې بحث محوري موخه دا ده چې د پوهاند مجروح د پیل کړي فصل د دوام او د روان کړي روایت د بیا انتظام او راغږولي پېغام د عمل لارې چارې وپلټي.
زه؛ په دې برخه کې د داسي ناهیلي او نه باور د دردمن احساس سره مخ یم چې؛ غواړم ووایم د دې دنیا د رنځ د درک او دوا حاکم وضعیت په ډېر خوار حالت کې واقع دی؛ د دغه فکر د بیا احیا او یو ځل بیا خوځښتیز رنسانس لپاره د نن عصر د غوښتنو مطابق ماته، تاته او هر چاته دا لازمه ده چې د خپل وجدان په هینداره کې د ګرېوان سره په تفکري دیالکتیک او مناقشهیي انداز حداقل یوه نسبي محاسبه وکړو؛ خپل د خودخواهی خویونه وشمېرو او د ټولني په تناظر کې يي زیانونه او منفي نتیجې و ارزوو؛ فرضاً؛ زه له ځان سره خپل د فردي غوښتنو او ځان لیدنو یو نوملړ یادښت کړم؛ زه په ښاري موټر کې له خپلو وطنوالو همسفره ملګرو سره څه ډول چلند کوم؟ په لاره کې د پلي تګ په وخت له نورو لارویو سره په سلام، مخکي او شاته تګ کې زما فردي چلند څه ډول دی؟ په مسجد کې د لومړي صف او ملاصاحب ته په نیږدې کېدو او درېدو کې زما تلوسه او ځانغوښتنه په کوم حد کې ده؟ د نورو خلکو سره په خبرو کې د هغوی احساساتو او نظریاتو ته څومره پام او احترام لرم؟ په ودو او یا د خوشحالی په نورو مراسمو کې د نورو خلکو د ناستي، خوراک او خبرو څومره خیال ساتم؟ پر هدیرې، جنازې او نورو اجتماعي او ډله ییزو مناسبتونو کې له خلکو سره زما چلند څه ډول دی؟ داسي کوم رفتار خو به نه کوم چې تر نورو انسانانو د برترۍ روحیه؛ رنګ او خوند لري؛ آن په خپلو لیکنو کې خو به د نرګیسیت روحیه نه وړاندي کوم؟…
ځان غوښتنه او ځان خوښونه چې د دروني رنځونو له ډېرو عمده بېلګو څخه دي له همدغسي وړو؛ وړو غلبو او تېریو نه راپیل کېږي او که رام او کنترول نه شي نو د آژدهايي مظالمو تر کچي ځان رسوي، مونږ هر وخت د ټولنیز زغم د نه شتون خبره کوو؛ پر دې منفي روحیه ولي فکر نه کوو چې زما فردي غبرګون ولي تل انتقامي؛ منفي او بِلمثله عمل ترسره کوي؟ بالمثله عمل خو ډېر کله بدلاپسې ډېروي! ټولنیز ژوند د ښه او نېکمرغه سکون له خوږو هغه وخت برخمن کېدلای شي چې په بدو کې د بالمثل عمل پرځای برعکس عمل وکړو!(پربدو سر بېره ښه وکړو!)؛ اوکله چې مو دغه مثبته روحیه له فرده تر ټولني عملي او رواج کړه هلته نو مونږ ویلای شو چې د درون دنیا مو د جوړېدو خواته ورنېږدې شوي ده! اوس خو له بده مرغه مونږ پرمنفي غبرګون بیاهم منفي غبرګون ورغبرګوو چې پایله يي ټولو ته بیاهم منفي او ناوړه ده.
د دروني دنیا د ناروغو وګړو یولویه علامه د یو او بل (حق) ته نه درناوی او د هغه نه پېژندنه ده، کله چې په یو انساني ټولنه کې د حق نه منل په ټولیز ډول لکه یو عادي رواج داسي وګرځي هلته انساني زجر او زړه بدی رامنځته کېږي، عقدې او دښمنۍ ورځ تر بلي زیاتېږي او اجتماعي اعتماد او ټولیز نظم له ستونزو سره مخ کېږي؛ د(زه!) او (زه) ټکر په ډېره بې رحمه توګه ځان را څرګندوي.
ولي؛ د دروني دنیا له اړخه په روغي ټولني کې زغم، یو د بل د حق منل او د خواخوږی روحیه په ډېره لوړه کچه مروجه وي، دلته د(ته!) او (ته!) مهربانانه پیوستون د خپلو ټولو انساني ښيګڼو سره حکمفرما وي، او وګړي د دې پښتني فلکلوریکي لنډۍ پر مصداق یو له بل سره د ورورګلوی په مینه ناکه روحیه خپل ژوند تېروي.
(زه به داستا سم ته زما سه_راځه چې دواړه خپل وطن آبادوونه!).
هو؛ وطنونه د ولسونو په زغم اویووالي آبادېږي.
او دا زغم، ملي محبت او خپل منځي یووالی د درون د دنیا په بیا؛ بیا اصلاح او مداوا کې نغښتی دی.
اوس بېرته ورګرځم د پوهاندمجروح مرحوم د دې برخي کار او زیار ته؛ استاد مجروح مونږ ته دا کریغې لا د ناخوالو د طوفان د راتلو نه مخکي وهلي وې، اما! مونږ څومره پر غوږ نیولي دي؟ زه فکر کوم چې پر غوږ نیول خو لا پرېږده چې مونږ لا تر اوسه اورېدلي هم نه دي! دې مو غوږ نه دی ايښئ چې د دې وطن د دې برخې رنځپوه مونږ ته د تداوۍ کومې نسخې او څه ډول فرمولې وړاندي کوي؟
د ډاکترصاحب مجروح د ارواپوهني او روان شنني د علمي آثارو بیا راشنل، غږول او ترټولني ور رسول د هر لوستي او قلموال وطنوال وظیفه او وجیبه ده، پردغې مسلې زما د ټینګار یوازنی علت دادی چې مونږ له بده مرغه له دې اړخ نه ډېر سخت ځپلي اوتاواني یو.
اودا تاوان لانور هم مونږ پسې زیانمن کوي، هغه د چاخبره: (تاوان چې هروخت راوګرځوو بیاهم وختي دی اوپه ګټه موده).
مونږ تر ډېره بريده په ناخوداګاه توګه د دې رنځ په نهایت شدید حالت کې مبتلایو؛ او بده لا دا چې په همدې وخامت کې بیا هم؛ لا د ناروغی احساس نه کوو؛ په دې خاطر چې همدغه وضعیت عادي ګڼو؛ ولي له بده مرغه چې زمونږ دا دروني حالت ډېر په شدت سره ناعادي او کړکېچن دی.
مخکې مي عرض وکړ چې؛ نیمه پېړۍ وړاندي استاد مجروح مرحوم د دې بدې بلا د بدو پایلو په وړاندي د بیداری او مخنیوي متفکرانه او استادانه اخطارونه راکړه! خو! افسوس…!
په دې برخي پوري د استاد اړوند آثار زمونږ د هیواد د ادب او څېړني د برخې ځینو اوڅارو او اهل محقیقینو سره تر یوه بريده سره وڅېړل او په نوو او نورو بحثونو کې يي ورګډ کړل، چې په ډېر درناوي او قدروني د استادعبدالغفور لېوال، استاداسحاق نګارګر او استاد اسدالله غضنفر یادول اړین دي.
دلته به د بېلګي په توګه د استاد غضنفر د شنني ځيني اړخونه نور هم راوشنم: استاد غضنفر د خپل کتاب (جادوګر هنر) په یوې نسبتاً مفصلي او جامع مقالې کې چې کابو درې پنځوس مخه ده د (پېغامونه پټ پراته په افسانوک کې) تر سرلیک لاندي د پوهاند مجروح د دغي برخي پر اثر تم شوی دی، ما؛ دا مقاله دوه ځله په پوره شوق او دقت لوستې ده او په هرځل لوستو يي لانور هم د خپلي ټولني د شته ناخوالو ژورو ته له دې زاوې څخه ښه متوجه او ځېر شوی یم، استاد غضنفرپه دې لیکنه کې د پوهاند مجروح د (ځانځاني ښامار) پر شعري قالب ډېر تمرکز لري؛ یعني د فرمولیزم له نظره دا اثر ارزوي، ولي؛ ورسره په څنګ کې د محتوايي او پېغام محوره ټکو شننه او ارزونه هم د بېلګو په وړاندي کولو سره کوي، استاد د دې آزاد شعر د کلماتو د مانا مفاهیم هم راته تشریح کوي او دا راته په ډاګه کوي چې له دې کلمې څخه د لیکوال مطلب دا مانا او دا افاده ده، یعني د کلمو پټي او استعاري ماناوي هم راسپړي.
استاد وايي: (چې د دې سمبولیک بیان څخه د شاعر مراد دا دی ترڅو مونږ ته د انسان ذهن راوسپړي)، اما! زه په دې باور یم چې استاد غضنفر د دغي مفصلي لیکني په ترڅ کې مونږ ته د پوهاند مجروح د ذهن دغه برخه په ښه توګه راسپړلې او شنلې ده، استاد د ځانځاني ښامار کیسه لا نوره هم مونږ ته روښانه او ساده کړي ده.
استاد غضنفر؛ د خپل علمي او کره کتنیز قوت په مټ د دې اثر ټولیز تعبیر په هراړخيزه توګه بیان کړی دی، استاد په روایت کې روایت کړی دی او دا روایت يي د ډېرو ښو او څرګندو مقنع دلایلو سره جوخت وړاندي کړی دی؛ نوموړی د دې اثر د منځپانګې پر تحلیلي اړخ تر ډېره بریده د انسان د درون پر یادو مرضونو بحث او شننه کوي، ګڼ مثالونه او مصداقونه وړاندي کوي ترڅو یاده موضوع لاهم ښه وضاحت او روښانه روایت ومومي.
زه غواړم چې د دې لیکني د پایلي او نچوړ په توګه د مرحوم استاد مجروح روح ته په دعا او د ښاغلي استاد غضنفر کړي کار او کښلي زیار ته په درناوي د یوڅو اړینو ټکو يادونه وکړم: ارواښاد پوهاند مجروح زموږ د ټولیزو ناخوالو په لړ کې دغه برخي ته زیاته توجه شعوراً کړې ده او دا حساسه مزمنه ساري ناروغي يي ډېره ښه تشخیص کړې او د علاج ښه نسخه يي ورته په ډاګه کړي ده؛ خدای تعالی (ج) دې د دې زیار ښه اجرونه ورکړي.
استاد غضنفر په دغه ناروغيې دنیا کې د مرضونو د سندروم او ټولیز شتون د اوسني تشخیص او تداوی تفکري_قلمي قدمونه اوچت کړي دي! اما! زما په آند کافي نه دي، دلته به د یو دوستانه هیلي په توګه دا یادونه وکړم چې که شونې وي چې استاد په دغه برخه کې لا نور هم خپل تفکري_قلمي هڅه او هاند متمرکز کړي؛ نو دا به هم (ثواب وي؛ هم خٌرما).
(جهنم نه چېرته لېرې دی نه پټ په بل جهان کې_ جهنم د هر انسان دی؛ هر انسان ته په خپل ځان کي).
په پېرزوینه او درناوي
همت عمرزوی
هرات، افغانستان